|
تاسو د دعوت د ۲۳ کلن ژوند په هکله څه وایاست؟ د دعوت خپرونې ۲۳مه کلیزه دې ټولو ته مبارکه وي دعوت ۱۹۸۸ – ۲۰۱۱ څرنګه چې د دسمبر په میاشت کې د دعوت خپرونې د خپریدو ۲۳ کاله پوره کیږي نو له دې امله د هر څه مخکې د دعوت ټولو مینه والو، لوستونکو، او قلمي همکارانو ته مبارکي وړاندې کوو. په همدې مناسبت غواړو چې تاسو خپل نظرونه له موږ سره شریک کړۍ ستاسو نظر به پرته له سانسوره د دعوت په ویبپاڼه او هم د دعوت په ځانګړې ګڼه کې چې په همدې مناسبت به په زیات شمیر خپریږي، خپور به شي. په لنډه توګه یو ځل بیا : تاسو د دعوت د ۲۳ کلن ژوند په هکله څه ویلي شۍ، خوښ به شو چې د دې خپرونې نیمګړتیاوې، تیروتنې او هم مثبتې خواوې یی په ډاګه کړۍ. خپلې لیکنې د نومبر تر ۲۵ نیټې پورې موږ ته د لاندې بریښنالیک له لیارې د خپل یو انځور سره راولیږۍ.
دعوت ستاسو او تاسو د دعوت یاست. په ډیر درنښت
محمد طارق بزګر ناروې |