ليكنـــــــــــــــــــې

 

ډاکتر  شېرحسن حسن

مسکو

د روسيې په مسکو او  سانکت پتر بورګ ، د اکرائين په ادېسه او د بلاروسيې د مينسک په  ښارونو کې د مېشتو افغانانو له خوا د شهيد وطنوال  د فاتحې او دعا مراسم  ترسره شول

د هېواد د هڅاند سياسي ټولنيز شخصيت  ،  په ولسي  جرګه کې د ارزګان د خلکو استازي او د افغانستان د ملي ګوند د مشرتابه  هيئت  غړي شهيد محمد هاشم وطنوال روح ته د دعا او فاتحې مراسم  د مسکو ، سانکت پتر بورګ ، ادېسه او  مينسک  ښار د مېشتو افغانانو له خوا  دروان کال د جولای په ۲۲ نېټه    د خپلو اړوندو ښارونو په جامع جوماتونو  کې ترسره  شول .  په دغو  مراسمو کې سلګونو  افغانانو برخه اخيستې وه .

 شهيد وطنوال په هېواد کې د سولې،  دموکراسۍ، ټولنيز عدالت  او افغاني ملي ارزښتونو  د ساتنې او پالنې دلارې نه ستړي کېدونکی  او مخلص مبارز ؤ.   شهيد وطنوال د هېواد  د هر اړخيزې ښېرازۍ  لپاره د ټولو منورينو د سرتاسري تفاهم  او پراخ روښانفکري نهضت د رامنځته کېدو په لار کې په ټوله  زړه ورتيا، صداقت او رښتينولۍ جد و جهد کاوه . شهيد وطنوال يوازې له خپل هېواد او هېواد والو سره د ژورې مينې له کبله په ټولو مادي نعمتونو سمبال اروپايي ژوند پرې ايښی و او د ژوند برخليک  يې هره لحظه  د خپلو هر دم شهيدو هېوادوالو سره شريک کړی ؤ .  شهيد وطنوال هره لحظه  د ټولو ځورېدلو او ربړېدلو وطنوالو په  غم غمجن او په  درد دردمن ؤ.  د شهيد وطنوال  پراخه  سينه د افغان او افغانيت سره د  ژورې مينې کور ؤ،  په دغه کور کې د محرومو افغانانو  غمخوري او مينه پالل کېده  او دغه سينه دومره مينه ناکه  او خوښي بښونکې وه، چې په هر ډول ستونزمنو حالاتو کې يې شاوخوا ماحول د ځان سره  خوښ، فعال او روان ساته . د شهيد وطنوال  ميړنی وجود او پراخه سينه  تل  د هېوادنۍ مينې، ملګرتوب ، شجاعت او مردانګۍ  الهامځای  ؤ.

 د شهيد وطنوال ټټر ، دغه د افغان او افغانيت د مينې کور  د افغان او افغانيت د دښمنانو په ناولو لاسونو سوری شو، او وينو يې دسر لوړي ، خپلواک ،  ودان او ښېرازه افغانستان د لارې  ټولو يارانو او همفکرانو ته د پراخ يو والي  پيغام پرېښود.

دشهيد وطنوال  په غم کې شريک يو، هغه ارواښاد ته جنتونه  غواړو ، کورنۍ ،  ټولو ملګرو او د اروا ښاد  د شخصيت مينه والو ته د جميل صبر غوښنته کوو.

روح دې يې ښاد او ياد دې يې تلپاتې وي  !















 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com