|
د پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ کابينه اعلان شوه د پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ يوه درنه غونډه د غورځنګ د صدر علامه وصال محمد وصال په مشرۍ د خېبر پښتونخوا صوبې په پېښور ښار کې وشوه په دې غونډه کې له مختلفو سيمو څخه ګڼ شمېر پښتنو شاعرانو، اديبانو، ليکوالانو او پوهانو په ګڼ شمېر کې ګډون وکړ. په دې موقع د ګډون کوونکو په صلاح مشورو او سره د د پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ کابينه په دا ډول اعلان شوه: سرپرست: سيد طاهر بخاري، صدر: علامه وصال محمد وصال، وړومبی مرستيال صدر: انور شاهين خانخېل، عمومي سېکتر: زاهد شاه زاهد اعوان، مرستيال سېکتر: رياض حسېن بنګش، د اطلاعاتو سېکتر: چشمان موسی خېل: د تبليغاتو سېکتر: ظفر علي ظفر، د دفتر سېکتر: مفتي غلام علي شيراز او د مالياتو سېکتر: دلدار حسېن مجروح. غونډې ته په خپلو وېناؤ کې وېنا والو وويل: د پښتونخوا نړيوال ادبي غورځنګ مقصد له هر ډول پوله ايزو، مسلکي، قبيله اي، اقتصادي او معاشي اختلافاتو نه بالاتر د نړۍ په سطح د پښتنو او په خاصه توګه د شاعرانو، اديبانو او د قلم د خاوندانو په يو مرکز باندې د راغونډولو او د هغوي د مسائلو او مشکلاتو د اوارولو لپاره هلې ځلې کول دي. دوي څرګنده کړه چې غورځنګ به په هره سطح د پښتو او پښتنو په خلاف د سازشونو او دسيسو مخنيوی کوي. او چا ته به اجازه ورنکړي چې په مختلفو نومونو سره د پښتنو د بدنامولو او د هغوي د حقوقو د پائمالولو کوشش وکړي. د رابطې لپاره: پته: ورکشاپ روډ، جمرود روډ پوسټ بکس نمبر 346 پېښور ( خېبرپښتونخوا ) فون: 091- 7114566، موبائل:03219779388 ، 03459047584 برېښناليک: pukhtoonkhwagorzang@yahoo.com وېب پاڼه: http://pukhtoonkhwa.blogfa.com چشمان موسی خېل |