|
ددوستۍدفرهنګی ټولني دخواشينۍپيغام!
يوه بله لويه ملي غميزه !
په زيا ته خواشينۍمو خبر تر لاسه
کړدهيوادپېژ ندل شوی علمي شخصيت ليکوال
,شاعردکابل پوهنتون پخوانۍ
استادکانديداکاډيميسن محمد انورنوميالی
په ډنمارک کښې دمهاجرت په ستونزمنو شرايطو
کي له دې نړۍ نه دتل لپاره سترګي پټي کړې
.
اناالله وانا اليه راجعون
موږ پداسي حاکي چې دخداي بخښلي نوميالي
صاحب دکورنۍ دټولوغړو او
ټولوعلاقمندانوسره ځانونه پدې سترملي غم
کښي شريک بولو دمرحوم نوميالي صاحب مړينه
دټول هيوادلپاره ستره علمي اونه جبران
کوونکې ضايع بولو .
مرحوم نوميالۍ صاحب سربېره پرپښتو
اودری ژبو په عربي اوروسي هم پوره پوهده
,يو شمير علمي اوادبي اثار يې له دغو ژبو
نه پښتو ته ژباړلي دي٠ مرحوم نوميالي په
ښوونځيو اوکابل پوهنتون کښي ډېرافغان زلمی
روزلي دی, مشکله به وي چې ددې ستر علمي
شخصيت تشه دي تر ډېره وخته ډکه شي .
دوستۍ فرهنګی ټولني مشرتابه جرګه
دافغانستان دلوړو اومسلکي چارو له وزارت
نه غوښتنه کو ې چې دمرحوم نوميالي صاحب
ناچاپه اثار دکابل پوهنتون ددې وتلې استاد
دعلمي خدمتونو دد رنښت په خاطر چاپ کړي.تر
څو ده هغه دعلمی فضيلت نه زموږ دهيواد
راتلونکۍ نسل محروم پاته نشي ,او همدا ډول
له اړونده جګپوړو دولتي چارواکو نه غوښتنه
کوو چي ددې علمي شخصيت دنوم ژوندي ساتلو
اودرناوی په خاطر يوه ښونځۍ په قندهار او
دکابل پوهنتون دادبياتو پوهنځۍ دهغه په
نوم ونوموی٠
ددوستۍ دمشرتا به جرګې په استازيتوب
حبيب اله غمخور
|