|
دارواښاد كانديد اكاډميسين
محمدانورنوميالي
دناڅاپي مړينې له امله دخوشال فرهنګي
ټولنې دژورې خواخوږۍ پيغام
په خواشينۍ سره خبرشوو چې دهيواد نوميالي
ليكوال ، څيړونكي ، ژباړنكي
،شاعر،دعلومواكاديمۍ غړي اوافغاني مفكر
كانديد اكاديمسن محمدانورنوميالي هم له
دغې نړۍ څخه دابدي سفرپه لور له موږ څخه
بيل شو.
اناالله وانااليه راجعون.
پښتوژبه ، پښتوليكوالي اوپښتوپوهنه يوځل
بياداده دخپل يوه بل نوميالي پالوال
اومفكر په وير كيناسته اوخپل داسې يوپوه
اوڅيړونكى يې له لاسه وركړچې دخپل
عصراوخپلې ليكوالۍ په ډګركې دځانګړي علمى
اواكاډيمېك واك اوځواك خاوندو.
كانديداكاديمسن نوميالي په پښتوژبه
اوافغاني معاصرفرهنګي بهيركې له هغو روڼ
اندوليكوالو اوڅيړونكوڅخه وچې انداوژوند
يې تل له نوښت اوايجادسره ملګرتيا كوله ،
فكري خپلواكي اوځانګړى علمي صلاحيت يې هغه
دوه توكونه ووچې زموږ دغه نوميالي پښتون
ليكوال اومفكرپه خپلوڅيړنواونظريوكې دځان
مله كړي وو اوتل يې دځوان پښت دلارښونې په
ترڅ كې هغوى ته دخپلوتلپاتې علمي
سپارښتنوپه توګه له ياده نه ايستل . استاد
نوميالي پښتوژبې اوپښتنوته دنويې علمي
فلسفې اونويونظرياتوپه رڼاكې دعلمي څيړنو
اومطالعاتو تګلاره پرانيسته اودخپل ژوند
ترپايه پورې يې په خپل علمي او
ټولنيزژمنتوب اوعلمي نړۍ ليد سره دخپلې
ژبې اوخپلوپښتنې اوافغاني
ارزښتونواوميراثونودتحليل اوارزوني تګلاره
له ياده ونه ايسته.
دپوهې اوفرهنګ دغه نه هيريدونكي نوميالي
دخپل علمي ژوند په اوږدوكې په سلګونوعلمي
مقالي ، ايجادي اوتاريخي ژباړې اوپه
لسګونوعلمي آثارپه پښتوژبه باندې ولورول
اودده دسترعلمي اوفرهنګي ميراث په توګه به
له موږ سره تلپاتي اونه هيرودونكي وي .
دخوشال فرهنګي ټولنې لارښوده شورا په داسې
حال كې چې دكانداكاديمسن نوميالي صاحب
مړينه دافغانستان دخلكواوعلمي ټولنو له
پاره يونه جبرانيدونكې بايلنه بولي
،دهيواد علمي ټولنواودده ارواښادكورنۍ ته
دافغان ملت ددغې لويې هستئ دمړينې له امله
دژورې خواشينۍ څرګندونې وړاندي كوي
اوداستاد نوميالي ارواته دلوى اوبښونكي
خداى په درباركې دابدي هوساينې هيله كوي .
اروايې ښاده ، علمي
اوفرهنګي هڅې يې تلپاتې
نصرالله حافظ
دخوشال فرهنګي ټولنې مرستيال |