اړيـــــــــكې

 

د تل افغان لومړۍ پاڼه

 

لـــومــړۍ پــاڼه

 
 

 

 

 
 

م . ا.نوميالى

د ښځې  او  نر  ډيالكتيك

زما په هېوادكې لومړۍ ميرمنې والۍ  اغلې حبيبې سرابى  ته يې
 د ټولو
 افغاني ښځو د ښځينه فضيلت د لا ځلا او ښكلا په هيله اهدا كوم!

  انسان د نوعي واحد په توگه هغه موجود دى چې د بيالوجي په حساب د نر او مادې، په بشري حساب د ښځې او سړي ، خو د كلتوري رابطې په اجتماعي او اقتصادي حساب بيا د ماينې او مېړه د دوو ژونديو  عناصرو له مورينې يا مبدې څخه منځ ته راغلي دي.  د همدې واحد د هر عنصر يعنې ښځې او نر په وجود كې يو شمير فطري يا ذاتي غريزې داسې تعبيه سوې دي چې دواړه په گډه دې چارې ته جبرا گماري چې د نوعي توالد او تناسل د حياتي رسالت وظيفه سرته ورسوي. دا چې يو عنصر يې كومه دنده مخ ته بيايي او هغه بل عنصر بيا كومې چارې اجرا كوي ، گرده هغه مشتركې خبرې دي چې د يوه او بل تر منځ متقابله عمليه يې د بيالوجي په پوهنه كې تر يو حده روښانه كيږي. خو د ښځې او سړي په وجود كې د همدې غرايزو د خوځېدنې بشري هيجان او احساس بيا داسې پوښتنې راوړاندې كوي چې د جنسي روحياتو په پوهنه كې يې ټيك جوابونه موندل كيداى سي.
د انساني نوعې د څو ميلوني كلونو تاريخي انكشاف چې د تكامل په نامه هم بلل سوى دى د نر او مادې يا ښځې او سړي نوعي واحد يې له بيالوجيكي فطرته يا عضويته سره يو ځاى
  اجتماعي ساحې ته راوستلى دى او له دې سره سم يې د توالد او تناسل غريزوي چارې د ټولنې په شبكه كې د اجتماعي مناسباتو په رنگ رنگولې دي.له بيالوجيكي اصله سره سم ددې خبرې ماهيت  پوره څرگند دى چې ښځه او سړى يا سړى او ښځه داسې حياتي عناصر دې چې د فطري وظايفو له مخې  په وجود يا د هغه د وظايفو په اناټومي كې يو شمير توپيرونه لري او هم هر يو يې د خلقت په حكم د توالد او تناسل يه عملپه كې خپلې ټاكلې چارې سرته رسوي. د انسان په نوعي حساب دوئ په دواړو يو ځايي هغه واحد جوړولاى سي  چې د دوو گونو  وظايفو په متقابلوبشپړولو كې حياتي رسالت اجرا كوي . دوئ نه يو د بل سره مساوي دي  او نه هم د يوه دندې تر هغه بل فضيلت لري . بلكې د انساني واحد دوه لازم غړي بلل كيږي. كه چيري كوم داسې طبيعي ، تاريخي او يا بشري عوامل راپيدا سي  چې د يوه عنصر وجود پر يوه مخ له منځه واخلي نو له دې سره هغه بل هم د يو څو كلونو په لنډه موده كې  د مځكې له سره څخه اخيسته كيږي. دا هغه لومړى پرنسيپ دى چې د دواړو عناصرو د برابرى بنيادي پيلامه جوړوي.
د ځان په څېر د بچوړو زېږونه يا د مثل توليد چې د يوې نوعې پرله پسې پايښت تامينوي ، د طبيعي قانونمندۍ يوه داسې دوه اړخيزه عمليه ده چې د بيالوجيكي پوهنې له دريځه په نباتاتو، حيواناتو اوبشري موجوداتو كې د ښځينه جنس او نارينه جنس تر منځ د دواړو د تناسلي پيوند په زمينه كې د هر يوه د بيلا بيلو فطري
  وظايفو له پوره كيدو سره راڅرگنديږي. كه له دواړو جنسو څخه يو جنس د ځينو عوارضو له كبله و نه كړاى سي چې د خپل وجود  فطري وظايف سرته ورسوي، نو هلته د نورې زيږونې او  زيږيدنې چاره د تل دپاره پاى ته رسيږي. كه دغه شان منفي عوارض د يوه او يا بل جنس په خوا كې كلي عموميت پيدا كړي، نو له  دې سره د نوعې موجوديت  يو مخيزه له منځه ځي.   ددې څرگندونو په رڼا كې نو بيا داسې خبرې چټي گڼلې كيږي چې د يوه جنس تخليقي وظايف د هغه بل جنس دتخليقي وظايفو په پرتله د دوئ دپاره د حاكميت يا محكوميت په تعبير باندې ښوولى كيږي. د مثل په توليد كې دجنس هره خوا داسې ځانگړې چارې اجراء كوي چې هغه بله خوا يې نه سي اجراء كولاى. دوئ دواړه يو ځايي د نوعي واحد په توگه يو د بله سره د تخليقي وظايفو په بشپړولو او تكميلولو كې د نوعي فطرت او خلقت دنده سرته رسولاى سي.
خو انساني نوعې چې د فطرت له بيالوجيكي خصلته سره دخپل انكشاف په جريان كې د ټولنې ساحه هم ايجاد كړې ده نو يې د كار، د توليد، د جنگ، د ننگ، د ادارې او داسې نورو ټولنيزو چارو په برخه كې د ښځې او سړي تر منځ وجودي توپيرونه چې طبيعي منشاء لري د يوه جنس په فضيلت او د بل جنس په فضيحت اړولى دى. له دې تغيره سره هغه پرله پېچلي مسايل رازيږېدلي دي چې له تېرو زمانو راهيسې بيا تر اوسنيو وختو پورې په بېلا بېلو فلسفي افكارو، اجتماعي نظرياتواو مذهبي احكامو كې د احساساتي مناقشاتو او
 افراطي مجادلاتو په بڼه د يوه يا بل جنس په گټه ارائه سوې دي. تر څو چې دغه قضيه په اساس كې تر يو علمي فورمول لاندې انساني شعور ته لار پيدا كوي، ښايي تر هغو پورې به وخت په وخت د كلتوري كشالو او دوديزو جنجالو زيږنده وي.
خو ددې اهمې مسئلې د روښانه ذهني او عملي حل د پاره تر هر څه لومړى ددې چارې يو ټيك تدبير په كار دى چې ښځه سمه ـ دمه د يو خپلواك موجود په توگه په هغسې پوهنه سامباله سي لكه نر چې په سامباله كيږي. له دې شعوري برابرى سره دا زمينه هم بايد په خپله د ښځې له خوا څخه د علمي موازينو په رڼا كې سرښته سي چې د خپلو اړتياوو د پوره كولو شبكه په اجتماعي مناسباتو او روابطو كې په خپله تثبيت كړي. د نسبي او مالي ارث په برخه كې هم د توازن يوه نوي دكتورين ته اړتيا پېښېږي چې د دواړو جنسو د رښتيانى برابرى رول ولوبوي. داچې د عضوي قوت او جسمي طاقت له كبله د نر غلبه د حاكميت درجې ته رسيدلې ده لازمه ده په دې تخليقي پرنسيب سره د اعتدال ټكي ته راټيټه سي چې هر غښتلى، قهرمان، پهلوان، مدبر، فيلسوف، مخترع او نور يا نور په هر حال كې د خپلو ټولو فضايلو يا غټبازيو سره بيا هم د ښځې زوى بلل كيږي.

ته كه راته ووايې چې ښځه خو بې زوره ده
 توان د چكې نه لري په مازې پو نسكوره ده

زه بيا هر غښتلى د هر ملك د ښځې زوى بولم
 مور دى زېږولى پهلوان كه قهرمان دى

ښځه بې له نره نر بې ښځې نيم انسان دى

  سپينه مې پښتو ده په پښتو مې دا بيان دى

ښځه بې له نره نر بې ښځې نيم انسان دى
  

 
دوئ سره جوړه د تكامل لارې وهلې دي

يو ځاى د يوه زوڼي له غېږې راوتلي دي

نوعه بې له دواړو په سل كاله كې له منځه ځي

دغه حقيقت بې له بيانه څه عيان دى

 نر او ښځه دواړه د يوه وجود دوه غړي دي

بې د خپلو دندو له كولو  څخه مړي دي

هر يو كه ها بل له خپله كاره څخه واچوي

دغسې وجود د ورستېدو پر خوا روان دى

 سر كه د چا لوى او پښې نرۍ وچې بې واكه سي

نظم د وجود په تناسته كې تاك له تاكه سي

هر غړى د بل غړي په كارو بار پياوړى وي

ژوند بې  د خلقت له توازنه څخه گران دى

 سترگې په كله كې دوې اوبلنې مرغټانې دي

زور د گوتې نه لري په تشه ډكه ورانې دي

ستره وظيفه يې په بدن كې منكر نه لري

بې له بينايي څخه جهان يو تور زندان دى

 نر دى او كه ښځه يو له بله څه بېلېږي نه

فرق سره لري پر دوو واحدو تقسيميږي نه

يو لا نه پاتيږي كه يې يوسي گرد سره فاني

گډ سره تړلي هست ونيست يې دغه شان دى

    هر نيمى انسان په خپل سرشت كې وظيفه لري

ځانته، ځانته خپله پر له پورې شبكه لري

گډ خو بيلا بيلو وظايفو ته ټاكلي دي

خوښ وي كه ناخوښه د خلقت دغه فرمان دى

 يو كه وي آزاد دا آزادي د انسان مه بولئ

يو كه يې وي ښاد دا به ښادي د د انسان نه بولئ

دواړه يوځايي په گډ حساب انسان كېدلاى سي

نيم انسان غالب نيمى مغلوب ژوندون يې وران دى

 دغه انساني واحد كه هر چيري معيار سي

لاندې باندې چارې له هغه سره عيار سي

وبه وزو په ژوند كې له كږو وږو پېچومو څه

وبه وينو هلته كوزه مځكه پاس آسمان دى

پاى

 

   
       
 

All rights reserved .
 
Powered by:
Talafghan [dot] com  2006.