|
الهام عمر هوتکي ــــ مسکو په روسيه کې د يوه افغان پوه د ډاکټرۍ د تيزيس دفاع
(( ګړني ستیریوتیپونه د لیدتوګې او ژبنۍ ټولګې د واحدونه په توګه : دا هغه موضوع ده، چې د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د روسي څانګې پخواني استاد محب الرحمن د خپل ډاکتري د تزسس لپاره ټاکلې وه. دا د پښتو ژبې او کولتورپوهنې په ډګر کې د خپل ډول لومړنۍ علمي څیړنه ګڼل کیدای شي. څېړنه د ځانګړي شوي درې کلن پړاو پر ځای د دووکلونو په بهیر کې بشپړه شوې ده. دڅېړنې موخه پر ژبه د فرهنګ اغېزه ،په ليکنۍ او ګړنۍ ژبه کې د هغه د نښو نښانو او د بېلابېلو فرهنګونو د استازو ترمنځ د راشې درشې په بهير کې د فرهنګ مرستندويه ونډه ده. د ډاکترۍ دغه دسرتيشن (تزسس ) څېړنز کتاب يوه سريزه،درې څپرکي،يوه پايله او د ماخذونه برخه لري: ۱-محاوريزه (ګړني) سټريوتيپونه د پوهاوۍ د واک د يوې برخې په توګه . ۲-د محاوريزو(ګړنيو) سټريوتيپونه، وده او بدلون. ۳-محاوريزه (ګړني) سټريوتيپونه او په افغاني فرهنګ کې د هغو د پوهېدنې د آسانتياوو او ستونزو لارې چارې. دا په څو وروستيو کلونو کې په روسيه کې د افغانستان د پوهانو دخورا ښو علمي څېړنو يوه غوره بېلګه ده. د دې اثر غوره والی په دې کې ده چې موضوع يې ژبپوهنې پورې اړه لری. په افغانستان کې زموږ زياتره څېړونکي په ادبپوهنه لګيا دي او د ژبنيو څېړنو په برخه کې علمي څېړنې خورا لږې دي. د ډاکترۍ په دغه دفاع کې د پوشکين د دولتي پوهنتون دشورا له غړو نه پرته،د مسکو د دولتي پوهنتون استازی،د مسکو د ژبپوهنې د انستيتوت او د مسکو د بهرنيو ژبو د زده کړو استازو ګډون درلود. په دغه دفاع کې په روسيه کې د افغانستان د سفارت ديپلوماتانو او په روسيه کې د افغانستان فرهنګي استازي ډاکټر لطيف بهاند،يو شمېر افغانانو او د پوشکين د انستيتوت يو شمېر څېړنکو ګډون درلود. ښاغلي بهاند د مبارکۍ په خپله وينا کې د هېواد لپاره د ځوانو ژبپوهانو په روزنه کې د دې انستيتوت له ونډې مننه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې په راتلونکې کې دغه انستيتوت وکولای شي دافغانستان لپاره نور ژبپوهان هم وروزي. په روسيه کې د افغانستان د فرهنګي څانګې تر پرانستنې وروسته(۱۳۸۵) د افغاني محصلانو زده کړو او دهغو څېړنو خورا علمي او هر اخېزه بڼه پيداکړي او هغوی له دغې څانګې سره په مشورې کې د دفاع لپاره دخپلو ديپلومونو او څېړنو لپاره موضوع ټاکي. په مسکو کې ميشت افغاني فرهنګيان په داسې حال کې چې استاد محب الرحمن ته د ډاکترۍ د اخېستو مبارکۍ وايي، هيله لري چې د ژپپوهنې په برخه کې د ده دغه زده کړې د ده د ژبې او خلکو لپاره ګټوره وواسي. په درنښت
|



