اړيـــــــــكې

 

د تل افغان لومړۍ پاڼه

 

لـــومــړۍ پــاڼه

 
 


په ډنمارک کې د ارواښاد استاد م . ا . نوميـــالي
د څلويښتمې په نامه علمي غونډه  جوړه شوې وه

  د روان زېږديز کال د نوامبر د مياشتې د ۲۶ نېټې د مازيګر په پينځو بجو د ډنمارک د هېواد د پلازمېنې کوپنهاګن د ښار د ګللسکس د سيمې په يوه تالار کې يو شمېر افغانانو په خپل ګډون سره د ارواښاد استاد محمد انور نوميالي د وفات د څلوېښتمې ورځې د ترسره کولو تر نامه يوه علمي او د خبرو اترو مسلکي غونډه جوړه کړې وه .زموږ خبريال خبر راکوي چې   غونډه د ښاغلي ډاکټر محمد آصف لخوا د قران شريف د څو مبارکو آيتونو په لوستلو  پيل شوه  . تر هغې وروسته په ډنمارک د افغانستان د فرهنګ د ټولنې مرستيال ددغې ټولنې او نورو افغاني نهادونو په استازيتوب راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه  او ددغه علمي غونډې د بري هيله يې وکړه . ورپسې ژورناليست ښاغلي صفر خواريکښ د استاد نوميالي د افکارو او آثارو په اړه خپله علمي مقاله ولوسته ،تر هغه وروسته په ډنمارک کې د افغانانو د سرتاسري شورا ريس ښاغلي نصير سهام خپله مقاله حاضرينو ته واوروله . زموږ خبريال خبر راکوي چې د مقالو د وړاندې کولو په لړ کې ليکوال ښاغلي زمري محقق هم خپله مقاله ولوستله ، تر هغه وروسته د ارواښاد نوميالي د ستر علمي شخصيت په اړوند په اروپا کې د افغانانو د کلتوري ټولنو د ګډې جرګه ګۍ او له کابل څخه د سلام د علمي او فرهنګي ټولنې د مشر ښاغلي محد آجان باوري پيغامونه غونډې ته واورول شول .ورپسې ښاغلي عبدالواحد سادات خپله څېړنيزه مقاله وړاندې کړه .بيا وار ورسيد ليکوال او ژورناليست ښاغلي يوسف هېواددوست ته چې  خپله مقاله يې ولوستله او د خپلواکۍ ځانګړې خپرونه يې چې د ارواښاد نوميالي کار او ژوند ته وقف شوې وه  ، پر حاضرينو وويشله .خبر دا هم زياتوي چې د يوې لنډې تفريح څخه وروسته ښاغلو عبدالله  احسان ، شاعر صديق ننګ او تکړه سند بول استاد عبدالرحمن رحماني يو په بل پسې د استاد نوميالي پر سترو کارنامو خبرې وکړې او خپل پيغامونه يې ولوستل .په دې ترڅ کې ښاغلي ډاکټر نواب دکانديد اکاډميسين  ښاغلي استاد محمد اعظم سيستاني پيغام هم ولوست .دغې غونډې ته د بلجيم ، هالنډ او يو شمېر نورو اروپايي هېوادو څخه  يو شمېر استازي هم راغلي وو .غوڼده د هغه فلم په ښکاره کولو سره لا د پاملرنې وړ شوه چې د استاد رحماني لخوا برابره  شوې وه ،  په دغه فلم کې د ارواښاد نوميالي د ځينو مجالسو خاطرات خوندي شوي دي . غونډه د تلياد ستر افغاني فرهنګي شخصيت ارواښاد استاد محمد انور نوميالي روح ته د دعا او له خدايه هغه ته د جنتونو د وربښلو په هيله پاي ته ورسېده .













 

 
 

All rights reserved .
 
Powered by:
Talafghan [dot] com  2006.