ليكنـــــــــــــــــــــــــې

 

 

 

 

 

 

يو دوستانه پيغام

 

         د روغتيا و ېب پاڼې  جوړونكې او چلوونكې  ډلې  ښاغلو  غړو  او  همدارنگه  د  هېواد  ټولو  ډاكترانو ، متخصصينو  او  طب پوهانو ته   !

        سلامونه  ، درناوى ، نېكې هيلې  او د پاڼې د پرليكه كېدو لامله مې  د زړه له كومي  مباركي ومنئ !

         په  دغه  كړو  مو  د  خپلې  پښتو پالنې   زبات وكړ ، برى مو غواړم .

په دغه لومړي  ليك  كې  در څخه  ،  يو  څو  ټكو ته د پاملرنې هيله كوم .

        ـــ  ليكنې بايد د معتبرو  او   د  نړۍ د پوهنيزو  كړيو او ټولنو لخوا  منل شوو كره  زېرمو(منابعو، سرچينو ) څخه را اخيستل شوې  او ژباړل شوې وي  ،  او  كه   زموږ  د  خپلو  هېوادوالو  څېړنيزې ليكنې وي  ،  ليكوال يې  بايد  په  ټاپي ( موضوع )    پوره  پوه  او د  صلاحيت خاوند وي ، په بل عبارت  سر له اوسه بايد  دليكنو  په  ټاكنه كې  ځيرمن اوسو  او  د هر چا   له  خپله ځانه څخه  جوړو كړو خېټيالوژيو ته  ځاى ورنكړ شي . د هر چا خپلسري  ليكنو  ته  ان  كه د خپگان سبب يې هم گرځي  ، د خپرېدو چانس ور نكړ شي .

       ـــ سر له اوسه كوښښ وشي  چې د هېواد دننه  او بهر    مېشتو   افغان   پوهه  او   تجربه لرونكو پوهانو ، متخصصينو  او  ډاكترانو  ته   بلنه  وركړ شي  چې  خپلې   ارزښتمنې  طبي ليكنې  په كره  او  څرگندو  (  واضحو)   الفاضو او غونډلو ( جملو )  وليكي  .

ـــ د  پاڼې  چلوونكي   دې كوښښ وكړي چې  ليكنې  په كره پښتو ليكدود  خپرې كړي  . همدارنگه  دكره  طبي   پښتو  نومونې  (    Terminology) څخه  دې داسې كار  واخيستل شي  چې له پيله  تر پايه  او  په ټولو ليكنو كې  يو شان  مراعات  او وكارول شي  ، د ستونزو  پر مهال دې   له  پوهو  ژبپو هانو  لكه   ښاغلو  پوهاند ډاكتر  زيار صيب  ، گوهرالرحمن گوهر  صيب   او نورو هغو  پوهگړو  سره چې  پدې اړوند  د  تجربو  څښتنان وي ،  اړيكې ونيول شي .

        ـــ د دې لپاره چې د  پښتو طبي  نومونو  او  اصطلاحگانو په اړه  لا  ډېر كار  نه دى شوى  او  زموږ  ډېري  طبي  ليكوال   له  ستونزو سره  مخامخيږي ، ښه به وي چې  په پاڼه كې  د  يو  پرليكه  پښتو طبي  ويې پانگې (Online Pashto Medical Dictionary and Terminology )   او د داسې شونتياوو د  ځاى پر ځاى  كېدو تابيا وشي چې زموږ  پښتانه چارپوهان وكولاى شي   د  لاتين او  عربي   ژبو پښتو  انډولونه  پاڼې ته واستولاى شي  ، او  د  پوهانو  د منلو ځخه  وروسته  بيا   ارويې پانگې ( اصلي او منل شوي قاموس ) ته  ور ډېر شي . دا كار به  د يوې  پوره   طبي  ويې پانگې  او  ترمينولوژۍ   جوړولو  ته ښه پروژه او  وسيله شي .

       ـــ كه په پاڼه كې  د بحث (  فورم  Forum   ) پاڼه پرانيستل شي     ، نو  له يوې خوا به   پاڼه ډېره په زړه پورې شي او له  بل پلوه  به  د ډېرو هېوادولو   ساده  او د ټيټې كچې پوښتنې ځواب شوې هم وي .

       ـــ كه وخت په وخت  يو ټاپى  ( چې  د هېواد  موجوده  او  حاده  طبي ربړه هم وي  )  وټاكل شي او د يو كمپاين  په ډول  له  ټولو  ښاغلو  طبيبانو څخه  د  ټاپي  په  اړوند  د خپلو تجربو او پوهې  د رالېږلو هيله وشي  ، نو بې  گټې به نه وي .

      ـــ  د اړيكو  په پاڼه كې كه  د  برېښناليك  سربېره   د  اړيكو  ساتلو   نورې هوبلې  ( وسيلې )  لكه  پستي پته  ، ټليفون ، فكس  او  همدارنگه  د  پاڼې   د  چلوونكو  نومونه او  لنډه  پېژندنه  كه ورډېره شي  ، د  ځينو ستونزو  مخنيوى كولاى شي .

اوس همدومره،
برى  ، خوښي  او روغتيا د ټولو لپاره .
ډاكتر جمشېد سمون
د تل افغان وېب پاڼې مـسئول چلوونكى
مسكـــــــو  ـــ روسيـــــــه
 د 
۲۰۰۶  ز  كال د اگست   پينځه ويشتمه

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.