|

د ارواښاد استاد نوميالي د تدفين له
مراسمو وروسته د كندهار پوهنتون په يوه
سالون كې جوړې شوې ياد غونډې ته دښاغلي عبدالمجيد
بابي
د وينا متن
د
هیواد د وتلی او منلی لیکوال کاندید
اکاډمیسین ارواښاد محمد انور نومیالی
نومیالیو دوستانو، د ارواښاد د ښخیدو
مراسموته د روښانه ذهنونو اوژورو ځواکونو
له برکته د فرهنګ د ډګر غښتلو لوبغاړو ،
پتمنو فرهنګیانو ، د ادب او فرهنک پالونکو
درنو وروڼو اوحاضرینو!
السلام علیکم ورحمةالله وبرکاته
تر هر څه د مخه د ارواښاد نومیالی د مړینی
له ګرومه په خواشینی زړه د هغه چا هغه
پتمنې ستړ یاوې ستایم چی خپل همدا نوموتی
نومیالی ئی په خپلو اوږو بیرته د نومیالیو
تر هیواده او بیا په هیواد کی تر همدې
خپلی هدیری او ابايی حجري پوری راورساوه.
لدی امله د دوی د زیار د ستاینی تر څنګ د
مننی ، او کور ودانی سره یوځای د ډیری
تودی ستړی مه سې مراتب وړاندی کوم .
داچی د ارواښاد جنازه د یوی ډیری لیری
لویی وچی څخه تر هیواد او بیا کندهاره
رارسول سویده دا د افغانی او پښتنی عام
دود په بنسټ و . د ارواښاد نومیالی او د
ده د دوستانو او مینه والو نیکمرغی ده .
چی دغه نیکمرغی د دوی غوندی د سل ګونو
میړنیانو له ډلی څخه و چا وچا په برخه
کیږی . په هیواد کی د وروستیو درو لسیزو
په بهیر کی د تقدیر د حکمونو او دلته د
ټولنیزو نا خوالو په څپو کی زموږ ډیر
میړنی او عامی افغانی بیلابیلی ډلی د
هیواد د مهربانی غیږی څخه مجبورأ ووتی.
دکډوالتوب ستونزوته یی اوږی ورکړی او ډیرو
هم هلته په کډوالتوب کی له نړی سره د کور
کهول او دوستانو څخه په بیلتون کی ساوی
ورکړی او هم هلته په پردوکی د لنډ او یا
تل لپاره پاته سوی او هیواد ته د راتلو او
یا رارسیدو ورونه یی لا تر اوسه په
وړاندی تړلی پاته دی. د ارواښاد نومیالی
مړینه که هم همدا ډول درد ناکه وه خو بیا
یی هم دا نومیالیتوب وکړ چی هم شکر دوستان
ورسره پر څنګ وه او هم شکر د همدغو
دوستانو په همتناکو مټو تر خپلی آبایی
مینی راورسول سو. او د آ بایی مېنې د
دوستانو او مینه والو په وړاندی خاوروته
په درنښت سره وسپارل سو. دا که دیوی خوا د
نومیالی میړانه وه دبلی خوا د هیواد د
سپیڅلی ورشو پیرزوینه هم وه چی د خپلی
خوږی وږمی سره یی یوځای ارواښاد ته په
مړینه غیږه پرانسته او هغه ته یی د
سلامونو سره یو ځای ښه راغلاست او هر کلی
ووایه.
ارواښاد نومیالی خو ددی حقداره و چی اولس
د دوی د لوړ استعداد اوغښتلی پوهنیزی
وړتیا له مخی پخپل هیواد کی د ژوندانه تر
وروستیو ګړیو پاللی وای . دهغوی یی درنښت
کړی وای . او د دوی د علمی درنښت څخه یی
هرګړی ژوره ګټه پورته كړی وای خو داچی د
تاریخی سیر څپو دا هر څه دړی وړی کړه . نه
یوازی نومیالی بلکی ډیر نومیالی یی له
خپلو لیری کډوال کړه. هغه حق چی اولس په
نومیالی درلود نومیالی په مړینه هغه ادأ
کړ او دادی د اولس ، په کډ کور کی یی خپله
ځان راحاضر کړ. اولس ، او د اولس ځوانانو
او ځلمیانو ته اوس هم ناوخته ندی وړ ده چی
د دی لویی بریا څخه ګټه پورته سی او ددغه
فرهنګی سپیځلی وجود ډوری ته د درناوی
دلرلو تر څنګ د هغوی لاره هم خپله سی. که
د هغوی فر هنګی لاره و پا لل سی ، د هغوی
د نثر او نظم په بڼ کی په مینه ګښت ووهل
سی اوهم د دوی ژباړی د ځانګړى دود د دي
سیمی د فرهنگی بهیر لړی مو ددغه ډول
ددلاسه ورکړه سوو کړیو د تل تر تله نیستی
له ګرومه څخه خوندی کړی وی.
څو بیا د لوی خدای په مرسته او ددغه لوی
ذات د بی شانه پیرزوینی له مخی هغه څه چی
مو پدی برخه کی پرون درلوده نن او سبا یی
بیا هم څه نا څه ولرو او دغه د نیکمرغی
سیوری تر نورو سباو پوری ورسوو.
داچی په څو تیرو کلونو کی مو په پرله پسی
توګه د پښتنی فرهنګ له آسمانه یو شمیر
روښانه او فیض رسانه ستوری د لاسه ورکړیدی
نن دادی د همدی لړی یوه بله
نومیالی کړی خاوروته وسپارلی سو. چی فرهنګ
مړ وجود به یی د فرهنګ هدیری د بنسټګر
علامه رشاد بابا تر څنک د فرهنگیانو د
یادښت او ددوی د نومونو د تازه کیدو او
ځلیدو يو تلپاتی ټاټوبی وی .
پدی تلپاتی ټاټوبی کی د هغوی د پاره
آرامتیا او د ډوری د پاسه یی په هغو
ځایونو کی چی څښتن یی روح ته غوره کړی دی
خوښی او سوکالی غواړو.
دوستانو ته یی د جمیل صبر او زغم غوښتنه
کوم ، ځان او ټولو فرهنګیانو ته ددغه
فرهنګی نومیالی د جسمی بیلتون له امله د
خواشینی څرګندونه او ګروم شریکونه وړاندی
کوم .
د ارواښاد نومیالی د دوستانو او کورنی د
غړو د هغه اتلولی څخه د زیږنده همت له
امله چی له مخی یی دوی د ارواښاد نومیالی
جنازه تر خپل کور او خپل ګوره پوری
راورسول خوښی څرګندوم او مننه ځینی کوم .
دوۍ دا لویه مهربانی هم د ځان ، هم د
ارواښاد نومیالی او هم د کندهار ټولو
پښتنو او له یوه مخه د افغانانو سره کړیده
د دوی یی کور ودان ، و کندهار ته ددغسی
همت سره یو ځای دراتګ له امله دوی او
ټولو هغو ښاغلو ته چی د ارواښاد د جنازی
ملتیایی کړیده ستړی مه سی وایم .
د
نومیالی حق ډیر اوچت و . موږ د ډیرڅه
ویلاړ درلود چی باید سوی وای پریکړه هم
ورباندی سوی وه خو د دوۍ د کورنۍ د درنو
غړو د ټینګار له مخی د نومیالی چی څه
ډول خوښه وه همهغسی وسوه . او همهغسی د
فرهنگیانو د فر هنگ د مینه والو د پوهنی د
منسوبینو او اداری مسَولینو په وړاندی
خاوروته وسپارل سو.
لوی څښتن دی د دوۍ لاره او نوم تلپاتی
ولری .
روح دی ښاده وی .
آمین
|