|
د
ارواښاد کانديد اکاديميسين محمد انور
نوميالي د
مړينې
له کبله دښاغلي ليكوال
هدايت الله هدايت
د خواشينۍ پيغام
په ډېره خواشينۍ او خفګان
سره مې زموږ د ټولني ډېر پياوړی نوميالی
ليکوال ، محقق، او کارپوهه کانديداکاډميسين
محمد انور نوميالی د مړيني خبر چې په
ډنمارک کې په حق رسيدلی دی، واورېد .
اناالله وانا اليه راجعون .
خدای بخښلی
کانديداکاډميسين محمد انور نوميالی يو
سپېڅلی انسان ، يووطنپاله افغان ، يو
زړه سوانده او حليم شخصيت، يوکارپوهه او
رياليسټ ليکوال او يو ژورڅېړونکی وو.
زموږ په ګران افغانستان
کې به دارواښاد محمد انور نوميالي تشه تل
محسوسه وي او ګرانه ده چې هغه دي ډکه سي
.
زه دځان او خپلي کورنۍ
لخوا د خدای بخښلي کانديد اکاډميسين
نوميالي صاحب په مړينه دزړه ژوره خواشيني
څرګنده وم او دهغه مرحوم دکورنۍ و غړو او
دوستانو ته د صبر او زغم غوښتنه کوم .
لوی خدای ج دي زموږ دټولو
په زړو کې پياوړی نوميالی، مرحوم محمد
انور نوميالی روح دي ښاد لري او جنتونه
دي يې په نصيب کړي .
په درناوي
هدايت الله هدايت
۵/۱۰/۲۰۰۶
اسټرليا
|