اړيـــــــــكې

 

د تل افغان لومړۍ پاڼه

 

لـــومــړۍ پــاڼه

 
 

 

 

 
 

 

د کانديداکاډميسين محمد انور  نوميالى پر مړينه
د کندهار د اطلاعاتو
،کلتور او ځوانانو رياست پيغام

 

د روان ميلادي کال د اکتوبر څلرمه  هغه وير لړلې  ورځ وه چې زموږ له ټوله يې هغه انسان بيل کړ، چې کلونه- کلونه يې د دې هيواد تاريخ او اداب ته داسي بې ريا چوپړ وهلی و ، چي نه ېې د خپلې مزدورۍ اجوره په خيال کي وه او نه يې د احسان بار پر اوږو ورباراوه  .

پر دغه ورځ     استاد نوميالى په اته اويا کلنۍکي هغه حقيقت ته ورستون سو چي نه منل يې ، نه د چا په وسه ، بلکي د ځان خطا ايستل دی . مرګ د هغه حق نوم دی چي خدای (ج) يو دى  او شريک نه لري . د دغه حقيقت منل ، که څه هم نوکی ګرانه او سخته خبره ده ، خو نوميالى غوندې پوهان په دې پوهيږی چي تن د موسيقۍ د يوې الې په څېر دی او اروا  هغه نغمه ده چي پکښي ږغول  کيږی ، د غه اله  له منځه ځي او ماتيږی ، خو نغمه تلپاتی عمر لري، اروا هغه مهال رښتينې سمسورتيا مومي چي له تن څخه والوزی ، ځکه کله چی عمر د پای لور ته نژدی کيږی ، نو غم ته بايد تسليم سو .

 ارواښاد نوميالى کابو نيمه پېړی د پښتو ژبی د تاريخ ، فرهنګ او ادب په باب پلټنی او تحقيقات وکړل ، د پښتنو د تاريخ په اړه يی کوټلی افکار او اثار لوستونکوته وړاندي کړل ، د پښتنو دقبېلو او عشېرو په باره کې يې ډير نوی ګامونه پورته كړل او په  دغه برخه کې ېی ځانته ېو اکاډيميک مقام حاصل کړ .

استاد نومېا لی ددينې علومو تر ختم وروسته په ادبی او تحقېقې علومو لاس وواهه او په ډېره لږه موده کې يې د خپل خاص استعداد اوپېاوړې حافظې په برکت د پوهانو عالمانو په کړيو کې ښه نوم او شهرت و ګاټه .

د افغانستان د علومو په اکاډ مۍ کې د استاد نوميالی تحقېقات او پلټنې د ډېر ارزښت او پاملرنې وړ دي . استاد په ژوره او اکاډ يميکه توګه د پښتنو د تارېخ په ساحه کې داسی علمي څېړنې کړې دی چې راتلونکو او نوو محقيقينو ته د يوه ښه او معتبر ما خذ حيثيت درلودلاى سي  .

استاد په تيوريك شكل  سره د تحقيق   په ډگر كې  ځانته بېل سپك  درلود او د همدغه   ځانگړي اسلوب پر بنسټ  يې ځيني  نوي  تحقيقات  د يادونې  وړ بلل كيږي .

        استاد د ژوند په وروستيو كې  د يو زر او شپې   پر غوښن اثر  د ژباړې كار راپيل كړى و ، چې دغه د ترجمې لړۍ يې تر شپږو ټوكونو  رسولې وه  ، چي مر گي پر راټوپ كړه  او په جسمي توگه يې  زموږ له منځه واخيست ، خو د استاد نوم او كارونه  به زموږ په منځ كې  تل د يو ابدي  اروا په څېر اوسيږي  او دغه ابدي اروا به خپل  جاويدان يون په مخه وهي . ، ښايي موږد  استاد  نوميالي اروا  د دوۍ  كارونه وبولو  چي همېشه به يې زموږ محفل  په رنگين او بركتناكه وي . ،

د كندهار د اطلاعاتو  كلتور  او ځوانانو    رياست د  استاد نوميالي  مړينه يوه ستره  خلا گڼي  او د دوۍ دوستانو ته   د صبر غوښتنه كوي .

اروا دي  يې ښاده وي
عبدالمجيد بابي
د اطلاعاتو  كلتور  او ځوانانو    رئيس

 

   
 

All rights reserved .
 
Powered by:
Talafghan [dot] com  2006.