|

www.srohi.com
وېبپاڼه پر ليكه شوه
د هېواد نامتو ژبپوه ، اديب
او ليكوال ارواښاد كانديد
اكاډميسين سر څېړنوال محمد صديق
روهي ته منسوب روهي
وېب پاڼه پر ليكه شوه .
نوموړې وېبپاڼه چې د
ارواښاد استاد روهي د
مينه والو ، كندهار مېشت (( روهي
ادبي بهير))، خوست مېشتو
فرهنگي ټولنو او همدارنگه د ارواښاد
روهي د كورنۍ د غړو او مسكو
مېشت ځوان فرهنگي ډاكتر نيك محمد
ويال په شريكو هڅو جوړه
شوې ده ، د پښتو وېب
پاڼو په كتار كې يو ښه
زياتونه ده ، هيله من يو چې د
ارواښاد استاد محمد صديق روهي
د شخصيت په معرفۍ او
د پښتو ادب او كلتور
د ځلونې په شريفانه هڅو كې
د پام وړ گامونه پورته كړي .
د تل افغان وېبپاڼې اداره
د نوموړې وېبپاڼې د جوړېدو او
پرليكه كېدو له امله د زړه له كومي
خوښي څرگندوي او ټولو جوړونكو
او ليدونكو دوستانو ته يې
مباركي وركوي .
پــــه
درنښت
د تل افغان وېبپاڼې اداره
|