|

د ارواښاد استاد محمد
انور نوميالي د غمجنې
مړينې په باب د كندهار ولايت د مقام د
خواخوږۍ پيغام
ارواښاد استاد محمد انور
نوميالي د هېواد له پياوړو څېړونكو ،
نومياليو مؤرخينو ،وتلو ژباړونكو، ښو
شاعرانو او مستعدو پوهانو له ډلې څخه
هغه څوك و چې ځانته يې په دغو ټولو
ډگرونو كې خپل حانگړى او جوت مقام ترلاسه
كړى و .
ارواښاد نوميالي كلونه ــ كلونه د پښتنو
د تاريخ او د نسبي شجرو په تحقيقاتو كې
خپل ځان داسې او ستړى ساتلى و ، چې په
پايله كې يې دې هيواد ته داسي ارزښتمن
آثار په ميراث پرېښوول چې د پښتنو د
تاريخ يو ورك څپركى يې راڅرگند كړ .
ارواښاد نوميالي په ډېره محتاطانه او
دقيقه تو گه د هيواد د تاريخ په باب
داسي پلټني او گروېږني وكړي چې ډېر نا
ويلي په ډېره مفاهيم يې راښكاره او ډېر
پت اړخونه يې رابرملا كړل .
استاد نوميالى په تمامه معنا يو حليم شخص
او د متين عزم څښتن شخصيت و ، دوۍ له
خپلو ملگرو او دوستانو سره نېك خلوص او
ځانگړې راشه درشه درلوده او تل يې د ظلم
او استبداد پر وړاندي د تعقل پر بنسټ د
ولاړې ريښتينې جنډه هسكه ساتلې وه ،
تل يې د مظلومانو پر درد ، د اوښكو
پرځاى سرې وينې له سترگې راڅڅولې وې
او د بشري كرامت د ښه رياضت لپاره يې ،
شپې تر سهاره روڼې كړې وې .
د كندهار ولايت مقام د استاد محمد انور
نوميالي مړينه د هيواد د كلتور او فرهنگ
له پاره يوه ستره او نه جبرانېدونكې
ضايعه بولي ، د دوۍ ارادتمندانو ،
شاگردانو ، مينه والو او دوستانو ته د
جميل صبر غوښتنه كوي .
روح يې ښاد او فضيلتونه دي يې خپاره وي
.
په درنښت
اسدالله خالد
دكندهار والي
|