|
د پوهنمل حاجی محمد نوزادی دخواشينۍ پيغام
او
مرثيـــــــــــــــــــــــــــــــــــه
دنوميالو وطن اوس بی نوميالې سو ٠ دعلم اوپوهی څراغونه او دهيواد لګيدلې
شمعی يوپه بل پسی سترګی پټوی ، دجهالت مرغان لانورهم وزرغوړوی اوکرغيړن
سيورۍ ئي ناپوهی شپی يوپه بل پسی اوږدوی ٠
کاشکی می هيڅکله هم دبينوا سايټ پرانيستې نه وای او دلاری ئي د نوميالې شمعی
له سوزيدو څخه خبر سوی نه وای ٠
خدايه !
پسله دی به څوک په تليفون کښی ځما غوږونه په خپلو جادوئي چستوښکو
( تخنونو ) سره وتخنوی ؟او څوک به په بريښناليک کښی ځما وپرديسو وچو شونډوته
موسکا راوليږی ؟
هغه دخندا څخه ډک تپاند زړه نور دپوه استاد کانديد اکادميسن
نوميالۍپه سينه کښی
دتل دپاره له حرکته لويدلۍ دی ٠
ان الله وانا اليه راجعون ٠
دنورو ټولو پوهنيزو -
څيړنيزو برياليتوبونو ترڅنګ ، هغه نوی ادبی ژانر چه دغه وتلی
نوميالې په پښتو ژبه کښی د روسی چستوښکوپربنسټ پيل کړ او ( تخنونې ) ئي
وبللې ، دهر غمجن زړه پر شونډو ئي موسکا کرله ٠ دا تخنونکۍ ژانر به نورڅوک
مخ ته
بوزی ؟ ما خو چه هرڅه زيار وايست ، نه می
د استاد شونډی پری موسکې
کړای سوی او نه ئي
هم ځما قلم راوتخناوه ٠
خدايه ! دپښتو پر ويجاړ کور دنورو نوميالو ستنې ودروه او داوچی شونډی ئي و
چاودلو ته مه پريږده ٠
خدايه ! نور داسی غم پر دی کور مه راوله چه د نوميالۍ غم تری نه هيرکړی ٠
دنوميالې په
وير
دادب پر کور ناری سوی چه
آبا ولاړ
نوميالۍ ،، دپښتو ژبى ،له دنيا ولاړ
دفرهنګ ژړا دى بيا رسی تر غوږو
کندهاره ! بل اميد دى نيمخواه ولاړ
د
قلم
سره
له
موره
زيږ يد لۍ
سو ترى پاته،دى يوازى يک تنها ولاړ
د ماضى سره مو حال تړلاى
نه سو
نن خو تللې، اوس ډاريږم چه سبا ولاړ
لا ټغر ئی د غم نه وو موږ ټول کړې
په کوکارو مو ژړل رشاد بابا
ولاړ
نجاست د سره اردو پروطن پروت وو
له هيواده پرديس سوې ،، بينوا،، ولاړ
ميړنۍ
د علم او پوهې پر ميدان
وو
حبيبی غوندى باتوره کومه خوا ولاړ
د روهى،رښتين ،الفت ځای لاخالى دى
دى محفل نه بل څراغ، بيا په ژړا ولاړ
نوزادى ! خوله دى خنداته نده جوړه
نور ژړيږه ، تخنونکۍ د موسکا ولاړ
نوميالۍ ،،د پښتو ژبى ، له دنيا ولاړ
پوهنمل حاجى محمد نوزادى
ډنمارک ٦
اکتوبر ٢٠٠٦
|