ليكنـــــــــــــــــــې

 

 

دخواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې پيغام

 

نيټه: ٢٩/٦/١٣٨٨ - ٢٠/٨/٢٠٠٩

 

 په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چي د افغانستان ډېر نامتو ليکوال او پياوړي شاعر عبدالهادي ريشأ د دي فاني دنيا څخه ستري پټي کړي.

 

انا لله و انا اليه  راجعون

 

ارواښاد عبدالهادي ريشأ نازک خياله شاعر او بادرده ليکوال ؤ چي د ده آثار ډېر د ټولني د ناخوالو او ستونزو انځورونکي او اشعار ېي په ډېره خوږه ژبه او د نيوکو څخه ډک د ټولني د سمون او د نوي نسل د روزلو د پاره کښلي وه.

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د ارواښاد ريشأ مړينه يوه لويه ادبي، فرهنګي او ټولنيزه ضايعه بولي او خپل د خواخوږي مراتب د دوي محترمي فرهنګپال کورني ته وړاندي کوي او ارواښاد ته د لوي خداي (ج) له دربار څخه جنت الفردوس غوښتونکي ده.

روح دي ښاد وي

 

په درنښت،

الحاج غرزي خواخوږی

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر

 

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com