|
خبرپاڼه ۱۵ می ۲۰۱۰
ټول افغان
ټکی کام د افغان کرکټ دټول افغان دکرکټ انګليسي ويبپاڼه The Cricket Post نومېږي او دټول افغان دکرکټ د پښتو او دري څانګې له برياليتوب څخه وروسته خپرېږي. دټول افغان د کرکټ افغاني او انګليسي څانګې لومړۍ ويبپاڼې دي چې د افغانستان د کرکټ د پوښښ لپاره ځانګړې کېږي. د ټول افغان ادارې د نوې ويبپاڼې په ليکه کېدو په اړه وويل چې ((د کرکټ د هغو مينه والو تر څنګ چې پښتو او دري لوستلای شي، د کرکټ د هغه مينه والو تنده هم خړوبول په کار دي چې یواځې په انګليسي کولای شي د افغان کرکټ احوال او پرمختګ تعقيب کړي. نړيوالو ته د افغان کرکټ د دقيق احوال رسولو یواځينۍ لاره همدا ده چې د هغوی په ژبه ورته د خپل کرکټ احوال ورکړو.)) ټول افغان له ۲۰۰۵ کال راهيسي افغان ملي لوبډله تعقيبوي او کړنو ته یې پوښښ ورکوي. د ټول افغان اداره وايي چې ټول افغان لومړۍ افغاني ويبپاڼه ده چې د کرکټ د ملي لوبډلې احوال خپرول یې پيل کړل او په هېواد کې یې د کرکټ خپرېدو او پرمختګ ته چوپړ وواهه. د ټول افغان د کرکټ افغاني او انګليسي څانګې د افغان کرکټ پوهانو له خوا چلول کېږي چې د تېرې پيړۍ د نويمې لسيزې په سر کې د مهاجرت په مهال د افغان کرکټ سره له پیله نږدې څارونکي پاتې شوي دي او د افغان کرکټ لوړو ژورو سره اشنا دي. د کرکټ مينه وال کولای شي د ټول افغان د کرکټ انګليسي ويبپاڼې ته د کرکټ په اړه په انګليسي ژبه ليکل وکړي، خپل اندونه ووايي، او د افغان کرکټ تازه احوال، انځورونه، شننې او په اړه یې په نړيوالو رسنيو کې خپرې شوې ليکنې ولولي. ټول افغان د کرکټ په انګليسي برخه کې د کرکټ په اړه د ليکوالانو ليکنو ته هرکلی وايي او د همکارۍ هيله ترې لري. د کرکټ د انګليسي ويبپاڼې پته په لاندې ډول ده: |