اړيـــــــــكې

 

د تل افغان لومړۍ پاڼه

 

لـــومــړۍ پــاڼه

 
 

 

 

 
 

د شاعر او ژورناليست محمدعارف خزان
د خواشينـــــــۍ پيغــــــــــــــــــــــام

په ډېر غم او درد سره خبره شوم چې د هيواد نوميالى ليكوال، څېړونكى، ژباړونكى، شاعر، د افغانستان د علومو د اكاډمۍ غړى، سياسي او ټولنيز شخصيت كانديد اكاډميسن استاد محمدانور نوميالى په ناڅاپي ډول له دې نړۍ سترګې پټې كړې او له موږ  جلا شو.

په داسې حال كې چې د هيواد ټول ادبي او فرهنګي شخصيتونه د استاد نوميالي د مړېني له كبله غمجن او خواشيني دي، خپله ژوره خواخوږي او خواشيني د هغه د مړېنې له كبله څرګندوم.
استاد نوميالى په مسكو كې د خپلې استوګنې په وخت كې د ليمې مجلې دايمي همكار و   او هغه مجله د استاد په ګټورو مشورو خپرېدله.

په پاى كې د استاد د كورنۍ ټولو غړو او دوستانو ته د زړه صبر غواړم او د هغه ارواښاد اروا ته د بخښنې دعا كوم.

عارف خزان
بالتيمور  ښار،
د امريكا متحده ايالات

   
       
 

All rights reserved .
 
Powered by:
Talafghan [dot] com  2006.