اړيـــــــــكې

 

د تل افغان لومړۍ پاڼه

 

لـــومــړۍ پــاڼه

 
 

 

 

 
 

د استاد نوميالي په باب د روهي ادبي بهير غونډه

 

د كانديد اكاډمېسن ارواښاد محمدانور نوميالي د مړېني او جنازې مراسمو ته د چمتووالي په باب په كندهار كي د مېشت روهي ادبي بهير له خوا غونډه پرون د پنجشنبې په ورځ د وږي پر ۱۳مه نېټه جوړه شوه.

په غونډه كي د كندهار د ټولو ازادو ټولنو غړو، مشرانو، فرهنګي څېرو او ځوانانو برخه اخيستې وه. چي په ترڅ كي يې د ارواښاد نوميالي د شخصيت، پوهي او استعداد په باب هر اړخيزي خبري وشوې، د هغه مړېنه يې د افغانستان د پوهي او ادب پيكر ته دروند ګوزار وباله.

د غونډي يوه برخه وال او د بېنوا فرهنګي ټولني مشر عبدالاحمد محمديار وويل چي ارواښاد نوميالي په داسي يوه زماني مقطع كي په كندهار كي د هستۍ پر ډګر سترګي وغړولې، چي عامه ذهنيت د عصري پوهي او پرمختګ په وړاندي خورا حساس وو، د ده پلار ملا وو او غوښتل يې چي زوى يې هم ملا سي، خو زوى ته يې د افغان ملت د درد تشخيص د هغه د فطري استعداد او ادراك پربنسټ شوى وو، ځكه خو يې د ملايي لار پرېښوده او د عصري پوهي پر واټ يې ګام كښېښود. چي دا په هغه مهال كي خورا ستونزمن كار وو، له يوې خوا د كورنۍ فشار له بلي خوا ټولنيز جبر او په دې دوو جبهو كي مبارزه يوازي د ارواښاد نوميالي غوندي نومياليو هوډمنو كار وو، چي په پاى كي په خپله دغه علمي مبارزه كي بريمن راووتئ.

محمديار زياته كړه چي پر هغه لار چي زموږ نومياليو پوهانوګامونه اخيستي خورا له اغزيو ډكي وې، چي هغه ټول اغزي دوى په خپلو پښو كي وړي دي، او اوس موږ ته دا لاري پرانيستي او پاكي دي چي بايد په پوره يووالي ورباندي مڼي ووهو.

په غونډه كي هوډ څرګند شو چي بايد د ارواښاد د جنازې مراسم د دغو فرهنګيانو له خوا په ډېر درنښت سره ترسره شي او ټول فرهنګيان بايد يو لاس او چمتو و اوسي.

غونډه د ماځيګر پر پنځه نيمي بجې د ارواښاد نوميالي اروا ته د خوښۍ لپاره په دعا ويلو پاى ته ورسېده.

 

له بېنوا ټكى كام څخه  په مننې

   
       
 

All rights reserved .
 
Powered by:
Talafghan [dot] com  2006.