په مسكو كې گڼ شمېر افغاني پردېسان چې د هر قوم ،
هرې قبيلې ،هرې عقيدې ،هر مذهب او هرې سياسي
آيډيالوژۍ پرتمين استازي او قدرمن اشخاص ئې په منځ
كې موجود دى، نن ورځ د دې واحد او سپيڅلى
مقصد په نيت دلته را ټول سوى دى چى د خپلى گډى
مورنى خاورى او آبائى هېواد افغانستان د هغو
وياړلو ورځو اتيا يمه سالگره يا نه هيريدونكى
خاطره ونمانځي چې زموږ خلگو د لوئى برتانيې له
دولتى تابعيته څخه سياسى آزادى واخيسته او د ملي
خپلواكۍ سرلوړى ئې په برخه سوه .
د
بل له حاكميته څخه كركه او نفرت ، په ملى سركښى
كى بې سارى شدت او دحريت د ساتلو د پاره د قربانى
شهامت زموږ دهېواد د ټولو ولسونو په خټه كې اخښلى
يو تاريخى خصلت دى . زموږ پر وطن كه متجاوز
قدرتونه راځى يا اهريمنى طاقتونه ، كه سترې زلزلې
پر راځى او كه غټ طوفانونه، كه خونړى انقلابونه پر
راځى او كه درانه انفلاقونه، كه الحادى چپاونه پر
راځى او كه اسلامى تاړاكونه خو په داسى ټولو
حالاتو كى زموږ دولس دا جاودانى ترانه څوك
نسى خاموشه كولاى چى :
بندگى گر شرط باشدزندگى در كار نيست
زموږ د مشتركو وياړونو ورځى په دې ارزى چى وئې
نمانځو او جشنونه ئې ونيسو . دا كار د ملى روزنى
يو مهم اصل گڼل كيږى . دغسې لوئې ورځى ، دهغو
شانداره نمانځنى او دغه راز ټولنى چى دهيوادنى
احساس په ايجاب د هرقوم ، د هرې طبقى او دهرى
مفكورى وطنداران په يوه تالاركى سره راټولوى ، په
خپله بالذات يوه ارزښتناكه اجتماعى او سياسى پديده
ده چى د ملى يووالى بشپړه څرگندونه كوى .
د
خپلواكى ورځ چى په انگريزى ژبه كى ډيره وختى تسجيل
سوى او تعريف سوى دهIndependence
Day په
نامه ئى بولى. دا د يوه هېواد هغه ورځ بلله كېږى
چى ولس ئې په همدې ورځ د يوه بل بيگانه هېواد له
دولتى حاكميته څخه خلاص سوى او دځان حكومتى واگى
ئې په خپل لاس كې اخيستى وى .
دغه شان حكومتى استقلال ، يا دولتى خپلواكى او يا
ملى آزادى د ولسونو په ژوند كى يوه تشه احساساتى
يا مجرده جذباتى خبره نه ده ، لكه ځينى شاعران چى
ئې فكر كوى بلكى له سياسى اهميته ډكه يوه اجتماعى
ــ اقتصادى پديده ده چى بايد دوطن هر وگړى ئې په
ښېگڼه باندى وپوهيږى او په ساتنه يا پالنه كى ئې د
قربانى او فداكارى تر حده پورى سر او مال ونه
سپموى .همدا دليل دى چى دخپلواكى د جشن په مناسبت
، تر تفريحى ساتيريو علاوه ، هر هيواد تر وسه ،
وسه زيار باسى چى د خپل مادى او معنوى انكشاف پرله
پسى لاس ته راوړنى هر چاته وړاندى كړى او دا
حقيقت په ښكاره ثبوت ته ورسوى چى دخپلواكۍ په
دوران كى ئې رشتيا هم دژوند مادى او معنوى شتمنى
تر پخوانى دوران زياتى سوى دى .
دا خبره له شكه وتلې ده چې د افغان ولس سياسي او
دولتي استقلال د روانې پيړۍ په دوهمه لسيزه كې هغه
وخت له مقتدرې برتانيې څخه تر لاسه سو چې د نړۍ
ډير نور اسيايي او افريقايي هېوادونه لا د
استعماري واكمنيو تر لاس لاندې وه او دومره واك يې
نه و موندلى چې د ځان حكومتي واگې په خپل اختيار
كې واخلي. زموږ د خپلواكۍ ستره كارنامه چې په خپل
وخت كې زموږ د ټوله ولس د سرلوړۍ يوه شانداره
نړيواله پېښه وه ، هر چېرې يې د ملي آزادۍ څپانده
بهيرونه د مورال او روحيې له بابته خورا ډير
پياوړي كړه. ددې خبرې د ژوندي شهادت د پاره لږ تر
لږه په برتانوي هند كې زموږ د خپلواكۍ د غښتلو
اغېزو پرتمين تاريخ ته مراجعه كولاى سي.
خو د خپلواكۍ د گټلو د پاره زموږ د خلگو ستره
مبارزه له نړيوال اهميته سره يوه د پام وړ سياسي
نقيصه درلوده او هغه دا چې د ملي روحيې يا وطني
جذبې پرځاى د غزا او جهاد په مذهبي روحيه تبليغ
كېدله. زموږ عام ولس د استقلال كال د غزا د كال په
نامه ياداوه او امير امان الله خان يې د غازي په
لقب نازاوه. په دې حساب يې زموږ ميهني عاطفه تر
مذهبي عاطفې قربانوله ، زموږ خپل وياړ يې له موږ
څخه بېگانه كاو ه او په هغه روحيه پورې يې تاړه چې
موږ ته د غزا له عربي كلتوره څخه راغلې وه، په
داسې حال كې چې هم هغه وخت او هم اوس لا زيات عربي
هېوادونه د غزا او جهاد له اوږدې سابقې سره د غربي
هېوادو تر سياسي او نظامي حمايې لاندې د لږ يا ډير
تابعيت په شرايطو كې ژوند كوي.
دا يوه حسابي خبره ده چې سياسي خپلواكي په اصل كې
د اجتماعي او اقتصادي خپلواكۍ يوه اساسي وسيله ده.
خو له بده مرغه زموږ پر ولس ډيره گرانه خپلواكي له
ټوله سياسي او ملي قدسيته سره زموږ په اجتماعي او
اقتصادي ساحو كې د كورنيو يا د باندنيو او يا
دواړو عواملو له پلوه خپل تاريخي ثمر ته ونه
رسيده.
زموږ كه خوښه وي او كه نه مو وي خوښه، نن يا سبا
زموږ د نوې زمانې نسل چې د نړۍ په بيلا بيلو
هېوادو كې تيت دى او هلته د انساني ژوند ډيرې ترقۍ
د سر په سترگو ويني نو هرو مرو زموږ د مقدساتو په
اړه د منفعت پوښتنه راپورته كوي او په دې جمله كې
له زاړه نسله څخه دا سوال هم پوښتي چې زموږ سياسي
خپلواكۍ موږ ته كومه اجتماعي او كومه اقتصادي گټه
رارسولې ده؟ زه نه پوهيږم چې زموږ پوهان، زموږ
رهبران، زموږ مشران او زموږ د سياست مداريان به
دوئ ته څه ځواب وركوي؟ ځكه همدا اوس كه موږ د اتيا
كلنې خپلواكۍ تاريخ ته يوه لنډه كتنه وكړو او زموږ
اوسنى هېواد په ختيځ او لوديځ كې د هغو وطنو سره
مقايسه كړو چې تر موږ يې ډيره ناوخته سياسي
خپلواكې اخيستې ده نو په دې حقيقت مو پوره سد
رسېږي چې هر څوك د ژوند په ټولو ساحو كې تر موږ
ډير دمخه دي او هم د سياسي شعور په ډگر كې خورا
تكړه او فعال گوندونه، غښتلي حزبونه، بارسوخه
سازمانونه او پياوړي اورگانونه لري چې خپل
مملكتونه د اجتماعي سوكالۍ او اقتصادي پريمانۍ په
استقامت كې وړاندې بيايي. موږ بيچاره گانو چې هر
كله د غلامۍ يا بندگۍ له يوې كړۍ څخه د غاړې د
خلاصيدو كوښښ كړى دى، پر ځاى يې نورې درنې او زيږې
كړۍ زموږ په غاړه كې لويدلې دي.
اتيا كاله پخوا موږ لا د خپلې گټلې خپلواكۍ مباركي
نه وه اخيستې چې بيا سمدستي هغه كورنۍ جگړه زموږ
پر خلكو تحميل سوه چي د خپلواكۍ د انكشاف ثمره يې
د هغه اوږده اختناق په نتيجه كې را بدله كړه چې څه
د پاسه پنځوس كاله يې د مستعمرو تر سويې لاهم ډير
شاته وغورځولو. ددغه اختناقي دوران له تندې څخه
هغه كرغيړنه ټپله كورټ نسي پاكيدلاى چې ارواښاد
پژواك په يوه حكيمانه جمله كې داسې تصوير كړې ده:
زموږ يو عجب هېواد دى چې په خپله آزاد دى خو خلك
يې بنديان دي !
په وروستيو حوادثو كې هم موږ له يوې غلامۍ څخه سر
غړاوه خو په نتيجه كې يې د غلامانو د غلامۍ پنځه،
شپږ طوقونه زموږ غاړې ته رااچولي دي. په همدي بده
ورځ كې دې لابيا هم زموږ پر عام ولس باندې شاباسى
وي چې د خپلواكۍ د برم په اتيايمه كاليزه كې لا
زموږ د آزادې خاورې دا مسته ترانه له خولې نه اچوي
چې:
بندگى گر شرط باشد زنده گى در كار نيست
دم درحاله زموږ د ټولو آزاد منشه خلگو په وړاندې
كه په هېواد كې دننه دي او كه دباندې يو مهم
سياسي- ملي ضرورت همدا دى چې د خپلواكۍ د ساتلو او
پاللو په وطني روحيه كې سره راټول سي او د نړيوالې
معياري ډيموكراسۍ د پخو اصولو پر بنا د يوه نوي
انساني افغانستان د جوړيدو په ستره كارنامه كې گډه
او صادقانه برخه واخلي.يوازې له دغې لارې څخه
كېداى سي چې د خپلې اتيا كلنې سياسي خپلواكۍ په
بركت زموږ د ټولنې هغه قهقرايي بهير پوره جبيره سي
چې د يو شمير كورنيو او دباندنيو كشمكشو او جنجالو
په نتيجه كې زموږ پر سياسي، اجتماعي، اقتصادي او
كلتوري مؤسساتو تحميل سوي دي.
به پيش در راه استقلال وطنى و ديموكراسى واقعى!
د
۱۹۹۹
كال د اگست ۱۹
نيټه