|

دمنقولو او معقولو علومو دپوهى پاسـوال
كانديد اكادميسين محمد انور نوميــــالى
د وفات په مناسبت
دافغانستان دعلومو اكاډمۍ
دتسليت پيغام
دلوى څښتن په سپيڅلى نامه
دعلم ، ادب او فرهنګ دسرغنه وو ټاټوبې ، لويه كندهاره !
درېغه ! دتېر په څېر – نن يو ځلى بيا دعلم او پوهى ديو بل سرغنه (( نوميالى )) د ارتحـــال په وير، وير جن ياستۍ .
ستامېشته پرګنې ځكه ماتم ګالي، چې دستر روحانى مرشـد مولينا عبدالحى لكهنوى د مرثيې د ( موت العالم ، موت العالم ) دعالمانه و جـــيزې پر تم يې پر اروا باندي حاوي دي .
پتمنو هيوادوالو !
ستاسو وير او ماتم حق دي ، او حقانيت يې هم دادي چې ستــاسو له ټوله څخه دمـــــــــعاصر تاريخ د منقولو او معقولو علو مو د پو هى د تارك دځلانده پلوشو فاضـل كنـدهارى علامه حبـواخوندزاده ، علامه طرزى ، علامه حبيبى او علامه رشــــاد بابا په څېر نومـــوتي (( نوميالي )) دخپلى سپيڅلى اروا امانت حق ته سپارلى دي
انالله و انا اليه راجعون
درنو فرهنګ پالو وروڼو !
اروا ښاد كانديد اكادميسين نوميالى نه يوازي د منقولو علومو يعنى تفسير ، حـــــديث ، فقه ، عقايد ، كلام او تصوف متبحر عالم او توښې څښتن و ، بلكى په معقولو عــــــــــلومو لكه فلسـفه ، تاريخ ، ټولنپوهنه ، توكوم پيژندنه ، فولكلور ، ادب پــــــيژندنه او نورو كى د لوي صلاحيت خاوند او په خپلو بې ساريو علمى ځېړنو او پلټونو ســــره يې ځان دعـلمى–اكاډميكو پوړيو عالى ددرجې
(كانديد اكادميسين ) ته – چې دافغانستان دعـلـومواكاډمى د پوهانو لوړه مرتبه ده ، رسولى و .
هو !
فاضل استاد نوميالى د خپل رښتينى فقير مشر به خوي و بوي ســره – سـره ، دپوهـى او ژور فـكر يوه داسى بډآيه او عظيمه هستى وه چې دســـيميناريې جرو بحثـــــــــونو او كانفرانســـــــــــــــونو ازانګې يې د هيواده بهر دنړې په ګوټ – ګوټ كى خــپرې وي . او دوي د نړۍ په اوو مشهورو ژبو لكه پښـــــتو ، درى ، عربى ، اردو ، انګلـيسى ، روسى او ډنمـاركۍ باندي روانه مكالمه او ترجمه كولاى سواي .
درنو عزيزانو !
ارواښاد نوميالى دهيواد د يوه مومن او رسالت مند انسان په توګه ، دخـــــــــــــــپلو خلاقـــو څېـــــــــړونو او پلټونو په بركت د افغان ولس د تاريخى – فرهنګى هويت حال له ماضــــى ســــره وتاړه . د ارجلو او بابېزه تعبيرو د تور تمونو له منــــځ څخه يې د روښا نه مســـــــتقبل له پاره اګاهانه لاره اوليكه وايستل . الـــــــــبته ددغه معرفتى رمز راز په هغه لــس ګونو تحقـيقى ــ تخليقى آثارو كى نغښتى دى ، كوم چې اروا ښاد موږ ته په ميراث پرېيښي دي .
په پاى كى ، دافغانستـان دعلومو اكاډمى ټول علمى كدرونه او منسـوبين تاسـو او ستاسو له لارى د اروا ښاد پتمنى كورنۍ ته ددې نه جبيره كېدونكى ضايعې له كبـله تسليت وړاندى كوى .
په درنښت
دسر محقق مرستيال عبدالبارى ( راشد)
دافغانستـــــــــــان دعلومو اكاډمۍ رئـيس
|