|
د
ارواښاد کانديد اکاديميسين محمد انور
نوميالي د
مړينې
له کبله د افغانستان د
کلتوري ودې ټولنې د خواشينۍ پيغام
د
2006 د اکتوبر څلورمه
جرمني
، د کولن ښار
په
ډېرې خواشينۍ سره
مو خبر تر لاسه کړ چې
نوميالي افغان علمي شخصيت ، ليکوال او
څېړونکي کانديد
اکاديميسين محمد انور
نوميالي له خپل هېواد ځخه ډېر لېرې په
ډنمارک کې له نړۍ څخه
سترګې پټې کړې
.
ارواښاد
نوميالی د افغانستان د هغه نسل د څېړونکو
او ليکوالو د
کتار له وروستيو استازيو
څخه و چې د خپل همت ، د خپلې خوارۍ ، د
خپل استعداد له
برکته لوړو علمي پوړيو ته
رسېدلی و . دا هغه ډله څېړونکي دي چې له
سترو اکاډميکو
زده کړو پرته ترې د خپل
همت او استعداد په برکت لوی اکاډميک
شخصيتونه جوړ شوي دي
.
موږ
په داسې حال کې چې د هغه روح ته دعا کوو ،
د هغه له کورنۍ ، دوستانو او د
هېواد له علمي کړيو سره په
دې غم کې ځانونه شريک بولو او هيله
څرګندوو چې جنازه يې
د وطن د يوې علمي هستۍ په
توګه خپل ګران وطن ته ولېږدوله شي او هلته
په درنښت سره
خاورو ته وسپارله شي
.
په
درناوي
د
ټولنې د مشرتابه جرګه
|