|

د ارواښاد استاد نوميالي د تدفين له
مراسمو وروسته د كندهار پوهنتون په يوه
سالون كې جوړې شوې ياد غونډې ته د ارواښاد
د كورنۍ په استازيتوب دښاغلي
ډاكتر شېرحسن حسن دوينا متن
د لوى خداى په سپېڅلي نامه
درنو ورونو او عزيزانو!
زما دا دوهمه پلا ده چې كندهار ته راځم.
تېره پلا وار دواره د علامه رشاد بابا
زيارت ته ودرېدم او دا پلا مې د هغه د
علمي _ فرهنگي بانډار انډيوال ارواښاد
استاد نوميالى د ده تر څنگه راورساوه.
تېره پلا خو بخت ياري راسره وكړه د جهاني
صاحب په ليدو مې هم سترگې خوږې شوې، د هغه
مشاعره مې هم وليده او د خرقې شريفې،
احمدشاه بابا، ميرويس نيكه
زيارتونه او مبارك تاريخي ځايونه مې وكتل،
عكسونه مې هم واخستل، ويل مې بيا به يې بل
ځاى خلكو ته د افغانستان د تاريخي وياړونو
د نمونې په ډول ور وښايم. په دې لړ كې د
احمد شاه بابا زيارت ته ولاړ وم او د
كندهار په باب مې د ځان سره فكر كاوه.
كندهار _ دغه د لوى احمد شاه د سترې
امپراتورۍ تاريخي پايتخت مې په نړۍ كې د
ده د همزولو او سيالو ښارونو سره پرتله
كاوه
.
په دې مقايسه كې چې مې دكندهار تاريخي
عظمت او د ده اوسني بېچاره حالت ته وكتل
نو ومې ويل چې يره كندهاره ته خو په سيمه
كې د افغانستان د تاريخي عظمت يوه
وياړمنه نمونه يې، خو هغوى چې يا د جهالت
او يا د كبر او غرور له شامته ستا د
تاريخي وياړونو په قدر نه پوهېږي او په
ذليل نظر درته گوري نو ته خو به هم په زړه
كې ورته وايې چې:
ټيټ مې مه بوله غورځنگ راباندې مه كړه
زه په دې افتاده گۍ كې لوى گړنگ يم
خو كندهار راته ويل چې يره څه به وكړو،
اوس خو داسې راباندې راغلې ده چې د زمانې
ډېرو څپېړو وهلى يم، اوس خو زه هم بوډا
يم، خپل بچي مې هم چندان په خوله نه كوي ،
پردي خو لا څه كوې! خو يره كه دې دلاسه
وشول نو يارانو ته دې هم ووايه او
نړيوالو ته هم زما دا ناره ورورسوه چې كه
ماته راتلئ او يا پر ما تېرېدئ نو هيله
درڅخه كوم چې:
په پخوانو سترگو مې گورئ
اوس مې جامې د ملنگۍ اغوستې دينه
زما عزيزانو! کندهار که له يوې خوا د خپل
غيرتمن بچي ميرويس نيکه په کارنامو وياړمن
دی او هم د افغانستان د بنسټ ايښوونکي
لوی احمد شاه بابا د زوکړې ځای او د هغه د
سترې شاهنشاهۍ د پايتخت تاريخي وياړ لري؛
خو له بلې خوا زموږ د هېواد دا وياړلې
سيمه ـ کندهار د علم او ادب په برخه کې د
علامه محمود طرزي، علامه عبدالحى حبيبي،
علامه عبدالشكور رشاد، استاد عبدالرؤف
بېنوا، استاد ابراهيم عطايې ، استاد محمد
انور نوميالى او نورو په شان د داسې
وياړمنو ستانو د زوکړې او روزنې کور دی ،
چې علم او ادب ئې د مکتب ، فاکولتې او يا
پوهنتون په درسخانو او لکچر خانو کې نه ،
بلکې زده کړې ئې له جومات او مدرسې څخه
پېل شوي او د خپل تفکر په قوت داسې لوړو
علمي مدارجو ته رسېدلي دي چې زموږ د هېواد
او د سيمې د هېوادونو ټول علمي - اکاډميک
او ادبي - فرهنګي چاپېريال ئې په
پېژندنه وياړي.
باور لرم چې کندهار د خپلو دغو بچيانو د
کارنامو په برکت زموږ د هېواد د يو لوی
علمي ـ فرهنګي مرکز وياړ تر لاسه کړی دی .
دادی اوس مو د پوهانو او اديبانو د دغه
سلسلې له وروستي استازي ارواښاد استاد
محمدانور نوميالي سره خدای په اماني وکړه
او د مورنۍ خاورې غېږې ته مو وسپاره.
هوکې! د علامه رشاد بابا ملګری او د هغه
د علمي
–
ادبي بانډارونو قلندر انډيوال محمد انور
نوميالی د پرديسۍ د ستومانه ژوندانه د
ځورونکو ستړياو په پای کې د ابدي ارام د
پاره دادی کندهار ته راورسېد او په دغه
وياړلې خاوره کې د رشاد بابا همسايه شو.
دوئ دواړو ته دې دغه نوې همسايګي او نوې
انډيوالي مبارک وي. هيله لرم د هېواد رسمي
او غير رسمي مقامات په ځانګړي ډول د
کندهار د حوزې فرهنګيان او فرهنګپال له
علامه محمود طرزي څخه نيولې بيا تر استاد
بېنوا پورې د خپلو پوهانو او اديبانو
پرديس هډونه هېر نه کړي او هېواد ته د
هغوى په را انتقال کې ټول سرکاري او غير
دولتي امکانات په کار واچوي. ډاډ لرم چې
د علامه رشاد بابا مزار به د دې سيمې د
نومياليو ستانو او وياړمنو هډونو د
راټولښت ګډ کور شي.
عزيزانو ! زه د ارواښاد استاد نوميالي د
مړينې غم د يوې کورنۍ، د يوه قوم يا د يوه
ولايت غم نه بولم. د هېواد په داخل او
خارج كې د افغانستان په ټولو سيمو، ژبو
او قومونو پورې اړوندو ورونو او دوستانو
دغه غم خپل غم گڼلى، زموږ سره يې ويشلی او
موږ يې کم غمه کړي يو؛ ځكه نو زه وايم
له چا څخه به مننه وكړم ، ټول سره ورونه
يو او ورور به له ورور څخه څه مننه وكړي.
خو زه د ارواښاد استاد نوميالي دكورنۍ په
استازيتوب له ټولو هغو دوستانو څخه چې
زموږ سره يې غمشريكي ښودلې ده، له ډنماركه
تر كابله او له كابل څخه بيا تر كندهاره
پورې يې د ده د جنازې په را انتقال كې
زموږ سره اوږه په اوږه مرسته كړې ده د
زړه له كومي مننه كوم. د هېواد په داخل او
خارج كې له ټولو دوستانو، علمي _ فرهنگي
ټولنو او ځانگړو شخصيتونو، د افغانستان د
علومو اكاډمۍ منسوبينو او په كابل كې د
استاد نوميالي د علمي _ فرهنگي اړيكو
دوستانو: محترم استاد زلمي هېوادمل، د
اطلاعاتو، فرهنگ او ځوانانو د وزارت معين
محترم نبي فراهي، د شمشاد تلويزون رئيس
محترم واحد نظري، د علومو اكاډمۍ رئيس
محترم عبدالباري راشد، د علومو اكاډمۍ
غړو غيرتمنې او عزتمنې خور ثريا پوپل،
محترم عبدالهادي هاند، محترم حفيظ الله
حداد، د سيمه ئزو څېړنو د انستيتوت رئيس
محترم عبدالغفور لېوال ،محترم ډاكتر
عبدالله فهيم، د معالجوي طب رئيس محترم
ډاكتر جلالي، د وزير اكبرخان روغتون رئيس
محترم ډاكتر عبدالله سلام، او په كندهار
كې د علم ، ادب او فرهنگ له ډاډمنو،
هڅاندو اوتپاندو خادمانو غيرتي ورونو: د
كندهار ولايت مرستيال محترم ډاكتر غلام
جيلاني همايون، د كندهار د اطلاعاتو،
فرهنگ او ځوانانو رئيس محترم عبدالمجيد
بابي، د كندهار د ښوونې او روزنې رئيس
محترم حيات الله رفيقي، نومياليو
فرهنگيانو محترمو ورونو ډاكتر طارق رشاد
، انجنير شيرشا رشاد، عبدالمالك همت،
ډاكتر عبدالرزاق پالوال، فضل محمد پنهان،
عبدالقديم پتيال، عبدالاحمد محمديار، سيد
احمد قانع، مختار احمد انتقام او نورو
ورونو څخه چې د ارواښاد نوميالي صاحب د
وفات له اولو شېبو څخه يې په قدر او عزت
مورنۍ خاورې ته د هغه د جنازې د راانتقال
او تدفين په چارو كې زما سره د هر ډول
همكارۍ تياري ښودلې ده او زموږ سره يې په
ټول اخلاص او اوږه په اوږه دغه چارې
دادى پاى ته ورسولې ، د زړه له كومي مننه
كوم. لوى خداى دې زموږ د هېواد دغه
نيازمن بچيان له نوره غمه وساتي. استاد
نوميالى د مستغني، قانع، ملنگ او قلندري
فطرت خاوند ؤ. دى د بشري علومو، اسلامي
علومو، ټولنپوهنې، تاريخ او توكمپېژندنې
د لارې زياركښ،متين، هڅاند او خوځنده
څېړونكى او ليكوال ؤ. لوى خداى دې په دې
لار كې د ده ټول گاللي كړاونه، زحمتومه او
مشكلات په عبادت كې حساب كړي او زموږ ملنگ
او قلندر نوميالى دې راوبښي. لوى خداى دې
پر دې خاوره تل د نور او رحمت باران و
اوروي او دا خاوره دې د جنت په شان ښكلې
كړي.
لوى خداى دې زموږ د هېواد روانه غميزه پاى
ته ورسوي او د هېواد نوى نسل دې په خپل
رحمت ونازوي.
امين يا رب العالمين
|