|
په
روسيه كې د مېشتو افغانانو
د سراسري اتحاديې د موسسانوغونډه جوړه
شوه
له
1992
م كال راوروسته په افغانستان كې د قدرت په
سر د جنگونو د شدت له شامته ، هغه وخته
چې روسيې ته د افغانانود مهاجرت پروسه پيل
شوه ، دغه افغانان په ورځني ژوند كې له
متعددو ستونزو او كړاونو سره مخ وو،
او د مهاجرت د كړاونو له هماغه پيل څخه
په دې هيله او هڅه كې وو، چې د خپلو
ورځنيو ستونزو د حل په منظور د روسيې د
دولت د قوانينو په چوكاټ كې يو واحد
اجتماعي تشكل يا اتحاديه جوړه او رسمي
راجستر كړي .
په روسيه كې مېشت افغانان ، چې په ټول
هويت كې د يو شان پردېس افغانيت د ماضي
او مستقبل گڼ شمير مشتركې وجې لري ، د
سالمو انسانانو
په حيث د ژوند له
ناخوالو
ناهيلي شوي نه دي او د ريښتينو افغانانو
په توگه له هېواد څخه بهر د خپل منځي
اړيكو ، افغان پاتې كېدو، د افغاني
ټولنيز ژوند دښه او ابرو مندانه سمبال
او د يو كلكتيف په تو گه د خپلو
ورځنيو مشتركو ستونزو د حل په منظور يې
د يو واحد حقوقي تشكل يا اتحاديې د
جوړښت او رسمي راجستر هيلې او هڅې لاتر
اوسه ژوندۍ وې .
په همدې هدف نن د روان كال د جنوري په
۲۴
نېټه د مسكو ښار د پريزيدنت هوټل د
كنفرانسونو په تالار كې په روسيه كې د
مېشتو افغانانو د سراسري اتحاديې د
موسسانو غونډه جوړه شوه .
په غونډه كې د روسيې په مختلفوښارونو كې د
مېشتو افغانانود مختلفو ټولنو او قشرونو
له درې سوه څخه زياتو استازو گډون كړى و.
غونډه د ورځې په يوولس بجو د قرآن مجيد
د مباركو اياتونو په تلاوت پيل شوه او
ورپسې د افغانستان د اسلامي جمهوريت ملي
سرود واورول شو.
ورسته برخه والو په لوړ انساني او
افغاني كلتور او روښانه افكارو په نوبت
سره په روسيه كې د مېشتو افغانانو د
سراسري اتحاديې د جوړولو د ضرورت او
څرنگوالي په باب څرگندونې وكړې . ورپسې د
سراسري اتحاديې د اساسنامې د طرحې پر
منځپانگه مفصلې ، مدللې او جوړونكې خبرې
وشوې او په پايله كې د اساسنامې طرحه د
وړاندې شوو تغيراتو ، زياتونو او كمونو په
پام كې نيولو سره د رايو په اتفاق
تصويب شوه .
غونډې د سراسري اتحاديې په وړاندې يو
شمير اساسي وظايف وټاكل ، چې لنډي كرښې يې
دا دي :
- د بشر د حقوقو د نړيوالې اعلاميې
په چوكاټ كې په روسيه كې د مېشتو
افغانانو له مدني او ټولنيزو حقوقو څخه
دفاع
.
- په
روسيه كې د مېشتو افغانانو په محيط كې د
خپلو خلكو دكلتوري ارزښتونو ژوندي
ساتل.
- په
روسيه كې د اوسېدونكو
افغانانو د كلتوري مركز جوړول .
- افغانانو
ته د مهارت د حقوقو، د اقامت د اسنادو، د
زده كړو ، كاري اسانتياو او روغتيايې
خدمتونو د تر لاسه كولو لپاره هڅې.
- په
روسيه كې د لوړو زده كړو لپاره د افغاني
محصلينو د تحصيلي بورسونود شمير د زياتولو
لپاره هڅې.
- د
روسيې او افغانستان تر منځ د اقتصادي ،
سياسي اوكلتوري اړيكو د ټينگښت لپاره هڅې.
-
په افغانستان كې د بې وزلو، بې ځايه
شويو، معيوبينو، او په حوادثو كې د
زخميانو او شهيدانو له كورنيو سره مرسته،
د مكتبونواو طبي كتنځايونو جوړول .
-
د مخدره توكو پر ضد دمبارزي له دولتي
ادارو او مدني ټولنو سره د هڅو شريكول .
-
په مجموع كې د افغانستان او افغان ولس د
ملي گټو ساتنه او ملاتړ.
غونډې د سراسري اتحاديې د مشرتابه هيئت
د رايو په اكثريت او وروسته بيا رئيس او
مرستيالان په ځانگړي افغاني دود، د ټولو
په اتفاق وټاكل او په په بې ساري ډول د
خوشحالونكي صميميت په فضا كې د قرآن كريم
د مباركو آياتونو او دعايې په لوستلو پاى
ته ورسېده . له لوی
څښتن
(ج)
څخه
دوی ټولو ته
د بري توفيق غواړو .


|