اړيـــــــــكې

 

د تل افغان لومړۍ پاڼه

 

لـــومــړۍ پــاڼه

 
 

 

 
 

عبدالاحمد محمد یار

عبدالاحمدمحمديار                    

 

د تورتم له ذهنه راوتلې وړانګه

 

موږ بيا پس له مرګه د يو چا پر ارزښت ږغېږو او د يوه نوميالي، ليكوال پر ارزښت ږغېږو او غواړو چي هغه د يوه مفكر، نوښتګر اوچت ليكوال، ځيرك او ژور څېړونكي په توګه زبات كړو، هغه چي د زمان د جبر او د مكان د تورتم له شامته له رسمي او سيستماتيكو زدكړو څخه بې برخي و، خو د خپل فضلي او غيبي استعداد په مټ تر داسي علمي كچي ورسېد چي د افغانستان په اكاډميكو كړيو كي يې د سرحلقې حيثيت خپل كړ او دايې منل شوى حق شو چي د افغانستان د علومو اكاډمۍ له خوا ورته د كانديد اكاډمېسن علمي رتبه وركړه شوه. هغه مهال چي دغه نوميالي د هستۍ ډګر ته راووت نو د دهغه كورنۍ او ټولنيز چاپيريال د تنګ نظرۍ او تعصب تورتم لاندي كړى و، هغه طبيعي مسير چي دى ورباندي په ډاډه زړه خپلي علمي مقام ته رسېدلى واى له خورا زيات خنډ و خاره ډك و، خو محمد انور هسي په نامه نوميالى نه و چي به تر دغو خنډونو اوښتلى نه شواى، ده د زمان د تور ذهنيت له هري بلا سره ډغري ووهلې، هغه يې ووژله او د پوهي پراخ افق يې فتح كړ، او د فطرت د يوه بريالي او نوميالي شاګرد وياړ يې وګاټه. ده د اوسني ليكوال په درېيم ټوك كي خپله دغه كيسه و فاضل استاد ارواښاد عبدالروف بېنوا ته داسي كړې ده: (( زما پلار كه څه هم داسي ملا نه شو چي هوسا ډوډۍ وررسيږي او د زكاتو سرې غلې په كور كي واړوي اما د ملا په نامه يې شهرت پيدا كئ، ده د خپلي ملايۍ ارزو په دې اليشه كړه چي بايد زما زامن ملايان سي، زه د ده لومړى پائېدلى زوى وم نو كه څه هم زما مرام مړام او محبوب طبيعت د ده چنداني خوښ نه و او د توند او لچر مزاج سره يې مينه وه خو بيا يې هم د خپلي ارزو په ترسره كولو كي ماته ډېره برخه را ايستلې وه، په زور، رضا، په خوشامند او په هره وسيله يې كوښښ كاوه چي په ما كي د ملايۍ ذوق وروزي. رښتيا هم د كندهار په ملاخېزه او ملانوازه مځكه كي دا نا معقول كار ډېر معقول سړي ته ايسي او يوازي له دې لاري څخه د خواري طبقې يو سړى  د ابادي طبقې په اجتماعي امتيازاتو كي سهيم كېداى سي، سبق يې راشروع كى، استادان يې راسره مقرر كړه او د ده په لاس چي د امانت كارۍ په وجه د بل په روپو كي خلاص وو، نو د نورو خلكو ډېري روپۍ يې په دې تالار كي بېځايه ولګولې، ده به اكثر ويل: ارمان به نه كوم چي زوى مي په ماجت كي وساړه ټوك ته ناست وي او پنځه شپږ څو نور طالبان پر راڅرخېدلي وي دى سبق ورته وايي. په هر كال كي چي به يو پلا مكتب ته د هلكانو د كشولو هيښمه تېرېده نو دا به زما پر پلار ډېره سخته تمامېده، خو زموږ د ناحيې سمتي مامور چي سور پنډ سړى و، زما پلار نهايتي ځني بېرېده او زه هم چي د ده مطلقيت را په يادوم چي په خورا زبردستي به يې خپل دا كوله او د بل دا به يې نه اورېدله نو تر اوسه له سركاري خلكو څخه بېرېږم او تراه مي ځني كيږي، دې مامور به د خورا ډېرو پيسو په مقابل كي هره بلا زما د پلار سره مرسته كوله چي ما له مكتبه خلاص كړي. زما د ملايي له زمختو سبقانو چنداني نه وه جوړه، نو مي په ظاهره ويله او په اصلي كي مي تر سر تېروله، خو په عوض كي مي خط كښى او يا مي په نور ولاسي مشاغلو سات تېراوه، كه څه هم د خط پر كښلو به د پلار د توند طبيعت فشارو تهديدولم اما زما چي د ذوق موضوع وه نو ځني منعه كولاى يې نه شوم. له دې جملې څخه لوى او كوچني حوادث يې وبولئ، چي زما د ذهن حركت يې و يوه سمت ته اداره كاوه. پلار په نس ښه ساتلو اما په كالو يې ښه نه پوټولو او د دغي تربيې اثر يې وبولئ چي اوس هم هر كله زما د نس سويه تر كالو لوړه وي. د پلار ځيني ايله خر څۍ چي ما ليدلې، نو د ده په مقابل كي يې زما اعتراضات راوپاڅول، مجادله يې ورسره قايمه كړه او ورو_ورو د ده له قهره او غضبه زما بېره كمېده، څو چي په دې سلسله كي مي داسي   استقلال ځني واخيستئ چي ډوډۍ مي د ده خوړله ليكن لار مي د ده نه پاللـه، ده هم د خپلو تهديدانو هداياتو او نصايحو په عوض كي يوازي پر دې كفايت وكئ چي ( بې لاري ) مي وبولي. زما چي خودسرانه حركت ته پښه خلاصه سوه نو د كور، كوڅې او خپلوانو له خوا هم خولې راپسي خلاصي سولې او ډېري خبري يې راپسي كولې، خو ما چي خپل ژوند د ځان لپاره كاوه نو د دوى په خبرو پسي مي سر نه ګرځاوه او نه مي د دوى تمناوي په ځان كي تطبيقولې بلكي پر خپل سر مي زور وو. او د خپلي ارادې خپله لار مي پاللـه . كله مي خطاطي كوله، كله مي په شوقيانه ډول يوناني په طبابت ګوتي وهلې، ګاهي مي د تعويذاتو كسب ته ميل وو، ګاهي مي بيا د كېمياګرۍ لاره خوښه وه، كله مي غزلي جوړولې، كله مي نكلونه زده كول، او كله_كله به د حقيقت او خطا په باب كي د تفكر اشتها هم راولاړېدله.  دغه وختي وې چي د يوه ملګري په وسيله زما يوه غزل په (طلوع افغان) كي خپره سوه او سر له هغه وخته څخه نو ما كله_كله غزلي ليكلې او مطبوعاتو ته مي ورلېږلې، ليكن دشعر ويل چي مي طبيعي نه وه نو ما هم ژر د نثر خوا ته توجه وكړه او اوس نو تقريباً دوولس كاله كيږي چي د خپل ذوق پر اساس باندي په خودسرانه كورس كي ځان روزمه. هغه وخت چي زما د مطبوعاتو سره علاقه پيدا سوه نو ښه مي په ياديږي چي يو وخت مي اخبار كتئ. د ښار يو لوى ملا چي هلته نژدې ناست وو، وار د واره يې زما هويت وپوښتئ او وروسته يې نو د پېرزويني په ډول راته وويل: ( هلكه! دا مه ګوره، دا ګرده درواغ دي او د سړي عقيده هم خرابوي.) ما چي د پلار دا نه منله نو د ده دا مي چيري منلاى سواى! او په زړه كي مي مخامخ ورته ويل چي: ( ملا اكا د سواد په خوند مه سې خبر، ولا ډوډۍ خو پكښي رېزه كړې.) د مطبوعاتو سره د ارتباط په سلسله كي ډېرو خلكو زماپلار ته زما د بدي ايندي پېشبينۍ وكړې او دى به په دې هم ډېر زهيرېدى، د كندهار د غرضي خلكو چي څونه وس وو، زه يې هم بې تكليفه نه يم پرې ايښئ. او د اد مطبوعاتو آشفايي ( كه څه هم دمادي ګټه خو مي يې نه ده ليدلې بلكي لا ډېر پكښي زهير سوى يم) ډېر قيمتي راته تمامه سوې ده. د مطبوعاتي ارتباط د پاللو د پاره لومړى ما د ژبي په تقويه كولو لاس پوري كئ، خو په مټي د پنځو كالو په موده كي لا پوره موفق نسوم چي د عربي لغاتو هغه غلط لفظونه تصحيح كړم چي د محلي ملايانو له خوا مي پر ژبه كښېنستلي وه، اوس مي عربي هېره كړېده او آرزو لرم چي زما او زما انډيوالان د دنيا مترقي ژبي، مترقي فلسفې، مترقي ادبيات او مترقي اجتماعيات په اصولي ډول زده سي. دا وې له هغه جملې څخه يو څو خبري زما له خوا يې په ما اړه درلوده، خود بل خوا چي په ما اړه لري هغه البته د بل چا كار دى.)) ( ښاغلى نوميالى، عبدالروف بېنوا، اوسنى ليكوال، درېيم ټوك ۱۳۳۳_۱۳۳۵ مخونه، كابل،  ۱۳۳۳_۱۳۳۵ ) دا رښتيا ده هغه څه چي د نورو له خوا په ارواښاد د نوميالي اړه لري خورا ډېر څه دي، چي بايد مېړني قلموال قلمونه واخلي او د ده د ژورو څېړنو پاته برخي بشپړي كړي او د ده شخصيت، فكر، ليكني او ارزښت يې تر څېړني لاندي ونيسي. تاسو وليدل چي استاد نوميالى په څنګه يې د خپل ژوند لار ټاكلې وه، ده خو په رښتيا هم د دنيا پرمختللي ژبي زده كړې، وايي چي د ژبو په زده كړه كي يې هيښوونكى ځواك درلود په ډېر لږ زماني واټن كي به يې ژبه زده كوله چي بيا به يې ليكنه په كولاى شواى. د ختيځ او لوېديځ پرمختللي فلسفې، ادبيات او اجتماعيات يې ولوستل، زده يې كړل، څېړني يې پكښي وكړي او ځان يې پكښي د ځواكمن صلاحيت څښتن زيات كړ او هغه د ارواښاد استاد الفت په خبره چي پلار او ټولني يو درس وركاوه خو زمانې بل. دا خو د وروسته پاتو دوديزو ټولنو خصلت وي چي ويښ، ځيرك، د پرمختللي، هوسا او سرلوړي ژوندانه په راز او رمز پوه د ټولنيز بدلون غوښتونكي، د خرافاتو، تنګ نظرۍ ناوړو دودونو، تور ذهنيت ړانده تعبد، وچي او شړلي ګروهي او مرتجع فكر پر ضد مبارزه كوونكي مجاهدين نه شي زغملاى، د نړۍ په تاريخ كي زرګونه بېلګي شته چي كله په دغسي بېدو ټولنو كي دغسي ويښ انسانان راپيدا شوي نو چي د ټولني له خوا يې څومره وس، رسېدلى هغومره يې وهلي او رټلي دي، تبعيد كړى يې دي، ان وژلي يې دي، خو دغه ويښ انسانان كله هم له خپلي (بېلارۍ) څخه د ټولني لاري ته نه دي وراوښتي، خو چي ټولنه يې كله د فكري تكامل لوړ پړاو ته رسېدلې نو پسله مرګه د خپلو لويو انسانانو په ارزښت يوه نوې او او د درنښت سر يې ورته ټيټ كړى دى. لوى خوشال بابا درې سوه كاله مخكي دا خبره كړې: د خوشال قدر كه اوس پر هيچا نشته پس له مرګه به يې ياد كا ډېر عالم استاد نوميالى هم د داسي يوې ټولني داسي يو انسان و، له بده مرغه چي د ده ټولنه لا اوس هم د هماغه مهال څخه توپير نلري، لا اوس هم دلته د تعصب تورتم خپور دى، لا اوس هم د نورو له عرض څخه څوك په امن نه دي، لا اوس هم هره كوڅه، هر بازار، هره دېره او هره اداره د خرافاتو او ټولنيز فساد په چټليو لړلې ده، ان دغي غميزي تر هغه مهال ډېره دردوونكې بڼه نيولې ده، هغه مهال خو په يوازي د غرضي خلكو خولې خلاصي وې، نن يې لاسونه هم خلاص دي، د هر منطق او هر استدلال جواب د توپك په خوله او د برچې په ژبه وركوي. نن كېداى شي د ارواښاد نوميالي د ژوند فكر او شخصيت هر اړخيز څېړل، د هغه تر مهال نن ډېري زياتي ناوړي پايلي ولري، خو افغان چي ځان ته مېړني او اتل ملت وايي، ښايي د توپك سره تر څنګ د قلم، فكر او ژبي مېړانه هم له ياده ونه باسي، بابېزه يې ونه ګڼي او د يو ويشتمي پېړۍ په غېږ كي لا ډېره غوره دا وگڼي چي د مغز او پوهي په جهاد كي هم د اتلولۍ اسمانونه فتحه كړي. ښايي ارواښاد نوميالى هم د بل هر انسان غوندي د ځينو نيوكو له بريد څخه ونه ژغورل شي چي دا خپله يو علمي اصل دى، خو ښايي چي د ده د اثارو او فكر پر وړاندي احساساتي غبرګون ونه ښودل شي بلكي د علت او معلول د مقولې پر بنسټ يې ژوره ارزونه او شننه وشي.

 

   
       
 

All rights reserved .
 
Powered by:
Talafghan [dot] com  2006.