ليكنـــــــــــــــــــې

 

رفيع الله روشن

نظرآباد علمي اوکلتوري ټولنې د دوو شعري ټولګومخکتنه وکړه

نظرآباد علمي او کتوري ټولنې د پنجشنبې په ورځ چې د چنګاښ له نهه مې سره سمون خوري د ځوان او هڅاند شاعر انجنيراحمدبختيارساحل ده دوو شعري ټولګو(سکون او په کشمالوکې مې حلال کړه)دمخکتنې غونډه جوړه کړه.

په غونډه کې چې د جلال اباد ښاروالۍ په مېلمستون کې جوړه شوې وه ډېرو ليکوالانو،اديبانو،شاعرانو او د علم او فرهنګ مينه والو برخه اخستې وه.

غونډه د عظيم الشان قران په تلاوت سره پيل شوه ، په پيل کې د نظرآباد علمي او کلتوري ټولنې مشر الحاج قاضي محمد حسن حقيار پرانستونکې وينا وکړه، حقيار ددې غونډې د جوړېدو اهميت او ضرورت ته اشاره وکړه ،بختياريې يو تنکى او هڅانده شاعر وباله ښاغلي حقيار وويل چې د خپل فعاليت په اته کلن بهير کې يې علم او ادب ته ډېرڅه کړي ،ډېرې غونډې يې کړي او په راتلونکې کې به يې هم جوړې کړي.

هغه داغونډه د ځوانوشاعرانو د هڅونې لپاره يو ګام وباله.

وروسته ګڼو ليکوالانو او اديبانو د ساحل پرشعري ټولګو خپلې ليکلې مقالې ولوستې.

دغونډې ګډونکونکيوته د ننګرهار د ولايتي شورا فعالې غړې اغلې  نيلوفر عزيز او استاد شېرعلم امله وال هم خبرې وکړې .

په پاى کې ازاده مشاعره وشوه چې ګڼو شاعرانو پکې برخه واخسته.

غونډه د استادملوک رغون په ارزيابۍ پاى ته ورسېده.

دغونډې منتظمين ميرويس رحماني،برهان الدين سيرت او ضياء الرحمن حسرت او وياند يې عبدالهادي زماني وو.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com