ليكنـــــــــــــــــــې

 

د ارواښاد احمد اميد خپلواک د شهادت له کبله د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د خواشيني پيغام

 په ډېري خواشيني سره مو خبر واخيست چې د روزګان د ولايت د ترينکوټ د ښار په هغه ډله يز بريد کې چې د هېواد د سولي او سوکالي د دښمنانو لخوا تر سره سود نورو هېوادوالو د شهادت تر څنګ د پژواک د خبري آژانس، د بي بي سي راډيو اود خبريال د ويب پاڼي ٢٦ کلن ځوان او هڅاند همکار او ژورناليست احمد اميد خپلواک هم په شهادت ورسيد.

انالله و انا اليه راجعون

ځوانيمرګ شهيد اميد خپلواک چې د ژوند تر آخريني سلګي پوري په ډېر لوړ همت او د هېوادپالني په روحي سره د خپل مقدس مسلک په سر ته رسولو سره هېوادوالو ته څرګنده کړه چې وطنپال او په هېواد مين ځوانان د ولس د ذهن د روښانتيا او خدمت په لاره کې خپل سرونه نذرانه کوي ترڅو چې ولس د هېواد د کرغيړنو دښمنانو د تورو اعمالو څخه خبر کړي.

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه او ټول غړي د شهيد اميد خپلواک شهادت يو فرهنګي او مطبوعاتي ضايعه بولي، د لوي خداي (ج) د دربار څخه ارواښاد ته جنت الفردوس، درني کورني، د پژواک خبري آژانس، بي بي سي راډيو، خبريال ويب پاڼي کارکونکو او د هېواد ژورنالستانو او فرهنګيانو ته جميل صبر غواړي.

 روح دي ښاد وي

 په درنښت

الحاج غرزي خواخوږی

د ټولني مشر

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com