ليكنـــــــــــــــــــې

 

نجیب مندوزی

د دفاع  او کورنيو چارو محترمو وزير صاحبانو د پام  وړ

په افغانستان کې د نوي حکومت د پیل څخه ټولو افغانانو ته هيلې او امیدونه پیداشول، هر افغان داسې فکر کوه، چې که خير وي  جنګ ځپلی هېواد به مو په جوړېدو او کړیدلی ولس به مو په آرامه شي، د ژوند څخه به لکه د نړۍ د نورو هېوادونو د وګړو په شان خوندونه واخلي، سوکاله شيبې به ولري، د نړۍ د نورو پرمختلليو هېوادونو قطار کې به ورځ په ورځ ځانته ځای پیدا کړي، هېواد به يې د يو اقتصادي او پرمختللي هېواد په نوم ياد شي، د نورو هېوادونو د (مهاجرو) د پيغور څخه به خلاص شي، او په خپل هېواد کې به  د  سوکاله، آرامه او خوشحاله ژوند شپې سبا کړي، د افغانانو د همدې آرمانونو د پوره کولو لپاره، جلالتمآب ولسمشرحامدکرزي ډېرې هڅې وکړي، چې د افغانستان په تاریخ کې باید په زرينو ټکو سره وليکل شي، ښاغلي ولسمشر له پیله څخه په هغو چې د اوسني نظام مخالف دي په وار وار آواز کړی، چې راشئ راسره کينې که مو ملامته کړم، هغه به کوم، چې تاسو يې وايي او که مې ملامته کړئ نو ماسره به دې جنګ ځپلي هېواد ته د سولې په راوستلو کې مرسته او کومک کوئ او د جنګ څخه به لاس اخلئ، جلالتماب ولسمشر څو وارې په ځينو مجالسو کې د سترګو اوښکې بهولي او خلک يې سولې ته رابللي دي، پدې خو ټوله دنيا ښه پوهېږي چې سوله نه وي پرمختګ نا ممکن دی، ځکه خو يو شاعر وايي چې:

خدای هم  نه بدلوي حال د هغه قوم
څوک چې بدل نه کا خپل حالت پخپله

نه غواړم چې خپلې خبرې اوږدې کړم راځم دې ته، چې یادونه وکړم، چې د خوست غيور ولس د خپل نظام څخه همېشه په کلکه ننګه او دفاع کړې، په هره برخه کې يې د خپل مشرانو نيک اقدامونه ستايلي او مننه يې ترې کړي، خوستوال هېڅکله د خپلو مشرانو نيک اقدامونه نه هېروي، مشران او ولسمشر په خپل حال پرېږدو د هغوی په کړنو نه غږيږو خبرې په دې سره اوږدو چې او يو ياداښت د دفاع وزارت محترم وزیر، د کورنيو چارو محترم وزیر او د افغانستان د ملي امنيت محترم رئیس ته ورکوم، هغه دا چې په خپل ولس لږ زړه و دردوئ، لږ يې ځان د حاله څخه خبر کړئ او د هغو مشکلاتو د حل کولو لپاره لازم او جدي اقدامات واخلئ چې هم د جلالتماب ولسمشر او د ټولو افغانانو آرمانونه پوره شي، هغه مشکلات چې ولس ورسره په ولايتونو کې اخته دی، تاسو به ورڅخه نه يې خبر او که خبر هم یاست، پوره مطمئین يم چې ټولې به هغه شکل نه وي کوم چې حقیقت دی، ځکه نن سبا ټول نوم لرونکي او لوړپوړي چارواکي د خپل هغه عملونو د پټولو او مرکز ته د غلط انعکاس په خاطر په لکونو افغانۍ لګوي، او غواړي چې هغه څه چې په ولايتونو کې منځ ته راغلي په غلطه بڼه مرکز ته انتقال کړي، شايد محترمو وزیرصاحبانو، محترم رئیس  او لوستونکو ته دا خبره حیرانیدونکي برېښيدلي وي، چې سنګه مرکز ته د غلط انعکاس په خاطر په لکونو افغانۍ په مصرف رسيږي، هغه داسې چې هر لوړپوړي چارواکي او نوم لرونکي اشخاصو ځانته، ځانته د قومي مشرانو، سپین ږيرو او د ځینو مدني ټولنو د غړيو څخه ګروپونه جوړ کړي وي، کله هم چې کوم نوم لرونکی مشر کوم غلط کار ترسره کړي نو بیا هغه ډله چې لري يې، ورته په لکونو افغانۍ ورکړي ترڅو مرکز ته يې غلط انعکاس په ښه بڼه تشریح کړي، هر انسان لومړی په خپل کور، بیا کلي، ولسوالۍ، ولايت او ورپسې په خپل هېواد کې هغه څه غواړي چې ورته ښه برېښي، زه اوس د ټول هېواد په نماينده ګۍ د خپل ولايت يوه په زړې پورې قصه درته کوم، محترمو وزیرصاحبانو،او محترم رئیس صاحب ستاسو توجه ورته غواړم او خدای(ج) دې وکړي چې جدي اقدامات وکړئ،  دا   زما يادونه ده، چې مې محترمو وزیرصاحبانو او محترم رئیس صاحب ته ور په زړه کړه، دا چې خپلې خبرې مې په ثبوت رسولي وي، محترمو وزیرصاحبانو او محترم رئیس صاحب ته څو خبرې د ثبوت په شکل وړاندې کوم، له څه مودې راهيسې په خوست ولايت کې د يو نام نهاده قومي مشر غازي نواز تڼي او د خوست ولايت امنيه قومندان تر منځ څه مشکلات منځ ته راغلل، دا مشکلات په لومړيو وختونو کې ډېر کم و، مګر ځینو کړيو دې اور ته لمن ووهله او تر هغه پورې وهله چې اور يې ښه سره ګرم کړ، د اور ګرميدل هغه وخت وه، کله چې غازي نواز تڼي په پلازمینه کابل کې په افغان تلویزیون کې میلمه وه او د ژوندۍ خپرونې له ليارې يې د قومندان په خلاف خبرې وکړي، په هماغه شپه امنیه قومندان د خوست په يو خصوصي تلویزيون کې ميلمه وه ده هم په خپل وار  ښې سختې خبرې وکړي، دا وخت وه چې نور لمبه شوي اور سوځول شروع کړل او تپونه يې خوست کې ګرداب کوه، غازي نواز تڼي چې همېشه يې د نورو د نوم څخه استفاده کړي او اوس د افغانستان د قومونو د پيوستون د شوراء رئیس دی د خپل کار په دفتر کې د امنيه قومندان په خلاف غونډه وکړه، دوه ورځې وروسته خوست ښار کې د قومندان په ملاتړغونډه وشوه، موږ ټول حیران وه چې څه وجه ده، چې پرون د قومندان او نن د تڼي په خلاف غونډې وشوې، دې غونډو دوام درلود، کله د چا په خلاف او د چا په ملاتړ او کله بیا د چا په خلاف او د چا په ملاتړ غونډې کېدي، امنيه قومندان خو بیا ښه يوه ډله جوړه کړېده ښه امکانات هم ورکوي، او کله کله يې مرکز ته په دې موخه لېږي چې د کورنيو چارو وزیر صاحب ته يې د ده د غلطو کړنو ښه انعکاس ورکړي، وزیر  صاحب څه خبر دی چې په ولايت کې څه روان دي، دا خو په خپل ځای هغه ډله چې قومندان صاحب جوړه کړې څه موده مخکې يې امنيه قومندان ته د سروزور مډال په دې موخه ورکړ چې ګواکې قومندان صاحب ښه او نيک کارونه کړي، محلي مطبوعاتو هم دا خبره ښه په درځ کې واخيسته او ښه انعکاس يې ورته ورکړ، مګر اولس څه خبر دی، چې دمډال ورکولو په غونډه کې کوم قومي مشرانو ګډون درلود،  سروزرو مډال دچا په پیسو شوی وه، چا دا مفکوره ورکړي وه او څوک مطبوعاتو مخې ته راووتل. قومندان صاحب دلته ښه سياست وچلوه پیسې يې هم مصرف کړې، او خلکو ته يې دا ذهن هم ورکړ، چې ګواکې يې  ښه کارونه کړي ځکه خو د قوم د مشرانو لخواء تقدير شو، دواړه مشران ښه امکانات خپلو ډلو ته په دې موخه ورکوي، چې مرکز کې يې ښه ډول ورسوي او مطبوعاتو مسوولينو ته آمکانات په دې موخه ورکوي، چې د دوی کړنو ته ښه  انعکاسات ورکړي. د یادې لانجې په جريان کې څو ځلې دواړو مشرانو خپلې ډلې مرکز ته لېږلي.

اوس راځو او د مشکل د راپيداکېدو په اړه لږ تفصيل ورکوم، له څه وخته د خوست امنيه قومندانۍ لخواء نام نهاده قومي مشر غازي نواز تڼي  ته څو عسکر پدې موخه ورکړل شوې وه، چې د ده او د ده د فتر امنيت ونيسي، اورېدلې مې داسې دي چې څومره پوليس عسکر چې دقومندانۍ لخواء تڼي صیب ته ورکړل شوې وه، د هغو ټولو تنخواګانې او عیاشه به يې خپل جیب ته کوله، په همدې خاطر ترې امنيه قومندان د خپلو سرتيرو په راټولولو شروع وکړه، چې پايله يې اوس دا ده، چې قومندان او تڼي دواړه سره مخالف شول.
بل طرفه د خوست امنيه قومندانۍ کې داسې کارونه ترسره کېږي چې د نه منلو دي، د قومندانۍ هره برخه کې کميشنکاران وجود لري، هرې دوسيې ته يې خپل خپل قيمتونه ټاکلي دي، چې د کار ترسره کولو څخه بعد ټاکلی نرخ د معامله کوونکي څخه اخلي، چې په دې فساد کې د قومندانۍ تقریباً ټول کارکوونکي او حتي د ستاسو (دفاع، کورنيو چارو وزارتونو او ملي امنيت لوي رياست) کارکوونکي پکې هم شامل دي، زه د مرکزي حکومت او بالخصوص د دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت لوي رياست له مشرتابه څخه غوښتنه کوم چې پخپل ولس دې رحم وکړي او خپلو نماينده ګيو چې په ولايتونو کې دي همېشه بايد پرې نظر وساتي، د جلالتماب ولسمشر سره یو ځای دې هېواد ته د سولې په راوستلوکې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي.
په دې هيله چې محترم وزیرصاحبان جدي اقدام  وکړي.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com