|
ر ـــ مصلح
په ډنمارك كې د خداى بخښلي استاد نوميالي
د فاتحې مراسم ترسره شول
د اكتوبر په نهه ويشتمه د يكشنبې ورځ د يوې
بجې نه تر مازديگر څلورو بجو پورې د البورگ ښار
د نولينگ په ښارگوټي كې د خداى بخښلي استاد
نوميالي د فاتحې مراسم د خداى بخښلي د كورنۍ د
غړو او په ډنمارك كې د افغاني فرهنگپالو او د
ارواښاد د دوستانو لخوا نيول شوي وو .د
قرآنكريم په ختم او د د عا په
لوستلو سرته ورسېدل او حاضرينو خداى بخښلي
استاد نوميالي ته د الله تعالى (ج) څخه د جنت
غوښتنه وكړه .






|