|
دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولنې د خواشينۍ پيغام
نيټه:
١٥/٦/١٣٨٩ - ٦/٩/٢٠١٠ په ډېري خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي تيره شپه د کابل په زړو مکرويانو کې د هېواد د ژورنالستانو د ملي ټولني مرستيال، نوميالي ژورنالست او د ملي راډيو تلويزيون وياند سيد حامد نوري د نا پيژندل سوي کسانو لخوا ووژل سو. انا لله و انا اليه راجعون د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه او ټول غړي د ارواښاد نوري مړينه يوه فرهنګي ضايعه بولي، ارواښاد ته د لوي خداي (ج) د دربار څخه جنت الفردوس، محترمي کورني او د هېواد ژورنالستانو ته جميل صبر غواړي.
روح دي ښاد وي په درنښت، الحاج غرزي خواخوږی د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر |