|
دوه نۍ د ١٣٩٠ لمريز کال د چنګاښ ١ ښاغليه! السلام عليکم! هيله ده چې روغ او جوړ اوسئ، تاسي ته زېرى درکوو، چې د لوى خداى (ج) په مرسته د پښتو تلويزيون او پښتو ايف ايم راډيو بنسټ اېښودل شوى، لکه څنګه چې يې له نومه څرګنديږي د ټولو پښتنو ښه خدمت کول او د دوئ لپاره په زړه پورې خپرونې چمتو کول او خپر ول د پښتو تلويزيون او پښتو ايف ايم راډيو موخې دي . اوس تاسې کولاى شئ چې د سپوږمکۍ له لا رې د پښتو تلوېزيون ازمايښتي خپرونې وګورى او د انټرنيټ له لارې پښتو ايف ايم از مايښتي خپرونې واورئ . له دې امله چې پښتو تلويزون او پښتو ايف ايم، د خپرونو څخه ټول درانه ليدونکي او اورېدونکي په هېواد کې دننه او د هېواد څخه بهر ښه ګټه پورته کړي، په ډېر درنښت د پښتو تلويزون او پښتو ايف ايم راډيو مشرتابه هيله لري، که تاسي مهرباني وکړئ او په خپله ګورتپاڼه (ويب سايټ) کې د دې بريښناليک سره مل خبرتيا خپره کړئ موږ به ستاسي يوه نړۍ منندوى يو.
په ډير درنښت
Pashto TV, Pashto
Television Pashto FM
Radio Pashto Radio Email: arika@pashtotv.tv |
