|
د روهي پاڼې د درنو چلوونکو د پام وړ ! ستاسو په پاڼه کي يوه خبري ليکنه چي عنوان يې دئ هزاروو يوځل بیا دميدان وردګو ولایت دبهسودو سیموته دکوچيانو دنه تګ په اړه خپلې مبارزې تيزې کړې په دغه لاندي لينک کي : http://www.srohi.com/fullstory_id_5997.html او بيا عین لیکنه د دغه سرليک لاندي ايران د کوچينانو پر ضد د هزارګانو ملاتړ کوي همدا نن ( ۶/۴/۲۰۱۰) په دې لاندي لینک کي : http://rohi.af/khabar_id_13045.html زما هدایت الله هدایت په نامه خپره سوي دي، حال داچي دا ليکني زما ندي او زه ددې ليکني د محتوياتو په اړه هيڅ معلومات نلرم او نه زما لخوا چاته لېږل سوېده . چي د هر رازي سوء تفاهم د پيدا کېدو څخه ډډه سوې وي او د ليکني د اصلي ليکوال د نامه اصالت هم خوندي پاتي وي زه هيله کوم چي د نوموړې ليکني څخه زما نوم ایسته او هغه د هغې د اصلي ليکوال و نامه ته منصوبه کړی . په درناوی |