|
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|
اسدالله ميوند
يوځل بيا زموږدتنكيوځوانانووژنه بيازموږدګران هيواد افغا نستان څخه دملكي وګړو دوژنوخبرونه خپاره شول.داځل بيا امريكايي پوځيانوپه خپل سردكنړپه ولايت كي لس تنكي ځوانان دطالب په نامه په شهادت ورسول د پيښي دڅيړني لپاره دحامد كرزي بي صلاحيته اداري يو كميسون وټاكه چي دكنړ ولايت پخواني والي اسدالله وفا يي مشري كوي.خوله بده مرغه په تيرو څوكلونوكي دا ډول پيښي په لسګونوواري تكرار شوي.خو هيڅ داسي ارګان پيدا نشوچي يي په زغرده څيړنه وكړي او دپيښي عاملين اوقاتلين محكمي ته وسپاري اودخپلو اعمالوجزاوويني. ځكه دنوموړي پيښي دكميسون مشراسدالله وفا له خبرو څخه څرګنده شوه چي داپيښه به هم دنوروپيښو په څيرپه مرموز ډول هيره شي.ځكه نوموړي د بي بي سي راډيوسره په مركه كي وويل. موږخپلي څيړني سرته رسوو نورنو بيا ددولت كاردي چي څه كوي. خوله بده مرغه دا حقيقت بايد ومنو چي دولت به هيڅ ونكړي. زموږدهيواد دخونړي تاريخ په وروستيو دريولسيزوكي بي ګناه اوبي وزله خلك د بعضي افرادو او اشخاصو د ناوړو هوسونو قرباني شول.خونن ورځ دافغانستان دخلكواو تاريخ پروړاندي حامد كرزي مسوول دي.په پاي كي دشهيدانو روح ته دعاكوم او د لوي خداي څخه دكورنيو پاتو غړواودوستانوته د جميل صبر غوښتونكي يم.ددي تنكيو ځوانانو په شهادت ابا سين ته غږكوم . اباسينه شورشه اباسينه طوفانونه رابيداركړه هره څپه ژوندشه غورځنګونه رابيداركړه ووزه خاموشي نه دوطن دښتو دروته چيغه شه اوازشه سرودونه رابيداركړه تيغ دغليم سوربيا داستا دزړه په وينوشو ودانګه له غرونوكمرونه را بيداركړه څاڅكي څاڅكي لاړشه داسمان خوري لمني ته واوره.باران شه سره ګلونه را بيداركړه اوښكي تويي نكړي ته غرورمي دسيندونويي غږد لراوبرشه لښكرونه رابيداركړه روح دشهامت.دي بي ځانه ځان كي ونغاړه وخوځه پاڅون شه ويده زړونه رابيداركړه |
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور | د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره | زموږ سره مــو اړيكـــــــــــــــې |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
Copyright © talafghan.com 2004-2009 All rights reserved. talafghan@gmail.com |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||