|
شال- لرغونى بلخ له شماله خپرېدونكې پسرلى چاپ شوه له شماله خپرېدونكې پسرلى خپرونې، پنځلسمه- شپاړلسمه ګڼه تازه له چاپه راووته. د پسرلى دغه ګڼه چې نږدې ۷۰ مخونو لري د ادبي او ټولنيزو ليكنو تر څنګ پكې د ټاكنو په اوسني بهير بېلا بېلې ليكنې خپرې شوي دي .
- چاته رايه وركړو! - راتلونكې ولسشمر به څوك وي؟ - د افغانستان ټولټاكنې او ايران - د انتخاباتي هڅې او د پښتنو سياسي ليد لورى - پښتو اكسېرنې او نورې بېلا بېلې ليكنې لوستلى شئ.
پسرلى په لاندې پتو تر لاسه كولى شئ: كابل: بيهقي كتابپلورنځى كندهار: افغان كتابپلورنځى بغلان: چونغر ادبي بهير كندوز: پسرلى ادبي او كلتوري ټولنه لرغونى بلخ: مومندبابا ادبي بهير ننګرهار: هارون كتابپلورنځى همدارنګه دغه ګڼه د هېواد له نورو ولايتونو په كتابپلورنځيو كې هم تر لاسه كولى شئ.
|

