اړيـــــــــكې

 

د تل افغان لومړۍ پاڼه

 

لـــومــړۍ پــاڼه

 
 

 

 

 
 

کانديد اکادميسن  م . نوميالى

١٩\ ٠٨ \ ٢٠٠٥         

 

د کوډو سرنوشت ... د سليمان لايق په نظر کی

 

د هغو يو څو کتابونو په ټل کي چي ما د خپل ځان د سمی پوهيدني د پاره يا په انګريزي  اصطلاح ( Self-clarification   ) په منظور يووخت ليکلي يا بل وخت کښلي دي ، يو هم هغه کوچنۍ کتابګوټۍ دۍ چي (( د کوډو سرنوشت ، د علمي پلټنو په رڼا کي ))نوميږي . د غه اثر ، لکه څنګه چي يې له نامه څخه ښکاری ، د کوډو يا سحر او جادو په اړه يو لړ داسي مطالب بيخکي شنلی دي  چي همدغه مرموزه موضوع په کلي توګه د تاريخي ابهام له توري تيارې څخه  رڼا ته را باسي  او د کره څيړني يا پوره پلټني د پاره ئي د لوری په ليدنه او دلاري په ټاکنه کي بشپړه مرسته کولای سي . د دې کتابګوټي په دوو سريزو کي ما زياتره هغه ټکي راوړي دي چي ښائي د لوستونکو پوښتنو ته لنډکی جوابونه و ويلای سي . په ١٩٩٨ – م . کال کي چي د  (( د کوډو سرنوشت ... )) تر څلورو لسيزوورورسته د ښاغلي ډاکتر شير حسن په مړانه سل ټوکه په ماسکو کي چاپ سو نو هم هغه وخت د يوشمير افغاني فرهنګيانو تر لاسه ورسيدۍ . د کتاب د خپريدني په ورځو ، شپو کي له ښه مرغه د ځوانو پوهانو  له جملې څخه ښاغلۍ پوهنوال محمد رسول (( باوري )) تازه ماسکو ته راغلۍ و . کله چي دهغه لاس ته ورغۍ نو د سترګو په رپ کي ئې په يوه دړ دنګ د خپل نظر يوه پياوړې ليکنه ور باندي وکښه چي هغه د (( ليمه )) مجلې د ١٩٩٨ –م . کال په اتمه ګڼه کي خپره سوې ده . د ده له ليکني څخه پوره ښکاريده چي زما نوموړۍ اثر ئې ټکي په ټکي ، ليکه په ليکه  او پا ڼه په پاڼه سر تر اخره په غور لوستۍ دۍ  او خپله مستقله رايه ئې د هغه په اړه څرګنده کړې ده . زه دادۍ اوس لاتر اووه کاله وروسته له ده څخه په دې خاطر دزړه له کومي مننه کوم چي زما اثر ئې هغه مهال په خپلو لوستلو وارزاوه . که چيري زما دغه کتابګوټۍ دوهم ځل چا خپراوه نو هغه ته دا سپارښتنه کوم چي بايد د (( باوري )) د ارزيابۍ ليکنه هم بيله تصرفه له کتابه سره په چاپ کي يوځای کړي . دغه شان فرهنګی دود که زموږ د څيړنو په کار و بارکي و پالل سي نو بيا د دې دپاره زمينه برابريدای سي چي هر ليکوال خپله فرهنګي افاده د لوستونکو په مقياس اندازه کړي . بيا نو د ١٩٩٩ – م  . کال د جون مياشت وه چي ما  ((  د کوډو سرنوشت ... )) په المان کي ښاغلي سليمان لايق ته ورواستاوه  او د هغه د کورني کتابتون د المارۍ په يوه ګوټ کي ئې ډاډه ځای ونيوۍ . اوس دادۍ تر شپږ کاله وروسته چي د کوډو کتاب  ته د رښتني  (( لايق )) د کتني يا لوستني نوبت ورسيدۍ ، نو تر پرانستلو او ويلو پس  ئې  د ٢٠٠٥  - م . کال د مارچ پر لسمه د يوه ليک په ترځ کي داسي دلداري  ماته راوليږله  :  (( ما په لنډيو کي د اسطوره يې فوسيلونو د پاته شونو د بيان په لړ کي د جادو يې نښو او نشانو پل پسي واخيست . په دې کي  (( د کوډو سرنوشت ... )) ته راورسيدم . د سمي استفادې لپاره مي دا کتاب سر تر پايه او په ډيره مزه دوه واري ولوست . دا علمي څيړنه د انسان د عقلي بلوغ د تاريخ يو مهم اړخ چي ډير کسان يې په اهميت پوهيږي ، را بر سيره کوي . زما د فلکلوري څيړنو لپاره خو يو خورا ګټور ماخذ او علمي ممد دۍ . زه به هغه لکه سا تنفس کم او لکه اوبه  وبه يې چښم . د مصنف دي کور ودان وی چي داسي يو ارزښتمن اثر يې وليکه کوم چي د افغاني منورينو د ابتذال په بازار کي بيه نلري  او مصنف ته هيڅ ګټه نه رسوي . علم بايد په همدې علو همت تعقيب شي  او عالم بايد د نوم او پيسو له افسون څخه ازاد وي . زما خوښه داده چي د (( کوډو سرنوشت ... )) تر يوه نوی او ژور نظر وروسته د ځينو زياتونو او کمونو او سليقه يې رعايتونو سره يوځای  دوهم ځل چاپ او په اغيزمنه توګه رکلام شي . زه به پر هغه مقدمه وليکم او يوڅوک به د دوهم چاپ لګښت په غاړه واخلي . )) د لايق په جواب کي دا خبره کافي بولم چي (( زه هغه سل چاپ سوي ټوکه لا دپښتنو تر شل مليوني ټولني زيات ګڼم ))

 

   
       
 

All rights reserved .
 
Powered by:
Talafghan [dot] com  2006.