|
سوله زموږ ملي اړتيا (د غونډې راپور) د ۱۳۹۰کال د غبرګولي په اتمې نېټې په کابل ښار کې په سلګونو افغانان چې پوهان، علمي، قومي مشران، سیاسي او فرهنګي شخصیتونه او د ښځو او او ځوانانو استازي پکې شامل وو، راټول شول، د سولی په حیاتي اړتیا او له جګړې څخه په کرکه او مخالفت هوکړې ته ورسېدل او یو پریکړه لیک یې صادر کړ چې پکې د ټولو اړخونو څخه په کلکه وغوښتل شول تر څو سوله ومني، کار ورته وکړي او د سولې په راوستو کې خپل مسولیت ادا کړي. غونډه د افغاني غوښتنو فکري بنسټ له خوا رابلل شوې وه چې پکې د افغانستان د ټولو سیمو، قومونو او اړخونو استازو ویناوې وکړې او له سولې سره یې موافقت او د سولې په راوستو کې خپلې ژمنې وکړې. د غونډې بنسټیزه وینا او پښتو او دري پریکړه لیکونه افغاني ویب پاڼو او رسنیو ته لیږل شوي، چې د مهربانۍ له مخې یې ټول هیوادوالو ته ورسوي. په ګران افغانستان کې د پایداره، رښتنیې او ژر سولې په هیله ********************* بسم الله الرحمن الرحيم والصلح خير د غونډې اساسي وينا ۱۳۹۰ کال د غبرګولي ۸ مه- کابل ډېرو درنو ورونو، خویندو، عزتمنو میلمنو؛ د غونډې معززو ګډونوالو، السلام علیکم ورحمت الله و برکاته نن موږ و تاسو د خپل ویاړلي هیواد او پتمن ولس تر ټولو سترې مسلې یانې سولې په باب د خبرو لپاره راټول شوي یو. په افغانانو یوه بېمورده، ناسمه او پردۍ جګړه تپل شوې ده . که څه هم دا یوه پیچلې جګړه ده چې سیمه ایز، نړیوال، فکري، اقتصادي اوسیاسي بعدونه لري، خو په حقیقت کې د هیچا په ګټه نه ده . سوله که زموږ د ملت او هیواد لپاره د آب حیات ارزښت لري او د افغانانو د ابرومن ژوند او یو پیاوړي دولت جوړیدو لپاره لومړنی شرط دی، د ګاونډیانو او سیمې ثبات هم ور پورې تړلی دی او د نړۍ د ابرو او روا ګټو د تضمین لپاره هم تر ټولو ښه لار ده . لس کلنو تجربو به ټول پوه کړي وي چې جګړه د حل لار نده او اوس داسې ښکاري چې سولې ته یو مناسب فرصت رامنځته شوی دی . د افغاني غوښتنو فکري بنسټ د سولې لپاره ستاسو درانه حضور ته د سولې دا طرحه د دوه بنسټونو له مخې وړاندې کوي: ۱). موږ له هیچا سره د مخالفت دریځ نه لرو، ۲). سوله د افغانانو د ګټو او غوښتنو له زاویې خو د ټولو په ګټه غواړو. قدرمنو ورونو او خویندو، هر لوری د جګړې د پیل او دوام د مشروعیت لپاره یوه انګیزه عنوانوي : 1) امریکا وایي چې : د سپټمبر په ۱۱ یې پر کور برید شوی او غواړي په جنګ سره خپل کور د تروریزم له نورو بریدونو ساتي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا جواز یې اخستی، د متحدینو یو لوي شمیر یې له ځان سره راوستی دی او وایي چې دا د تروریزم سره جګړه ده او دوی دلته د ښځو د حقونو او بشري حقونو ساتنه کوي. 2) مخالف جنګیالي يې وایي چې له خپلې اسلامي عقیدې او خپل هیواده دفاع کوي؛ پر امریکا د برید په پېښه کې یو افغان هم ګډون ندی کړی؛ دوی د دغه برید مسول ندي او بهرنیان افغانان بې دلیله وژني. په تاریخ کې تل هر لوري هڅه کړې چې جګړو ته انګیزې جوړې کړي، خو زموږ په نظر جګړه په لاندې دلیلونو د هيچا په ګټه نه ده: ü افغانان لکه هر وخت د قربانۍ په محور کې دي، تر ټولو ډیر انساني تلفات ورکوي، ښځې، ماشومان، ځوانان او بوډاګان یې وژل کیږي، مالي او اقتصادي تاوانونه کوي، کور او هیواد یې ورانیږي، له پرمختګ او نیکمرغي نه په سلونو کلونه وروسته پاتې کیږي او علم، پوهه، او فرهنګ يې نه جبرانیدونکي زیانونه ویني . ü امریکا او متحدین یې هم ګټه نه ګوي، اقتصادونه یې تباه کیږي،اولادونه یې ژوند له لاسه ورکوي،د سوله دوستۍ، بشردوستۍ او همکارۍ نړیوال حیثیت بایلي؛ او د خپلو خلکو باور له لاسه ورکوي. ü پاکستان ته د وینو او اور څپې ورغلې دي، د ملي حاکمیت له زیان او کورنۍ جګړې له ګواښ سره مخ دی، اقتصادي او ځاني زیانونه یې ورځ په ورځ زیاتیږي. ایران ته هم بې ثباتي او نا امني ورخپریږي او کور یې په امن کې نشي پاتې کیدای. ü سیمې ته امنیتي تهدیدونه ورځ تر ورځې زیاتیږي او د ویرې او نا امنۍ یو ژور خطر ټولو ته متوجه دی . ü نړۍ ته چې د تروریزم په نوم کومه ویره ورکول شوې وه ، دغه ویره لا زیاتیږي او له کنټروله وځي . درنو ښاغلو او اغلو، اوس پوښتنه داده چې که هر لوری د جګړې پر دغو زيانونو پوه وي نو ولې تر اوسه لا هم د سولې پر مخ دومره ستونزې پرتې دي؟ موږ فکر کوو چې دجګړې اصلي لوري لا هم غواړي چې له جګړې څخه د خپلو اوږدو او ژورو ګټو او ارزښتونو د حصول لپاره کار واخلي. دا به هم غواړي چې د جګړې د انګیزې او مشروعیت په ساتلو خپل حیثیت، ابرو او غرور وساتي. دوه اړخیزه ناباوري، د یوه اړخ نا څرګند ادرس،د ملګرو ملتونو په تور لست کې یې د مشرانو نومونه ، او د خپلو متحدینو سره د دواړو اړخونو د پیوند مسله لا هم د سولې پر مخ پراته خنډونه دي. د دولت په دننه کې د سوله دوستو کسانو او کړیو دریځ هم کمزوری ښکاري ځکه تر اوسه یې لا د باور پوره فضا نده رامنځته کړې خو لږ تر لږه یو ادرس لري، البته د وسله والو مخالفینو سره د مخامخ خبرو لپاره د هغوی دغسې کوم ادرس لا هم نشته. فرصت طلبه داخلي او سیمه ایزې کړۍ لدې حالت څخه بیا خپلې ګټې پورته کوي. دغه داخلي فرصت طلبان هغه کوچنۍ کړۍ دي چې ډیر امتیازات یې اخستي؛ جنګي/ جرمي سابقه لري؛ د هیڅ قام نماینده ګان ندي او د ناروا امتیازونو د ساتلو لپاره د سولې مخالفت کوي. په سیمه ایزو مخالفینو کې روسیه، پاکستان او ایران یادیږي؛ چې د ځانګړو ډلو په ملاتړ او یا مخالفت کې بوخت دي، او د افغان په کور پر روانه جګړه کې خپلې ژورې/ ستراتیژیکې ګټې تعقیبوي . زما خوږو ورونو او خويندو، ځمکه هغه سوزي چې اور پرې بليږي. موږ باید د سولې لپاره کار ته لومړیتوب ورکړو. د افغاني غوښتنو فکري بنسټ د خپل لومړي فعالیت په توګه د پورته ستونزو د حل او یوې رښتینې سولې ته د رسیدو لپاره د دې اصل په رڼا کې چې د سولې پروسه دې له اسانو، ممکنو او عملي لارو چارو پیل شي . خپل وړاندیزونه پدې ډول وړاندې کوي: 1) ټول اړخونه دې سوله، مصالحه او مذاکره د اصل په توګه ومني. 2) په لومړي ګام کې کیدای شي د انکشافي پروژو په باب محدودو مذاکرا تو تر سره شي . 3) له تور لسته د شاملو افغانانو نومونه دې ډیر زر وایستل شي چې دخبرو میز ته د ټولو راوستل ممکن شي . 4) تر دې ورسته دې د ټولو مطرحو افغانانو بین الافغاني پراخ ډایلاګ ته زمینه جوړه شي چې له هر ډول بهرني فشار پرته پخپلو کې په پوره تفصیل د خپل سرنوشت په باب بحث، مذاکره، تفاهم او توافق وکړي . د مصالحې اوسولې لپاره دې د افغانانو متفقه طرحه د داسې ابرومندې روغې جوړې عملي کول وي چې په دننه کې د هر افغان مساوي حیثیت او عزت پکې خوندي وي او د بشري کورنۍ په منځ کې افغان د یو ابرومن نوم او دریځ لرونکی کړي . د ملي، اسلامي او نړیوالو منل شوو معیارونو په چوکاټ کې دې د بشر او ښځو حقونه، عدالت، پوهنه او انکشاف په اتفاق سره ومنل شي. د بیا ادغام (Re-integration) له ټکي سره دې احتیاط وشي،چې سؤتعبیر نشي. ښه ده چې ابرومنده روغه جوړه (Respectful Reconciliation) د یوې فعالې او اغیزمنې سیاسي پروسې په توګه ومنل شي او د حصول لپاره يې په اخلاص کار پیل او بري ته ورسول شي. 5) افغانان دې بیا په ګډه له نړۍ سره کیني او ترې و دې غواړي چې د افغانانو شوو پریکړو ته درناوی وکړي او هغه ومني. افغانان او نړۍ باید یو د بل په ژبه پوه شي تر څو داسې توافق ته سره ورسیږي چې پر دې پيشنهادي بنسټونو ولاړ وي : - بهرنیان تر نا څرګند مهاله زموږ په هیواد کې نه شي پاتې کیدای او اولادونه یې دلته تر پایه خپل ژوند له لاسه نشي ورکولی. افغانان باید ددوی پر ځای د خپل هیواد ساتنه پخپله وکړي . د دواړو خواو په ګټه داده چې که بهرنیان وځي، په ابرو کې دې لاړ شي او موږ دې په عزت او سرلوړۍ کې پاتې شو . بهرنیان دې له افغانستان سره د ملي بنسټونوپه پیاوړتیا، بیا رغاونې، انکشاف او پوهنې کې دوامدارې مرستې وکړي؛ تر څو دا یقیني شي چې د کورنیو جګړو اور او د سیمه ایزو سیالیو سیلاب بیا زموږ پر کور نه راځي . - له نړۍ، سیمې او ګاونډیانو سره دې زموږ اړیکې په درې اصلونو ولاړې وي : متقابل درناوي، متقابل باور او متقابلې ګټې. - نړیوال دې د افغانستان خپلواکي، ملي حاکمیت، ملي ګټې او افغاني/ اسلامي هویت ومني؛ په بدل کې دې افغانان نړیوالې ټولنې ته د دوی د روا او معقولو ګټو د تحفظ ډاډ ورکړي . - نړیواله ټولنه، ملګري ملتونه او اسلامي کنفرانس دې د افغانانو مرسته وکړي چې له ګاونډیانو سره د ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او باور په رامنځته کولو کې توافق ته سره ورسیږي . دا چې لا تر اوسه هم بشریت کله کله جګړې ته مخه کوي، دا راښیي چې پر دې لا پوره نه یو پوه شوي چې موږ یو له بل سره تړلي یو. د سولې لپاره چې څومره ډیرې خولې تویې کړو، په جګړو کې به مو له هماغومره ډیرو وینو بهیدو مخنیوی کړی وي. سوله د نیکمرغۍ لمر دی چې په راختو به يې هر خوا رڼاشي. په ګران افغانستان کې د پایداره، رښتنیې او ژر سولې په هیله مننه، کور مو ودان
د غونډې پرېکړه ليک ۱۳۹۰ کال د غبرګولي ۸ مه- کابل بسم الله الرحمن الرحيم والصلح خير ویاړمن افغانستان او مظلوم، خو باشهامته افغان ملت له درې لسیزو زیات د جګړو په اور کې سوزېږي. د ماشومانو، ښځو، لویانو او ځوانانو وینه یې په بیرحمۍ تویېږی او خاوره یې د لویو لوبو ښکارشوې ده. نن په کابل ښار کې په سلګونو افغانان چې پوهان، علمي، قومي مشران، سیاسي او فرهنګي شخصیتونه او د ښځو او او ځوانانو استازي پکې شامل وو، راټول شول، د سولی په حیاتي اړتیا او له جګړې څخه په کرکه او مخالفت هوکړې ته ورسېدل او لاندې پرېکړه لیک یې صادر کړ: 1. پر افغانستان او افغانانو تپل شوې جګړه دې ډېره ژر ودرول شي، ځکه جګړه د هیڅ ستونزې حل نه ده، بلکې پخپله تر ټولو لویه ستونزه ده او د هیڅ لوري په ګټه نه ده . له ټولو خواوو غواړو چې مذاکره، مصالحه او سوله د ټولو افغانانو د غوښتنې په توګه تایید کړي. 2. له افغان دولت نه غوښتنه کوو؛ خپل لومړنی مسوولیت چې ولس ته د سولې او امنیت راوستل دي، عملي کړي. د سولې هڅې دې ګړندۍ کړي، عملي او فعال شکل دې ورکړي، د سولې عالي شورا او ورته هڅې دې پوره فعالې او اغیزمنې کړي. همداراز د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره دې تر انتقاد اوچت عملي ګامونه واخلي. له خپل منځه دې د جګړه خوښو او سوله دښمنو اشخاصو او کړیو داغ لرې کړي او دوی دې تجرید کړي. 3. له افغان دولت او نړیوال ایتلاف نه غوښتنه کوو چې د افغانستان په دننه کې د وسله والو مخالفینو د یو ادرس له جوړیدو سره دې مرسته وکړي چې د سولې مذاکرات ممکن او اسان شي. 4. د دولت له وسله والو مخالفینو هم کلکه غوښتنه کوو چې د سولې د هر معقول حرکت ملاتړ وکړي، ولس ته د سولې ډاډ ورکړي، د ښوونځیو، روغتونو او عامه تاسیساتو د تخریب مخنیوی وکړي او که ریښتیا دوی د دغو ورانیو مخالف وي، خپله بېزاري دې ترې اعلان کړي. همداراز د ملکي کارکوونکو، ښوونکو، علماوو او قومي مشرانو له وژنې دې مخنیوی وکړي. 5. له افغان سیاسي، دیني او ټولنیزو مشرانو څخه کلکه غوښتنه کوو چې د خپلو نیکونو په څیر دې په اخلاص او صداقت بین الافغاني خبرو اترو ته کېني، د انحصار او بې باوري فضاء دې ماته کړي او نړۍ ته دې ثبوت کړي چی افغانان د خپلو ستونزو د تشخیص او حل دواړو استعداد لري. 6. له نړیوالې ټولنې څخه کلکه غوښتنه کوو چی د سولې لپاره د افغانانو غوښتنو ته مثبت ځواب ووایي او ویې مني. ړندې بمبارۍ، د ملکي خلکو وژنې او دشپې له خوا د کورونو تلاشۍ دې ودروي، بیګناه بندیان دې خوشې کړي. د افغانانو کلتور، دین او ارزښتونو ته دې درناوی وکړي. ابرومنده روغه جوړه دې تر ټولو لوړ لومړیتوب وګڼي.د جنګي مجرمینو، انحصارغوښتونکو او دسولې له مخالفینو دې ملاتړ نه کوي او دوی ته دې امتیاز او شناخت نه ورکوي. 7. له ملګرو ملتونو څخه په کلکه هیله کوو چې ټولې دخیلې خواوې دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې د سولې له پروسې سره مرسته او ملاتړ وکړي. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تورلست څخه دې د شاملو افغانانو نومونه وباسي او د خپل سرنوشت په ټاکلو کې د ټولو افغانانو د حق په اعاده کې دې همکاري وکړي. 8. له ګاونډیو هیوادونو کلکه غوښتنه کېږي چې د خپلو ولسونو او هیوادونو د ساتلو او له افغانانو سره د ښه ګاونډیتوب په خاطر دې خپلې ټولې هڅې په افغانستان او سیمه کې سولې راوستلو ته متمرکزې کړي او په خپلو پالیسیو او پروګرامونو دې داسې بیا کتنه وکړي چې مثبتو بدلونونو ته لار هواره کړي. 9. له ټول افغان ولس څخه هیله کېږي چی په هر ځای، هر موقف او هر حالت کی د سولې له مفهوم، پروسې او عملي کېدو څخه ملاتړ وکړي. د سولې له مخالفانو څخه هم په ټینګه غواړو چې د سولې په وړاندې ونه دریږي او پدې ډول له افغان نجیب ملت سره خپل تړون او اړیکي وساتي. 10. د رسنیو په ګډون له ټولو مدنی بنسټونو څخه غواړو چې د سولې د فرهنګ د عامولو لپاره کار وکړي، دغسې غونډو او غوښتنو ته دوام ورکړي او دخپل کور او ولس پرسر د لګېدلي اور په مړ کولو کې په هره ممکنه لاره خپله دنده او مسوولیت اداء کړي. والسلام
قطعنامه جلسه کابل ـ ۸ جوزا سال ۱۳۹۰هـ ش بسم الله الرحمن الرحيم والصلح خير افغانستان پر افتخار و مردم مظلوم ولی با شهامت آن اضافه از سه دهه است که در آتش جنگ می سوزند. خون زنان، اطفال، جوانان و بزرگان آن به شکل بیرحمانه می ریزد و خاک آن شکار بازی های بزرگ شده است. امروز در شهر کابل صدها نفر از دانشمندان، عالمان، بزرگان قومی، شخصیت های سیاسی و فرهنگی، نمایندگان جوانان و زنان دورهم جمع شده اند و به اهمیت حیاتی صلح و نفرت از جنگ موافقه نمودند و قطعنامه ذیل را به تصویب رساندند : ۱ـ جنگ تحمیلی بالای افغانستان و افغان ها هرچه عاجل تر توقف نمایند. بخاطر اینکه جنگ هیچگونه راه حلی نیست بلکه جنگ خودش پرابلم بزرگ است و به نفع هیچ طرف نیست لذا از تمام جوانب می خواهیم مذاکره، صلح و مصالحه را به حیث ارزوی تمام افغان ها تائید نمایند. ۲ـ از دولت افغانستان میخواهیم، که مسؤلیت شماره یک خود را که تأمین صلح و امنیت برای مردم است عملی نمایند. کوشش های خویش را بخاطر صلح سرعت ببخشد، به آن شکل فعال و عملی بدهد، کوشش های شورای عالی صلح و کوشش های مشابه دیگر را فعالتر نماید. همچنین بخاطر جلوگیری از تلفات ملکی گامهای والا تر عملی را برداشته و از بین خود اشخاص وافراد جنگ طلب و دشمنان صلح را دور و تجرید کند. ۳ـ از ایتلاف بین المللی و دولت افغان خواهش مینماییم که در داخل افغانستان ادرس مخالفین مسلح را مشخص سازد تا اینکه مذاکرات صلح ممکن و آسان شود. ۴ـ از مخالفین مسلح یا طرف مقابل دولت هم خواهش مینمایم که از هر حرکت معقول صلحخواهی طرفداری و استفاده نمایند، به مردم اطیمنان صلح را بدهند و از تخریب شفاخانه ها، تاسیسات عامه و مکاتب جلوگیری نمایند، اگر واقعاً آنها مخالف این اعمال هستند، مخالفت خویش را با آن اعلان نمایند همچنین از کشتن معلمان، علما و بزرگان قومی جلوګیری نمایند. ۵ـ از رهبران سیاسی، دینی و اجتماعی افغان جداً میخواهیم، که مانندنیاکان شان با اخلاص و صداقت، به مذاکره و تفاهم بین الافغانی آغاز نموده، فضای بی باوری وانحصار را در هم شکنند و به جهانیان ثابت سازند که افغانها توانایی شناخت و حل معضلات خود را دارند. ۶ـ از جامعه جهانی جداً میخواهیم که به ندای صلحخواهی افغانها جواب مثبت داده و آنر بپذیرند، از بمباردمان های کورکورانه ابا ورزیده داخل شدن شبانه به خانه های مردم و تلاشی منازل را قطع نمایند. زندانیان بیگناه را رها نموده به فرهنگ، دین و ارزشهای افغانها احترام بگذارند و مصالحه آبرومند را بحیث بزگرین الویت بپذیرند و دست از حمایت مجرمان جنگی وانحصار طلبان بردارند و به آنها امتیاز و شناخت بیشتر ندهند. ۷ـ از ملل متحد جداً میخواهیم که همه طر فهای درگیر در افغانستان را ترغیب نموده به حمایه و اشتراک در پروسه تشویق شان نمایند، نام افغانهای شامل در لست سیاه را بیرون نموده و در اعاده حق تعین سرنوشت خود با افغانها همکاری نمایند. ۸ـ ازکشورهای همسایه افغانستان جداً میطلبیم که بخاطر حفظ کشورها و مردمان شان و جهت همسایگی خوب با افغانها تمام مساعی شانرا در راستای تأمین صلح و ثبات در افغانستان و منطقه متمرکز نموده و در پالیسی ها و برنامه های سیاسی شان چنان بازنگری نمایند، که راه را برای تغییرات مثبت هموار نماید. ۹ـ از تمام ملت افغان درهمه جا، هر موقف و حالتی که باشند خواهش ما اینست که از مفهوم صلح و پروسه عملی ساختن آن حمایه نمایند، از مخالفین صلح هم اکیداً تقاضا مینماییم که در مقابل صلح ایستاده گی ننموده از این راه همبستگی خود را با ملت نجیب افغان حفظ نمایند. ۱۰ـ از تمام نهادهای جامعه جهانی و رسانه ها میخواهیم که بخاطر عام کردن فرهنگ صلح کار نمایند، و در تداوم تدویر همچو گردهمایی ها و خواست ها ادامه داده و در فرونشانیدن آتش فروزان جنگ برخانه و مردم شان سهم بگیرند و مسؤلیت ملی شانرا ایفا نمایند. والسلام |