|
دلاور اسعدابادی وزير دې مقرر شي خو دکونړ څخه يې ختم کړئ کله چی په ۲۰۰۱ کال کی دامریکا متحده ایالاتو په افغانستان برید وکړ اودطالبانو نظام یی نسکور او په ځای یی ښاغلی حامد کرزی دموقتی اداری بیاانتقالی او دهغی وروسته دلمړی او دوهم ځل ټولټاکنو دلاری دافغانستانمشروع جمهور ریس وټاکل شو چی لا تراوسه دواک واګی په لاس کی لری. ډیری هیوادوال په دی اند وو چی نور به کړاونه ، تکلیفونه ، بمباری ، وژل، غلا ،بی کوری ، او چور چپاول ته دپای ټکی کیښودل شی خو دخلکو دغه اندهله غلط ثابت شو کله چی دولس مشر لخوا ډیری بی کفایته خلک وزیرانو اووالیانو په توګه په دندو وګمارل شول. کونړیان هم ددغه سیلاب څخه په امن پاته نشول او دجمهور ریس دبی کفایته والیانو دکړو وړو ترخه مزه یی وڅکله او لایی هم څکی چی په تیرو نهه کلونوکی بعضی بی کفایته او یا باکفایته والیان چی دکونړ لپاره دوالیانو په حیث مقرر شویدی نومونه یی پدی ډول دی.
۱
ــ
محمد یوسف شجن خو دلته زه یواځی غواړم چی د اوسنی والی (ښاغلی وحیدی) دکړو وړو څخه پرده پورته کړم او هغه هیوادوال چی دنوموړی دکړو وړو څخه بی خبر دی خبر یی کړم. سیدفضل الله وحیدی دری کاله دمخه یی په کابل کی دانجو ګانو دریس په توګه دنده تر سره کوله دبعضی شخصی اړیکو په درلودو سره دولس مشر لخوا دکونړ لپاره دوالی په توګه په دنده وګمارل شو چی لاتراوسه د کونړ برحاله والی دی. اوس راځو چی ولی ښاغلی وحیدی تراوسه په دنده بوخت دی او په برطرفه کیدو کی یی هیڅ نوعه اقدام نه کیږی؟ ددی پاته کیدل دلته په دریو کتګوریو باندی ویشو. 1ــ دامریکایی ځواکونو په وحشیانه کړو وړو باندی په زغرده توګه پرده اچول 2 ــ دښاغلی وحیدی لخوا دکونړ په ادارو کی دامریکایی ټرمینالوژۍ راواجول 3 هغه خلک چی دتیرو والیانو په برطرفه کولو کی یی ونډه درلوده دهغوۍ نازول
2 ــ دکونړ په ادارو کی دامریکایی ترمینالوژۍ رواجول:که یو څوک دولایت مقام ته ورشی نو دداخلیدو سره سم به فکر وکړی چی کیدای شی لاریی غلطه کړی وی ځکه په ولایت مقام کی دملکی مامورینو څخه امریکایی فوځیان ډیر تر سترګوکیږی او دښاغلی وحیدی لخوا ورته دولایت دویم منزل دنیمایی څخه زیات دډالۍبه توګه وقف شویدی ترڅو دشپی اوورځی لخوا پکی په ډاډه زړه اووسیږی او له ښاغلی والی صیب سره هره ورځ چی بیلا بیلی غونډی چی په مختلفو نومونوباندی مسما شویدی دسهار ترماښامه پکی والی صیب مصروف وی ددغو غونډونومونه په لاندی ډول دی. PCC, PDC, DSG/DDA, OCCP, SWG, SCM چی دوالی صیب او خارجیانو څخه یی په مطلب باندی نور څوک نه پوهیږی خو اوس پوښتنه دلته پیدا کیږی چی ایا ښاغلی کرزی دکونړ والی دکونړیانو دخدمت لپاره رالیږلی او که دامریکایانو دجلسو لپاره ؟ اوس تاسو لوستونکی قضاوت وکړۍ چی دافغانستان دقوانینو سره سم دجمعی ورځ رخصتی وی او پاته شپږ ورځی دکار لپاره او والی صیب په پاته شپږ ورځو کی ټوله ورځ جلسی لری نو دخلکو دستونزو دحلولو لپاره به څه وخت کار وکړی؟ همدارنګه امریکایان دنورو اشخاصو په پرتله ښاغلی وحیدی ته تر ډیر حدهترجیح ورکوی چی یومثال یی پدی ډول دی کله چی ایکن بیری دامریکا متحده ایالاتو دافغانستان لپاره دسفیر په توګه وټاکه نو ښاغلی ایکن بیری دکار په دویمه ورځ یی کونړ ته سفر درلود چی دا هم دامریکامتحده ایالاتو لخوا محترم وحیدی ته په ښکاره توګه په خپله وظیفه دپآته کیدواطمنان ورکول وو. ډیرداسی مثالونه شته خو دلیکنی داوږدوالی په اساس ورڅخه ډډه کوم. 3 ـــ دښاغلی وحیدی د نه برطرفه کیدلو کی دبعضی فرهنګپاله ځوانانو اوقومی مشرانو ونډه: ښاغلی وحیدی یو ډير چالاکه او هوښیار سړی دی چی تاسو لوستونکو ته یی دهغی دهوښیارتیا په اړه غواړم چی څه ولیکم.
هغه داچی
بعضی فرهنګپاله ځوانان او قومی
مشران دنورو بی کفایته والیانو په بی طرفه کولو کی به یی
پوره ونډه لرله دوحیدی صیب
لخوا په دندو ګمارل شوی او پاته نور یی نازول کیږی ترڅو چی
څوک یی په اړه کوم اقدام
ونه کړی او په خپله وظیفه باندی برحاله پاته شی ترڅو
دکونړیانو څخه پاته وینه هم
وڅکی او تش جسدونه یی پریږدی. |