اړيـــــــــكې

 

د تل افغان لومړۍ پاڼه

 

لـــومــړۍ پــاڼه

 
 

تل افغان          
۱۷  /  ۱۰  ۲۰۰۶

د ارواښاد  استاد محمد انور نوميالي د جنازې د لمانځه او تدفين له مراسمو وروسته د كندهار پوهنتون په سالون كې يادغونډه وشوه

 په دغه غونډه كې چې د استاد په ياد  د كندهار  پوهنتون په سالون كې  جوړه شوه ،لومړى د  قرآنكريم    څو مبارك  آيتونه   تلاوت  شول  ،





 بيا  د كندهار  د  اطلاعاتو ، فرهنگ او ځوانانو   رئيس  ښاغلي  عبدالمجيد بابي  د غونډې د پرانيستونكې وينا په ترځ كې   د  ارواښاد نوميالي  د شخصيت په باب څرگندونې وكړې ،

 ورپسې د ښاغلي  فرهنگي  ډاكتر طارق رشاد لخوا د ارواښاد استاد نوميالي   ژوند ليك ولوستل شو ،

د استاد  د مړينې  له كبله د  افغانستان ولسمشر  ښاغلي  حامد كرزي  د خواشينۍ پيغام   د كندهار د ولايت   مرستيال    ښاغلي ډاكتر همايون ولوست  .







ورپسې  په ترتيب  د  كندهار  د فرهنگ او ځوانانو   رياست ، د كندهار  پوهنتون  ،  د افغانستان د علومو داكاډمې د ښاغلي  عبدالهادي  هاند لخوا  ، د كندهار  د  پوهنې  د رياست  د  كندهار دپوهنې د رئيس  او د  استاد شاگرد ښاغلي  حيات الله رفيقي  لخوا او همدارنگه د خواخوږې ټولنې د خواشينۍ پيغامونه ولوستل شول .

وروسته  د  ارواښاد  د كورنۍ  د غړو په استازيتوب  ښاغلي  ډاكتر  شېرحسن حسن  له ټولو  هغو دوستانو څخه چې  د جنازې په لېږد ، د تدفين  او په  دغه تعزيتي مراسمو كې يې  زحمت گاللى دى  ، د زړه  له كومي مننه  څرگنده كړه  او د مراسمو  له ټولو گډونوالو او چارواكو  څخه يې د كندهار  د نورو پوهانو   لكه  د ارواښاد علامه حبيبي او ارواښاد  استاد بېنوا   د هډونو د لېږدونې په نېكه چاره  كې  د برخې اخيستو   هيله  څرگنده كړه  ، چې  په دغسې مناسب ځاى كې  د آرام سخت انتظار باسي  .

          دغه  مراسم  د  يوې دعائيې په لوستو  د ماښام په  څلورو بجو  پاى ته ورسېدل .

          په كندهار كې د فاتحې مراسم  سبا ورځ  ( د اكتوبر په ۱۸  نيټه ) ترسره كيږي  ، په  نورو ځايو كې   د فاتحې دمراسمو خبرتيا به وروسته خپره شي .

د استاد اروا دې ښاده وي .

يادونه:

په  هېواد كې دننه  د ارواښاد استاد نوميالي د لېږد  او خاورو ته سپارنې د مراسمو  بشپړ انځور غونډ  د دې  كرښې په كښېكاږو ليدلاى شئ .

 

 
 

All rights reserved .
 
Powered by:
Talafghan [dot] com  2006.