ليكنـــــــــــــــــــې

 

د افغانستان  ملي ګوند  د  اجرائیه  شورا   اعلاميه

دېرش کلنې بې ساری خونړۍ جګړې ، زمونږ د هيواد سوله ايزه لمن نيولی ده . دترهګرود ّورانوونکی  جګړې اورچی اوس هم بل دی، د افغانانو ټولې مادی او معنوی شتمنۍ لولپه کړې .  د سپتمبر پیښی وروسته د امریکا متحده ایالاتو په مشری ،د نا ټوسازمان دنظامی عمل په پایله کی پاکستان یو ځل بیا  دترهگرو په ځاله بدل شو . سره ددی چه پاکستان د څو مياشتو په موده کې وکولای شول چې د سؤلې او ثبات لپاره د افغانانو او نړيوالې ټولنې ګډې هڅې د القاعدې ، د افغانی او پاکستانی ترهگرو تروريستی ډلو پواسطه وننګوی ، او په خبرو کې تل په دوه مخۍ سره ځان د نړيوالې ټولنې متحد او ملګری وښيی . پاکستانی واکمنانو په بې شرمۍ سره ، په پاکستان کې د القاعدې او نورو ترهگرو د مرکزونو له شتون  څخه انکار کاوه ، خو د اسامه بن لادن وژل کيدو د پاکستان له دوه مخۍ څخه په رسوايۍ سره پرده پورته کړه .

دادې لس کاله کيږی چې د افغانانو او نړيوالې ټولنې د هڅو پر خلاف د جنګ او ناامنۍ لمن ورځ تر بلې پراخيږی . مونږ د خپل هيواد او خلکو په وړاندې د مسؤليت د احساس له مخې په ډاګه وايو چې په افغان دولت کې د شتمنيو او واک پر سر خپل منځی سيالۍ له يوې خوا او د پاکستان په وړاندې د بنسټ پالنې او تروريسم د روزونکی ، ساتونکی او ملاتړی په توګه د بين المللی ټولنې اغماض له بلې خوا د جګړې او ناامنۍ د اوږديدو او پراخيدو لاملونه دی .

د شرارت اصلی مرکز پاکستان او په ځانګړی توګه د آی اس آی څارګره شيطانی شبکه په افغانستان کې د جګړې اور او په سيمه کې ترينګلتيا ته لمن وهی . وېره اچوونکی بريدګرې ډلې نه يواځې د آی اس آی سره نېغ په نیغه  تړاؤ لری ، بلکې د دې شبکې د مربيانو او آی اس آی لخوا د جوړشوو پلانونو سره سم تروريستی او ورانوونکی فعاليتونه سرته رسوی  .

له دې امله مونږ د افغان دولت له هغه تکل څخه چې د سؤلې خبرې آترې د ترهگرو   د مربيانو   (پاکستانی دولت )   سره طرح کوی تائیدواوپه  په نړيواله ټولنه غږ کووچې : که غواړۍ زمونږ په جګړه ځپلی هيواد او سيمه کې ستاسو د سؤلې ماموريت مثبتې پايلې ولری ، نو دجګړې د ستونزې د حل لاره یواځی  د پاکستان له دوه مخو واکمنانو سره ده.

 .مونږ د پاکستان دشؤوينيستو او جګړه غوښتونکو واکمنانو له خوا زمونږ د هيواد پر مقدس حريم پرله پسی  بربنډ نظامی تېرۍ ، د کونړ ، ننګرهار او نورستان د سرحدی سيمو په ملکی بيګناه وګړو  باندې بريدونه محکوموو او هغه د بن لادن د مرګ او پر تروريستی شبکو د بريدونو غچ بولو .

مونږ د آی اس آی دوزخی سازمان داډول کړنی چه اوس ئی سرته رسوی  ، زمونږ د هيواد او سيمې د سؤلې او ثبات لپاره مرګونۍ ګواښ بولو .همدارنګه مونږ د نړۍ ټولو سوله غوښتونکو هيوادونواو  بشريت ته بلنه ورکوو، تر څو د سيمه ايزې او نړيوالې سؤلې او امن د تأمين لپاره د افغانانو سره يو ځای د شرارت د شيطانی مرکزونو  ، ورانوونکو فعاليتونو ته ، په ګډو انساندوستانه هڅو سره د پای ټکی کيږدی .

تل دې وی سؤله ، ژوندې دې وی افغانستان

د افغانستان ملي ګوند اجرائيه شورا

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com