|
په لندن كې د
ارواښادکانديداکاډميسين
استاد محمدانورنوميالي په ياد غونډه جوړه شوه
د٢٠٠٦ کال دنومبردمياشتي پر پنځمه نېټه په
بريتانيا کې داوسيدونکوافغانانودټولنې په نوښت دخداى بخښلي کانديداکادميسين استاد
محمدانورنوميالي
دپښتوژبي متفکرليکوال،څېړونکي اوشاعر په ياديوه
ادبي او فرهنګي غونډه جوړه شوه.
په
دې غونډه کې د ارواښاد استاد نوميالي دکورنۍ
د غړو په ګډون په لندن کې ميشتو
ليکوالانو،
شاعرانو، اديبانو ، فرهنګيانو، د ادب مينه والو په
تيره بيا دارواښاد استاد نوميالي مينه والو او
دوستانو برخه اخيستې وه. غونډه د مازيګر پر څلورو
بجو د لويديځ اکټون د ټولنيز مرکز په تالار
کې پيل شوه.د غونډې په پيل کې د جاويد حسين
(عنايت) لخوا د قرآن عظيم الشان څو آيتونه تلاوت
شول.
ورپسې د افغانانو د ټولني مشر سيد جان (کارواني) د
غونډې برخه والو ته ښه راغلاست ووايه او ارواښاد
استاد نوميالي ته يې د عقيدت پيرزوينې وړاندې کړې
او د ارواښاد استاد نوميالي کورنۍ ته يې د صبر او
زغم غوښتنه وکړه
.ورپسې دټولنې مرستيال سليم تايب له خوا
دمرحوم نوميالي لنډژوندليک چې د دوستانو،کورنۍ
اونوروسرچينو څخه راټول شوى و ولوستل شو.
پوهاند
مجاوراحمدزياردارواښاد استادنوميالي پرشخصيت
اودهغه داثاروپه ډله کې دپښتنودټولنيزتاريخ
مبادي پراثر اوږد بحث اوتبصره وکړه اوهغه يې دپښتو
ژبي لپاره مهم اثروباله ښاغلي زيارزياته کړه چې
محترم استاد نوميالي نه يوازې پښتوادبياتوته
وده ورکړې ده بلکې هغه دنوروژبوڅخه دترجمې
لوړاستعداد درلود اودى يې ددې عصرددرنوليکوالوڅخه
وباله.
شهوارسنګروال
په خپل وار دهغه پرادبي اوعلمي شخصيت رڼاواچوله
اودده دژوندانه په هکله يې ژور معلومات
ورکړل.عبيدلله محک په خورا مينه استاد وستايه او
دهغه داثاروپه ډله کې دالف ليله (زراويوه شپه) اثر
چې په پښتو ژبه يې ژباړلى دى اوږده
تبصره وکړه اودده دشخصيت اوتواضع ستاينه يې وکړه. افضل
ټکورچې زيات وخت يې له استادسره په ناستواوولاړو
کې تيرکړى دى ژوندۍ خاطرې واورولې اوويې ويل چې
هغه تل دليکنې سره حتى دژوندترپايه مينه درلوده،
استاد ډيرښکلى خط درلود اوزياته برخه کتابونه يې
په خپل قلم په ستندرد ډول ليکلي دي اودهغه پرادبي
اوعلمي شخصيت اودهغه پرځانګړتياويې پوره
ويناوکړه.حبيب الله جانبدارهم دده دشخصيت په هکله
ويناوکړه اودده ضايعه يې دټولنې ضايعه وبلله، تازه
خان ويال دده علمي اوادبي شخصيت ته اشاره وکړه
اودځينوشخصي خاطرويادونه يي وکړه.اصل ميرپتنگ هم
دده علمي شخصيت وستايه اوهيله يې څرګنده کړه چې
راتلونکي نسلونه دداسې نوميالي ځاى ډک
کړي.فدامحمدنظري
ورسره
دخپل ژوند خاطرې وويلې اودده کورنۍ اودوستانوته يې
زغم اوصبرو غوښت. انجنيرحسين عنايت دټولنې فرهنګي
مسئول دهغه شخصيت وستايه اودده روح ته يې يو ښکلى
شعرډالى کړ.غلام محمد کامه وال هم دده داثاروپه
ځانګړي توګه دالف ليله دپښتوترجمې ډيره ستاينه
وکړه اوددې اثرپه هکله يې دخپل ژوندډيرې مهمي
خاطرې وويلې. اوبيا
عبدالناصرريشادده زوم دهغوۍ دکورنى په استازيتوب
ويناوکړه ،دټولنې اوگډونکوونکو څخه يې مننه وکړه. ټولوګډونکوداستاد
هڅې، هاند او نه هېرېدونکي خدمتونه وستايل او د
استاد مړينه يې د افغان ولس لپاره يوه ستره ضايعه
وبلله او ټول په دې باور دي چې د استاد
ټولنيز ژوند او فرهنګي کارونه د اوسني او راتلونکي
نسل لپاره د مشال حيثيت لري. ټولو
وينا والو د افغانانو له ټولنې څخه د دې غونډې او
د داسې نورو غونډو د ترتيب او تنظيم له امله مننه
وکړه.په
پاى کې سليم تايب غونډه ډيره درنده
اوباارزښته وبلله او دگډون کوونکودصبراوحوصلې څخه
يې مننه وکړه. غونډه کابوڅلورساعته اوږده شوه او
دسيدجان کارواني په دعا پاى ته ورسېده.
په درناوي

|