ليكنـــــــــــــــــــې

 

د هېواد نوميالي ليکوال، ديپلومات، سياستپوه او څيړونکي ارواښاد محمد نادر ايوبي کندهاري د مړينې له کبله د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې د خواشينۍ پيغام

 نیټه: ١٤/٩/٢٠١١ - ٢٣/٦/١٣٩٠
کابل – افغانستان

 په ډېري خواشيني سره مو خبر ترلاسه کړ چې د هېواد نوميالي ليکوال، پخواني ديپلومات، نامتو سياستپوه او پياوړي څيړونکي الحاج محمد نادر ايوبي کندهاري د ٨١ کالو په عمر د امريکا په متحده ايالاتو کې د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.

 انالله و انا اليه راجعون

 ارواښاد ايوبي په کندهار کې زيږيدلي، خپلي لمړني او منځني زده کړي ېي په کندهار او کابل کې بشپړ کړي، د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي د ديپلوماسي د څانګي څخه ليسانس ترلاسه کړي او په ١٣٤٢ کال کې د امريکا د متحده ايالاتو د هارورډ د پوهنتون څخه د سياسي علومو په برخه کې ماستري تر سره کړي وه.

ارواښاد ايوبي د ٢٠ کالو په شاوخوا د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت لخوا په بيلو، بيلو هېوادونو کې د آتشي، سکرتر او جنرال قونسل په توګه ديپلوماتيکي دندي ترسره کړي وي او په ډېرو نړيوال کنفرانسو کې د افغانستان استازيتوب کړي ؤ.

ارواښاد ايوبي په هېواد کې د مقدس جهاد د پيل څخه مستقيم په جهاد کې ګډون کړي او هم د کويټي په ښار کې د الجهاد روغتون او روزنيز مرکز مؤسس وو او د افغانستان د کډوالو په خدمت کې پاته سوي ؤ.

خداي بخښلي ايوبي ډېر ښه ليکوال او څيړونکي هم وو چې د ژوند تر پايه پوري ليکني کولي او د ارزښت څخه ډک علمي، فلسفي، عقيدتي او ټولنيز څه کم شل آثار ېي پاته سوي چې د اسلام، سياسي نظريات او اقتصادي نظريات د ټولو څخه مشهور دي.

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني ټول غړي پداسي حال کې چې د ارواښاد ايوبي کندهاري مړينه د هېواد علمي، سياسي او فرهنګي ډګر ته لويه ضايعه بولي، په دي غم کې ځان د دوي د محترمي کورني سره شريک ګڼي، ارواښاد ته د لوي خداي (ج) د دربار څخه جنت الفردوس، محترمو د ايوبي او کرزي کورنيو او نورو خواخوږو او دوستانو ته جميل صبر غواړي.

 روح دې ښاد وي

 په درنښت
الحاج غرزي خواخوږی

د ټو
لنې مشر

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com