ليكنـــــــــــــــــــې

 

په هالنډ کې دافغانستان د ملي ګوندد شوراله خوا
د خواخوږۍ پيغام

په ژورې خواشینئ سره مو د افغانستان د رنځیدلو خلکو داصیل بچی ، ستر وطنپالونکی ،نه ستړی کیدونکی مبارز ، سیاسی او اولسی شخصیت سعادتګل  ( آهنګر )د ناڅاپی او بې وخته مړینې لړزوونکئ خبر واورید.

انا لله و انا الیه راجعون

سعادتګل ( آهنګر ) خپل ټول ژوند او چټه ځوانی ، د خپل ځوریدلی اولس د نیکمرغئ او هیواد د سمسورتیا آرمانونو ته  ورځار کړل . د هیواد د خلکو د فکری اسارت او رنګارنګ محرومیتونوپر ضد یې د پوهې او رڼا مشعل د هیواد تیاروګوټونو ته ورساوه او په سلګونو ځوانان یې د وطنپالنې په روحیه وروزل  .د هیواد په ډیرو برخو په ځانګړی توګه په خوست او کنړ کې یې د یادونې او تحسین وړ ، تلپاتې او نه هېریدونکی خدمتونه کړی دی .

 ( آهنګر ) په بېساری میړانه او زړه ورتوب سره د انسان مقام ته د درناوی او ټولنیز عدالت د تأمین په لاره کې زندانونه وګالل، ربړونه او کړاوونه یې وزغمل  خو د ژوند سختیو د ( آهنګر ) اراده پر ټولنیزې بې عدالتئ  د آهنګری ګوزارونو د پاره لا پسې پخوله . آهنګر د عادلانه مبارزې توغ د خپل ویاړلی ژوند تر وروستیو شېبو اوچت وساته .

آهنګر د افغانستان د وروڼو قومونو په ورورئ او نه ماتیدونکی یووالی ټینګ باور درلود او د افغان اولس دوستی او پیوستون یې د سولې او امن د تأمین ، د هیواد دسیاسی ،اقتصادی او ټولنیز پرمختګ لپاره اړین شرط باله .

آهنګر باور درلودچې  ملی او وطنی موخو ته د افغانستان د ملی ګوند رښتینولی او ژمنتیا، همدارنګه د تفکر او سیاسی عمل په برخه کې ددې ګوند د نرمښت ، تېریدنې ، انعطاف مننې او د نورو سره ګډ کار ته د چمتووالی کړنلاره به  د ملی دموکراتیکو او وطنپالونکو ځواکونو تر منځ موجود و تربګنیو او تاوتریخوالی ته  د پای ټکئ کېږدی  او د هیواد په سیاسی ډګر کې به یو داسې ډاډمن او  یو موټئ  سیاسی ځواک رامنخ ته شی چې د سولې ، بیارغونې  او دموکراسئ د ټینګښت او پراختیا ستر کار به عملی او یقینی کړی .

سعادتګل ( آهنګر ) د لوړو اخلاقو او اوچتو انسانی فضائلو خاوند وو. رښتینولی ، پاکی او صداقت ، انسان ته خدمت او درناوئ ، تواضع او خاکساری ، د خلکو او وطن سره توده مینه او عشق د سعادتګل ( آهنګر ) د شخصیت ټاکونکی ځانګړتیاوې وې .

په داسې حال کې چې د آهنګر ناڅاپی او بې وخته مړینې د ده شریفه کورنئ ، ملګری او دوستان په  شوک او سوګ ،  ژور غم او ماتم کې کښېنولی ، موږ ددې درنې او نه جبران کیدونکی ضایعې له امله د آهنګر درنې کورنئ ، ټولو ملګرو ، د افغانستان د ملی ګوند مشرتابه هیأت  ، په ځانګړی توګه د هغه ځوان او غښتلی مشر عبدالحی « مالک »  او د هېواد زیار ایستونکو خلکو ته د زړه له کومې د خپلې خواخوږئ مراتب وړاندې کوو .

موږ به د آهنګر اوچت او انسانی ارمانونه تر سپړیدو وڅارو !

ویاړ دې وی پر سعادتګل « آهنګر » !
 تلپاتې دې وی د « آهنګر » ژوندئ یاد  !

 

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com