|
د ارواښاد وتلي څېړونکي اوسياست پوه په
ياد!
په
ډېرې خواشينۍ سره مې د افغاني ويبپاڼو له
لارې د خدای بښلي ارواښاد محمدانور
نوميالي د مړينې خبر تر لاسه کړ. لکه څنگه
چې دده نوم نوميالی وه همغسې دی د خپل وطن
او خلکو ته د خدمت په وړاندې يو نوميالی
وه. دغه وطنپرست انسان د خپلو خلکو او په
خصوص کې د پښتو ژبې لپاره ډېر وړ خدمتونو
کړي. ما لومړ ی ځل دا پياوړی اکادميسن په
مسکو کې ملاقات کړو کله چې ما دده سره د
گران ملگري ډاکټر شيرحسن په کور کې وليدو
دده تحليل اود افغانستان په هکله دده
معلومات ماته دا را په گوته کړه چې
نوميالي صاحب خپل وطن ته څومره لوی
خدمتونه سرته رسولي دي نوميالي صاحب په
روسي عربي انگلسي پښتو دري اوډنمارکي ژبه
پوره تسلط درلود. د همدې ژبو څخه يې زيات
کتابونه په پښتو ژبه ژباړلي. زه ددې ليدو
نه وروسته دده سره په رابطه کې وم اودده
زيات ليکل شوي کتابونه ما مطالعه کړل او د
نوميالي صاحب زياتې مقالې چې ټولې د گران
هيواد افغانستان د اوسني اوتير وخت کره
کتنې پکې شوې مالوستلي .
درنو دوستانو پياوړی او خلکو ته گران
نوميالی له دې پاني دنيا څخه په داسې حال
کې سترگې پټې کړې اود خپلو خلکو څخه خدای
پاماني وکړه چې لا دده ارمانونه نوه سرته
رسيدلي ده غوښتل چې د خپلو خلکو لپاره د
خپل قلم په ذريعه داسې لارې چارې ولټوي چې
ددې وطن د خلکو د سعادت اوخوشبختۍ سبب شي
خو ژوند وفا ونکړه اودی يې له مونږ څخه
واخستو .
زه ده ته د لوی خدای ج په دربار کې مغفرت
غواړم.
دی د خلکو په منځ کې لوړ ځای لري او نوم
يې همېشه ژوندی دی.
ومن لله توفيق
محمداقا شيرزاد سويډن مالمو
|