اړيـــــــــكې

 

د تل افغان لومړۍ پاڼه

 

لـــومــړۍ پــاڼه

 
 

 

 

 
 

دپيوستون موسسی د خواخوږۍ پيغام

  په اروپا کښی دافغان څوانانودپيوستون موسيسی د خواخوږۍ پيغام دارواښاد كانديد اكاديمسن محمدانورنوميالي د مړينې له امله 
 
 په ډيرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه کړ چې دهيواد نوميالي ليكوال ، څيړونكي ، ژباړنكي ،دعلومواكاديمۍ غړي كانديد اكاديمسن محمدانورنوميالي هم له دغې نړۍ څخه دابدي سفرپه لور په پرديسی کښی له موږ څخه بيل شو. اناالله وانااليه راجعون.
 خدای بخښلی کانديداکاډميسين محمد انور نوميالی يو سپېڅلی انسان ، يووطنپاله افغان ، يو زړه سوانده او حليم شخصيت وه٠ اود ټول هيواد په کچه يو وتلۍ ليکوال ،شاعر او کره کتونکۍ هم وه . 
 دپيوستون موسيسه په داسې حال كې چې دكانديداكاديمسن نوميالي صاحب مړينه دافغانستان دخلكواوعلمي ټولنو له پاره يووه ستره نه جبرانيدونكې ضايعه بولي ،دهيواد علمي ټولنواودده ارواښادمحترمی كورنۍ  اوټولوافغانانوته ددغې لويې هستئ دمړينې له امله دژورې خواشينۍ څرګندونې وړاندي كوي اوداستاد ارواته دلوى اوبښونكي خداى په درباركې دابدي هوساينې هيله كوي .
 محترمی کورنۍ ته ئ دزړه صبر غواړو او ځانونه ورسره پدی غميزه کي يوڅای ګڼو


 وتريخت  هالنډ
 ٠٥ا١٠ا٢٠٠٦
په اروپا کښی دافغان څوانانودپيوستون موسيسی دمشرتابه غړوپه استازيتوب
 اجمل شينواري د موسيسی ريس

   
       
 

All rights reserved .
 
Powered by:
Talafghan [dot] com  2006.