ليكنـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــې

 

ډاكتر شيرحسن حسن                     

مسكو  -  د  ۲۰۰۶  ز کال د   ډسمبر  يوولسمه

 پر جاهلو قاتلانو  دې  لعنت
او  پر  شهيدو ميندو دې  د خدای رحمت  واوري

         پرون د ۲۰۰۶ زېږديز كال د ډسمبر لسمه چې د  ۱۳۸۵  لېږديز لمريز د قوس نولسمه كيږي، هېوادنيو او نړيوالو خبري رسنيو د كونړ  ولايت د نرنگ ولسوالۍ په غونډو كلي  كې  د نامعلومو وسله والو نامردانو له خوا  په يوه كور كې د يو ماشوم او څلورو ښځو  د وژلو خبر وركړ.  په  خبر کې دا هم زياته شوې وه  چې دغه شهيدې   ښځې د يوې كورنۍ غړي دې. له دوۍ څخه  څوك  دكلي د  نجونوپه لومړني ښوونځي كې  ښوونكې وې او چا د سواد د زده كړې په  كليوالي كورس كې نورو نالوستو ښځو ته  ليك او لوست  ور زده كاوه .

 زما چې د زوكړې او زده كړې،  د وړوكتوب او زلميتوب ، د ښوونې  او روزنې او نورې ډيرې اړيكې  له همدغه سيمې سره تړلې دي ، نو ځانته مې د قضيې  د لا روښانولو  لپاره  د سركاري او مطبوعاتي  خبرونو  سربيره   نورې ځانگړې پوښتنې  هم وكړې اود غم لړلې پېښې  په  څرنګوالي  وپوهېدم  چې  د وحشي وسله والو په لاس  قتل شوې تورسرې او ماشوم  د سيمې په يوې  روښانفكرې   او  روحاني  كورنۍ پورې اړه لري  چې  ښځې، نر، كشران او مشران يې له مودو راهيسې په دغه سيمه كې  د ديندارۍ، ايماندارۍ، رښتينولۍ او سپيڅلتيا نوم لري.

 زه، زما همزولی   او ددغه سيمې  د مكتبيانو او  لوستو وگړو ډير نسلونه  د امامت ترڅنگ  په  ديني علومو، پاړسي ژبه، حُسن خط او كتابت كې د دغه  كورنۍ د مشراستاد، گل خان ملا صاحب د شاگردۍ وياړ لري.

په داسې حال كې چې د استاد د غمجنې كورنۍ او خپلوانو سره په دغه لوى غم او نه جبرانېدونكې وركه كې ځان شريك  بولم،  وطن ورانوونكو، تمدن سوزونكو، عرفان وژونكو، د انسانيت او افغانيت دښمنانو، دون همتو او وحشي قاتلانو ته نفرت او لعنت استوم د معارف او عرفان د لارې د خادمو او شهيدو ميرمنو روح ته د ښادۍ دوعا  او د كورنۍ پاتې غړو ته يې د جميل صبر غوښتنه كوم  .

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2006.