|
دهېواد د يوه نامتو پوه کانديد اکادميسن
نوميالي په وير کي
اه را ووت له ګوګله سترګي سرې شوې
پر
کمبله چي مو بيا د غم نارې شوې
سوې چيغه شوه،مرګي ( نوميالئ ) يووړ
اسماني تندر راپريوت هيلي مړې شوې
با بوزئ
کانديد اکادميسن
سر محقيق
محمد انور نوميالي
نيمګړې دنياګئ پريښوده .
انا الله انا اليه راجعون
ډير زيات
خواشيني يو چي د هېواد ستره پوهنيزه هستي مو له لاسه ولاړه .
خدای بخښلي نوميالي زموږ د هېواد د ګوتو په شمير مخکښو پوهانو په ټولګه کي
ځانګړئ دريځ درلود . د
خپل پيرپه پوهنيزو او څيړنيزو چارو کي يې ستر خدمتونه تر سره کړل . د
لرغونو زمانو په پټو رازونو يې ځواکمني څيړني وکړې ، په اتنو لوژيکي
او اتنو ګرافيکي پلټونوکي يې د لوړو پوړيو تر
بريده برئ وموند ، په ارواپوهنه او ميتولوژيکي
څانګو کي د نوي کهول لپاره د ريښتينو څيړنوسرلارئ
شو او د ژباړي په برخه کي يې د سيمي او نړۍ د نامتو ليکوالو يو شمير
ارزښتمن اثارو
ژباړل او په دې ډول يې افغاني پوهنيزه کښتئ غښتلې
او هغې ته يې ته د پر مختګ توان ورکړ .
کانديد
اکادميسن نوميالي د خپل ژوند زياته برخه د پوهني او څيړني په
لار کي تيره کړيده ، خو هغه مهال چي د افغانستان علومو اکادمئ
غړيتوب يې ومانه
، په پر له پسې توګه يې ديو شمير ټولنيزو علومو په
اړه څيړني او پلټني
تر سره کړيدي چي يو زيات شمير اثار يې د هيواد او سيمي په کچه نامتو شوي هم دي . په تاريخي اثارو کي
د مرحوم نوميالي
د نورو زياتو کتابونو تر څنګ
(( د پښتنو د
ټولنيز تاريخ مبادي )) نومئ کتاب د نوښت سره مل نامتو اثر ګڼل کيږي
. په ارواپوهنه او ميتولوژيکي څيړنو کي يې د نورو زياتو ليکنو
تر څنګ
(( د کوډو سر نوشت د
علمي څيړنو په رڼا کي
)) د هېواد او سيمي په کچه وځلېدئ . د بهرنيو ژبو څخه په ژباړل شويو اثارو کي
يې د (( هند د
لومړي کمونيزم څخه تر مر ئتوب پوري )) کتاب چي د هندي نامتو مورخ
ا. ش . ډانګې په زيار ليکل شوئ وو، زيات شهرت وګټئ .
مر حوم
نوميالئ په ليکنه ، څيړنه او ژباړنه کي د ځانګړي سبک او ليد
لوري خاوند وو . هغه به د هغو ټولنيز خوځښتونو او بدلونو هر اړ
خيزه څيړنه کول چي په هېواد او ګاونډيو سيموکي يې د ميشتو اولسو نو د برخليک
سره تړاو ليدل کېدئ
. تاريخي ليد لور او د څيړني
ډول يې په سيمه کي د احسان طبري او کاسمينسکي په څير د
علت او معلول پر بنسټ
ولاړ وو . په ټولنيزو او اتنو ګرافيکي څيړنو کي يې د امريکايې
لويس مورګان او روسي
بروملې په څير شنني
او پلټني تر سره کولې . او په شفاهي ادب او مرکو کي يې د ستر
خوشال خان خټک په څير د هر ډول بنديز
پرته خپل اند او خيال په ډاګه کوئ .
مر حوم
نوميالئ په خپل
ځانتني ( شخصي ) ژوند کي د
زياتو ځانګړتياو خاوند وو . يو له هغو ځانګړتيا وڅخه د هغه هوډ وو ، د ليکوالو او
څيړونکو په منځ کي يې د کلک عزم خاوند او هوډمن څيړونکي په نوم لوړ دريځ درلود ، د دې
خبري د سپيناوي لپاره د يوې بيلګي په توګه غواړم
دهغه کتاب
يادونه وکړم چي مرحوم نوميالي په خپلو زرينو ګوتو خپل يو
نامتو اثر(( د کوډو سر نوشت د علمي څيړنو په رڼا کي )) په ښکلي پښتو ليک د دې لپاره په خپل لاس وليکئ
چي د هيواد ځوان
او راتلونکي علمي کهول ته يې د ليک بيلګه پاته شي .
خدای بخښلئ
نوميالي د د دې سره _ سره چي د هېواد نامتو پوه او ځواکمن
څيړونکئ وو ، دافغان نوي علمي کهول لپاره ښه
هڅونکئ اولار ښونکئ هم وو . پر نورو يې د خپل
لارښووني احسان نه کاوه ، تملق او غوړه مالي يې نه خوښول ، پر
ملګرتوب او انډيوالئ ټينګ وو ، چل او تير وتنه يې بد ګڼل ،
خپله رښتنئ او سپيڅلئ
وو او د نورو
څخه يې هم د رښتينتوب
او سپېڅلتوب هيله کول . هغه کسان يې نه خوښول چي د زمانې په
تله به يې ژوند کاوه . زه
په پای کي د لوئ څښتن ( ج) څخه د خدای بخښلي نوميالي روح ته د
فردوس جنت غوښتنه کوم او د کورنئ غړو ، شاګرانو او دوستانو او
ټولو هېوادوالو ته د دې ستر غم د زغم غوښتونکئ يم .
امين يا رب العالمين
د سلام فرهنګي ټولني په استازيتوب
پوهنوال
رسول باوري
له سلام ټولنې د
خپرونې څخه په مننې
|