د بي بي سي له راډ یوڅخه هغه ادبي
یا فرهنګي غـوندي پروګرام، چي هلته د پښتو
ویندویانو د خپل ذوق له مخي د پېلوزي یا پېلوځي په
نا مه بللى دی،کله نا کله دا سي مطا لب هم خپروي
چي د خبرتیا دپاره پــــه اورېدلو ارزي. د روان
کال (۲۰۰۶) د مې د میاشتي په ۲۷ نېټه دغه پروګرام
د ښا غلي داؤد جــنبــش پــه ویندویي له دې
څرګندوني سره راپیل سو چي د ښاغلي امان الله غـلزي
د څېړني یا پلټني پر بنیاد يې د پښتو او یوناني
ژبي ترمنځ د لرغوني خپلوۍ داسي یادونه وکړه چي د
پښتو ژبي یا د پښتنو د کام هغي پخوانۍ زمانې ته يې
فکر ځغلاوه چي د مسلمانۍ تر راتلو دمخه يې د
پښتونخوا له پراخي ورشو سره اړه درلوده. ښاغلي
جنبش د خپلو معلوما تو له مخي اورېدونکو ته داسي
وښووله چي دا هغه لومړی نوی څرک دی چي د پښتو او
یوناني ژبي د اشتراک په اړه د ښا غلي غلز ي په
څېړنه کي را سربېره سوي دي.
ما که څه هم تردې آ نه د غلزي
صاحب کومه پلټنه یا څېړنه په دې با ب چيري نه ده
لید لې او نه هم په دې پوهېږم چي آیا د دغي موضوع
د ثبوت دپاره به يې د ژبپوهني یا کلتوري توکم -
پوهني له پلوه خپل تا ریخي دستاویزونه راغونډ کړي
وي او که به يې د ځینو صوتي او لفظي شبا هتونو په
رڼا کي همدې لرغونیز اشتراک ته خپل علمي پام اړولی
وي. خو په هرحا ل د ده کا ر او زیار ته په د رنه
سترګه ګورم او په دې ترڅ کي غواړم زما یو شمېر
نیمګړي معلومات له هغو علاقمندانو سره شریک کړم چي
په دغه نوې پلټنه کي د تاریخي بهیر له رښتینو حقا
یقوسره زیا ته مینه لري.
د نن ورځي په روا نوشرا یطو کي زیا
تره داسي لیکني ما ته په مخه راځي چي د پښتنو د
ایتنیکي هـــویت یا کلتوري ما هیت پرمبا د یو
باندي د یوې یا بلي سويې بېلا بېل لیکوالان په یوه
یا بل منظور خپلي راسته او چپه قلم فرسایۍ کوي. خو
د دوی لیکني د غایې او نتیجې په حساب اکثره د
سیاسي لانجو او جنجالو تر فشا ر لاندي یوې او بلي
خواته په انحراف کي ډ وبېږي. د دې دپاره چي د پښتو
او یوناني ژبي تر منځ د اشتراک نا آشنا پدیده د
نورو تا ریخي مسایلو په څېر د روانو سیا سي ا
نحرافا تو ښکار نسي نو با ید علمي وګړو ته دا خبره
څرګنده سي چي د دغه لرغوني اشتراک یادونه د لومړي
ځل دپاره ما د هغه انګرېز مـــســتشر ق په اثر کي
لوستې ده چي"هینري والټر بیلیو" نومېږي. نوموړی
مـستشرق یا ختیځ پوه په خپله هغه رسا له کي چي"د
افغانستان د ایتنوګرافۍ په باب یوه پلټنه نومېږي"
او لومړی ځل په ۱۸۹۱-م کا ل کي واردواره خپره سوې
ده، پوره یو سل او پنځلس کلونه پخوا په بشپړ صراحت
سره دا سي کاږي:
پښتو ترجمه
"د دې پلټني په بهیر کي مي د نورو
پېژندونو ترڅنګ ځیني اوسنۍ قبیلې چي همدا ګړی په
افغا نستان کي اوسي، د هغو یونانیانو د اولادې د
څرګندونکو په څـېر پېژندلي دي چي په لرغونې زما نه
کي يې پر دې ملک باندي حکومت کاوه. خو دا وخت مي
نه دی موندلی چي پر دغه موضوع په دونه زیات تفصیل
وږغېږم لکه څونه چي په ارزي. البته زه باید دلته
دا ووایم چي د دغو یوناني الاصله قبیلو په باب په
دې پلټنه کي درج سوي کشفیات داسي نه دي چي د همدغه
بې تفصیله بیان په دلیل نو بې له درنګه تردید سي.
ځکه په دې باب که چیري زما د پېژندونو د صحت په
اثبا ت کي د دلیل په توګه کوم شي ته ضرورت سي نو
دا خبره تر بل هر شي یو قاطع شاهد ګڼل کېدای سي چي
د هغي ژبي لغات چي همدا نن ورځ افغاني وګړي د خپلي
بومي لهجې په څېر خبري په کوي تر نیمي اندازې لږ
یاډېر _ بلکي لا ډېر تر لږ - هغه یوناني کلمات دي
چي یا يې لومړنی شکل نه دی بدل سوی او یا که بدل
سوی هم وي نو بدلون يې دونه جز يې دى چي اصل يې په
آسانۍ سره پېژندل کېدای سي"