|
دخوږیاڼیو د ملی یووالی او پرمختیا ټولنی
پیغام
په ډیره زیاته
خواشینی سره مو خبر تر لاسه کړ چه د هیواد
یو وتلی علمی شخصیت د علومو د اکاډیمی غړی
کاندید اکاډمیسن محمد انور نومیالی د خپل
هیواد د غیږی څخه لری له فانی نړی سترګی
پټی کړی.
ارواښاد نومیالی یو زړه سواند، سپیڅلی،
په هیواد مین او د لویی فلسفی خاوند وه.
د ارواښادنومیالی کورنۍ او د هېواد علمي
کړيو ته دهمدردۍ دمراتبو په وړاندي كولو
سره، د خوږیاڼیو د ملی یووالی او پرمختیا
ټولنه د هغوي په دغه غم کې ځان د لوی
ننګرهار په استازیتوب شريک بولی او دهیواد
لپاره یې ستره ضایعه ګڼو .
د اروا ښاد استاد نومیالی روح دې ښاد وي
او جنت فردوس دې ځای وي
دخوږیاڼیو د ملی یووالی او پرمختیا ټولنه
|