اړيـــــــــكې

 

د تل افغان لومړۍ پاڼه

 

لـــومــړۍ پــاڼه

 
 

 

 

 
 




د افغانستان د اسلامي جمهوريت
د جمهور رئيس د خواشينۍ  او ډاډ گيرنې  پيغام

 په ډېرې خواشينۍ سره خبر سوم چې  كانديد اكادميسين محمد انور نوميالى له هيواده ليرې د هجرت په محيط كې  له دې  دنيا ستر گې  پټې كړې دي .

 انا لله وانا اليه راجعو ن

ارواښاد محمد انور نوميالى د افغانستان  د علومو اكاډمۍ  مشر  علمي غړى  او نامتو عالم و . ده خپل ژوند ټول د افغانستان   د تاريخ  او فرهنگي مسايلو   څېړلــــــــو ته وقف كړى و  ، څو خارجي ژبې يې زده وې  ، ډېر اثار يې  له نورو ژبو  په پښتو اودري  ژبو ترجمه كړل   او پر خپل  زيار يې    د افغاني فرهنگ په بډاينه كې برخه واخيسته . دده مړينه د هيواد  علمي حلقو لپاره   يوه ضايعه ده . د خپلې خواشينۍ او ډاډگيرنې مراتب  د افغانستان  د  علومو اكاډمۍ ، د مرحوم نوميالي  كورنۍ او دوستانو ته  وړاندې كوم .
 الله تعالى  دې وبخښي  او  كورنۍ ته دې جميل صبرپه نصيب سي .

 آمين يا رب العالمين

حامد كرزى
 د افغانستان د اسلامي جمهوريت  جمهور رئيس

  

   
       
 

All rights reserved .
 
Powered by:
Talafghan [dot] com  2006.