|
د ارواښاد استاد نوميالي دجنازې په اړه
لومړۍ غونډه
په
كندهار ولايت كي د فرهنګيانو غونډه
د هيواد د وتلي فرهنګي شخصيت
،ليكوال ، څېړونكي ، ژباړن او شاعر
اروښاد كانديد اكاډيميسن استاد محمد انور
نوميالي دجنازې د راوړلو په اړه د كندهار
ولايت د اطلاعاتو ، كلتور او ځوانانو په
رياست كي ترسره سوه چي په نوموړى غونډه كي
دكندهار ولايت د اطلاعاتو او كلتور رئيس
عبدالمجيد بابى ، دكندهار دښووني او روزني
رئيس حيات الله رفيقي ، ډاكټر طارق رشاد ،
انجينېر شېرشاه رشاد، عبدالمالك همت ،
ډاكټر عبدالرزاق پالوال ،فضل محمد پنهان ،
عبدالقديم پتيال او نورو فرهنګي شخصيتونو
ګډون كړي وو.
په غونډه كي د ارواښاد د ښخولو ځاى
دكندهار پوهنتون په سيمه كي د علامه رشاد
بابا (رح) مزار وټاكل سو. دا پرېكړه وسوه
كله چي راتلونكې اونۍ كي نوموړې جنازه
كندهار ته راورسيږي د هغه د بدرگې له پاره
دي ټول رسمي او غير رسمى امكانات په كار
واچوي.
ځكه د هغه دروند شخصيت سره ښايي چي په
ډيرودرنو مراسموسره يې دجنازې مراسم ترسره
شي او بايد په دې اړه هيڅوك او هيڅ
مرجع خپله مرسته ونه سپموي
او د كندهار ولايت ادارى چارواكو هم په دې
اړه خپل چمتوالۍ وښود.
د كندهار دپوهانو هديره چي د علامه رشاد
بابا (رح) د مزار په نامه ياديږي يوه جركه
ګۍ لري چي په دې غونډه كي يې غړو ګډون كړى
و ، د ا پرېكړه سوه چي د ارواښاد نوميالي
جنازه دي په دغه هديره كي خاورو ته وسپارل
سي .
او په دې غونډه كي دا پرېكړه هم وسوه چي
دلوى استاد پوهاند حبيبى او فاضل استاد
بېنوا مړي دي هم دې هديرى ته را انتقال سي
.
له بېنوا ټكى كام څخه
په مننې |